اقتصاد

بیا پرانستل شوی بندر د پاکستان - افغانستان سوداګري غوړوي

د عدیل سعید راپور

یوه لارۍ، چې سامان په کې بار دی، د کب په ۱۸مه د غلام خان بندر له لارې افغانستان ته تېرېږي. [عصمت شاه]‌

یوه لارۍ، چې سامان په کې بار دی، د کب په ۱۸مه د غلام خان بندر له لارې افغانستان ته تېرېږي. [عصمت شاه]‌

پېښور -- د پاکستاني سوداګرو ټولنې د افغانستان او پاکستان تر منځ د یوه مهم بندر پرانستل کېدلو ته ښه راغلاست وویل، او هغه یې د سیمې د اقتصادي رغونې د یوه شاخص په توګه یاد کړ.‌

پاکستاني مقاماتو د کب په ۱۸مه غلام خان بندر پرانیست او د شمالي وزیرستان له لارې له افغانستان او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د پراخېدونکې سوداګرۍ لپاره یې لاره هواره کړه.

مقاماتو دغه بندر د ۲۰۱۴ په جون کې وروسته له هغه بند کړ چې پاکستاني نظامیانو د ضرب عضب عملیات د دې لپاره پیل کړل چې شمالي وزیرستان له ترهګرو څخه پاک کړي.

د شمالي وزیرستان سیاسي استازي کامران افریدي مشال راډېو ته وویل، «د اورپکو له خوا ځپل شوي وزیرستان کې د سولې له ځای پرځای کولو څخه وروسته، پاکستاني مقاماتو له افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادوونو سره د غلام خان له لارې سوداګري بیا پیل کړه،»

چارواکي، سوداګر او ځایي خلک د کب په ۱۸مه په شمالي وزیرستان کې د غلام خان بندر د پرانستل کېدلو په سلسله کې افغانستان ته د لاریو د یوه کاروان له روانېدلو څخه مخکې دعا کوي. [عصمت شاه]

چارواکي، سوداګر او ځایي خلک د کب په ۱۸مه په شمالي وزیرستان کې د غلام خان بندر د پرانستل کېدلو په سلسله کې افغانستان ته د لاریو د یوه کاروان له روانېدلو څخه مخکې دعا کوي. [عصمت شاه]

دغه بندر په امتحاني توګه بیا پرانستل شوی دی.‌ د افریدي په وینا، په پیل کې، ښایي چې د ورځې خواوشا ۱۵ لارۍ په پوله واوړي، او وروسته به دغه شمېر زیات شي.‌

د پېښور د ګمرکاتو رییس محمد سعید خان جدون پاکستان فارورډ ته وویل، «د کب په ۱۸مه، د څلورو لاریو یو کاروان چې د مېوې، سبزۍ، سمنټو او داسې نورو په شمول بېلابېل سوداګري توکي یې بار کړي ول،‌ په پوله باندې افغانستان ته ور واوښت،»

جدون وویل، چې د پاکستان د ګمرک مقاماتو د غلام خان له لارې د راتلونکیو مالونو د کتنې لپاره تیارۍ کړي دي،‌ خو امنیتي اندېښنو د لویو انتقالاتو د تصفیې مخه نیولې ده.‌

د قېمتونو کمول

په پاکستان کې سوداګر هغو فرصتونو ته په تمه دي چې د دغه بندر په بیا پرانستل کېدلو سره به رامنځته شي.

د سرحد د سوداګرۍ او صنایعو د خونې رییس او د پاک - افغان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې پخواني مرستیال ذبیح الله شینواري پاکستان فارورډ ته وویل، د غلام خان بندر بیا پرانستل کېدل «یوه ډېره ښه پرېکړه ده او هغه به د پاکستان او افغانستان تر منځ سوداګرۍ باندې یو مثبت تاثیر وکړي،»

هغه وویل، «د غلام خان بندر بیا پرانستل به له افغانستان سره د سوداګرۍ په غوړېدلو کې مرسته وکړي ځکه چې د ټرانسپورټېشن قېمتونه یې کم دي،»

هغه وویل، په ۲۰۱۶ - ۲۰۱۷ مالي کال کې د پاکستان او افغانستان تر منځ سوداګري یوازې ۱.۶ میلیارد ډالرو ته راکمه شوه په داسې حال کې چې دا په ۲۰۱۴ - ۲۰۱۵ مالي کال کې ۲.۷ میلیارد ډالره وه.

شینواري په افغان حکومت تاکید وکړ چې متقابل عمل وکړي او د تصفیې او د شیانو د تېرېدلو لپاره دې اسانتیاوې برابرې کړي.‌

د شمالي وزیرستان یوه سوداګر عبدالله خان وویل، د تېرو درې نیمو کالو په ترڅ کې، د شمالي وزیرستان سوداګرو ته د غلام خان بندر د بندېدا له امله غټ تاوانونه ور اوښتي دي.

عبدالله خان د غلام خان بندر د بندېدا له امله مخکې د چمن او خرلاچي بندرونو له لارې، چې په ترتیب سره په بلوچستان ایالت او کرم ایجنسۍ کې موقعیت لري، ازبکستان ته مالټې صادرولې.

خان وویل، له شمالي وزیرستان څخه په یادو لارو د ۲۰ کیلوګرامو مالټو انتقالول ۶۰ ډالر خرچه غواړي. په داسې حال کې چې د غلام خان بندر له لارې د هغو انتقال یوازې ۳۵ ډالر لګښت غواړي.

د سوداګري فعالیت پیاوړي کول

په قبایلي ایجنسۍ کې یوه ژورنالست عمر وزیر وویل، «د غلام خان بندر بیا پرانستل به په شمالي وزیرستان کې په سوداګریز فعالیت یوه نوې دوره رامنځته کړي،»

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، د بندر په بیا پرانستلو سربېره، د پاکستان حکومت د متحده ایالاتو د نړیوالې پرمختیایي ادارې (یو اېس ای آی ډي) په مرسته، د بنو - میرانشاه - غلام خان ۸۲ کیلومتره اوږد سړک جوړ کړ.

هغه وویل، د ۵.۳ میلیارد افغانیو په ارزښت دغې پروژې هدف دا دی چې افغانستان او منځنۍ اسیا ته د مالونو ټرانسپورټ اسان کړي.

هغه وویل، «سړک، چې اوس پرانستی دی، به د ورځ مزدورانو او د ټرانسپورټ او د رسټورانټونو د سکټورونو د کارکوونکیو لپاره په زرګونو وظیفې رامنځته کړي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

پاکستان باید پوه شی چی افغانان هیڅکله د دوي په صادراتو باید خبرندی مونږ افغانان اوس کولی شوچی څه وکړو. دواړخیزه تجارت راکړه ورکړه ددواړو هیوادونو په ګټه ده زمونږ بیاهم هیله مندیو چی دی پاکستان حکومت داقتصاد نه سیاسی استفاده ونکړی ځکه چی نور افغانان دپاکستان له سیاسی لوبو څخه په تنګ راغلی.مونږ خپل تجارانوته وایو چی باید دپاکستان څخه هغه وارداتی توکی وارد کړی چی دضرورت ورته لرو په اوله کتګوری باید وارد کړی په درنښت

ځواب ورکړئ