امنیت

د زابل ځوانانو د طالبانو د ظلم پر ضد وسلې پورته کړې

د زیار راپور

د زابل ولایت قومي مشرانو او ځایي اوسېدونکیو د کب په ۱۵مه د زابل ولایت په مرکز کلات ښار کې په یوه غونډه کې له حکومت څخه ملاتړ څرګند کړ. [د زابل ولایت د رسنیو دفتر]

د زابل ولایت قومي مشرانو او ځایي اوسېدونکیو د کب په ۱۵مه د زابل ولایت په مرکز کلات ښار کې په یوه غونډه کې له حکومت څخه ملاتړ څرګند کړ. [د زابل ولایت د رسنیو دفتر]

کابل -- د زابل ولایت د شاه جوی ولسوالۍ خواوشا ۶۰ ځوانانو د افغان حکومت په ننګه او د طالبانو پر ضد وسلې پورته کړې.

د دغه ولسي پاڅون غړي له حکومت څخه غواړي چې له هغوی سره د هغوی د سیمو په ساتنه کې مرسته وکړي، او وایي چې یو روښانه سباوون یوازې تر یوه قانوني حکومت لاندې ممکن دی.

د شاه جوی ولسوالۍ یوه اوسېدونکي او د پاڅون غړي کبیرګل چې ۳۶ کاله عمر لري، وویل، هغه نور نه غواړي چې سیمه یې د طالبانو تر کنټرول لاندې وي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «زمونږ په ولسوالۍ کې، حکومت قوي کنټرول نه درلود. له کلونو راهیسې، مونږ د طالبانو تر واک لاندې وخت تېر کړ.‌هغوی زمونږ پر عوایدو مالیات وضع کړي ول،‌ او زمونږ نجونې به یې نه پرېښودلې چې ښوونځیو ته لاړې شي.

کبیرګل وویل،‌ په شاه جوی کې د طالبانو پر ضد د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې،‌اورپکي د ملکي خلکو د کورونو تر شا پټېدل او له اوسېدونکیو سره به یې ظلمونه کول.‌

هغه وویل، «مونږ بالاخره هغوی دې ته مجبور کړل چې ووځي، ځکه تر کومه چې هغوی ژوندي وي، د ولسوالۍ ځوانان حتی نه غواړي چې طالبان په هغوی حکومت وکړي.»

هغه وویل، «زه د خپل ځان، او د ولسوالۍ د نورو اوسېدونکیو لپاره د حکومت تر واکمنۍ لاندې یو بهتر راتلونکی وینم. مونږ په حکومت غږ کوو چې زمونږ مرسته وکړي چې له یاغیتوب سره وجنګېږو او د خپلو سیمو امنیت خوندي کړو.»

سید پادشاه، چې ۳۱ کاله عمر لري، او د پاڅون یو بل غړی دی،‌ وویل، هغه وروسته له هغه، چې د طالبانو اصلي جوهر ورته معلوم شو، پرېکړه وکړه چې د حکومت ملاتړ وکړي .

هغه سلام ټایمز ته وویل، «نن ورځ، ټول راپورته شوي او عادي افغانان پوهېږي چې طالبان د بهرنیانو د ګټو د خوندي کولو لپاره جنګیږي.‌ یو وخت داسې وو چې عام خلک په دې نه پوهېدل او فکر یې کاوه چې طالبان په حقه دي، خو نن ورځ، هر څوک، حتی یو ماشوم پوهېږي چې حقیقت څه دی

هغه وویل، «مونږ له حکومت څخه غواړو چې په یوه عادلانه سیستم کې امنیت او واکمني برابر کړي.‌ له همدې امله مونږ په پاڅون کې برخه اخیستې ده،»

له پاڅون څخه د حکومت ملاتړ

ولایتي ادارې د طالبانو پر ضد د ځوانانو د هڅو ستاینه وکړه او ژمنه یې وکړه چې له هغوی سره به کار وکړي.‌

د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال سلام ټایمز ته وویل، «د زابل ولایت د ملي امنیت رییس او امنیه قوماندان شاه جوی ولسوالۍ ته سفر کړی چې له پاڅون څخه د حکومت ملاتړ او ستاینه وکړي،‌ او ژمنه کوي چې له هغوی سره به کار وکړي،»

هغه وویل،‌ «مونږ پلان لرو چې هغوی ته پوځی او ملکي مرسته برابره کړو، ځکه چې هغوی له بل هر چا څخه ډېر د خپلو سیمو له جغرافیې سره بلد دي. په دې توګه، په راتلونکي کې، هغوی کولی شي چې له خپلو سیمو څخه دفاع وکړي او د دې مخه ونیسي چې یاغیانو پر هغوی واکمني وکړي.»

سیال وویل،‌ ولایتي اداره پلان لري چې د ځوانانو دا ګروپ په محلي پولیسو کې استخدام کړي.

هغه وویل، «د هغوی له جملې څخه یو شمېر یې وار له مخه راجستر شوي او په محلي پولیسو کې د شمولیت په پروسه کې دي.‌ په نژدې راتلونکي کې به هغوی په خپله ولسوالۍ کې د محلي پولیسو په توګه ځای پرځای شي.»

سیال وویل، «د تېرو کلونو په نسبت، د زابل ولسي پاڅونونه زیاتېږي. دا تازه یو... چې د شاه جوی د ځوانانو له خوا شوی، نور اوسېدونکي دې ته هڅوي چې د اورپکو پر ضد یو عمومي پاڅون پیل کړي.»

هغه وویل، «مونږ هیله لرو چې د زابل هر اوسېدونکی به د خپلو سیمو په خوندي کولو کې له حکومت سره همکاري وکړي،» او زیاته یې کړه چې حکومت به پاڅونوالو ته «هراړخیزه مرسته» برابره کړي.‌

په مشرانو جرګه کې د زابل ولایت یوه استازي زلمي زابلي وویل، هغه د ولسي پاڅون، او د ولایت په خوندي کولو کې د ځوانانو له هڅو څخه د حکومت د ملاتړ ستاینه کوي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د شاه جوی ولسوالۍ دغو ځوانانو ثابته کړه چې هغوی نور ظلم نشي زغملی. زه د دې ولایت د یوه استازي په توګه، له دغه پاڅون څخه خپل حمایت اعلانوم.»

هغه وویل، «دا پاڅون به د زابل په امنیتي وضعه کې مثبت تغیر راولي. زه په حکومت باندې غږ کوم چې لومړی دې په دې ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړي او بیا دې د ولسوالۍ خلکو ته وسلې ورکړي. که نه، دا ملکي خلک به کافی اندازه وسلې ونه لري چې له خپلو ځانونو څخه دفاع وکړي او، په نتیجه کې به د دښمن له ګواښونو سره مخامخ شي.»

هغه زیاته کړه، «د پاڅون برخه والو ته د ضروري شیانو ورکول یوه عاجله مسئله ده،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500