تروريزم

د داعش ځانمرګي بمي بریدګر په کابل کې د نوروز خوښۍ په غم واړولې او ۲۶ کسان یې ووژل

ای اېف پي

د داعش یوه ځانمرګي بمي بریدګر د چارشنبې په ورځ‌/د وري ۱/ لږ تر لږه ۲۶ کسان ووژل، چې اکثر یې تنکي ځوانان ول.‌ هغه خپل چاودېدونکي مواد په کابل کې په یوه ګڼه ګوڼه کې، چې د نوي لمریز کال لومړۍ ورځ یې لمانځله، وچول. [نصرالله عطار/شاه مراعي/ای اېف پي]

کابل -- چارواکو وویل، چې یوه ځانمرګي بمي بریدګر، د چارشنبې په ورځ /د وري ۱/ وروسته له هغه، چې په کابل کې یې د نوروز لمانځونکيو تر منځ خپلې چاودېدونکې وسیلې ته چاودنه ورکړه، لږ تر لږه ۲۶ کسان ووژل، چې اکثر یې تنکي ځوانان ول.‌

د SITE استخباراتي ګروپ د راپور په اساس، داعش د خپل تبلیغاتي اژانس، ایماق، له لارې د دغه برید مسؤلیت پرغاړه واخیست.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي وویل، چې ۱۸ تنه نور افغانان په دې چاودنه کې ټپیان شول،«چې ټول ملکیان ول».

افغان چارواکي اکثره له داسې بریدونو وروسته د وژل شویو کسانو بیلابیلې شمیرې ورکوي او هغه هم په معمول ډول ښکته وي.

یو افغان سړی د هغو مړو تر څنګ، چې د وري په ۱ په کابل کې له یوه ځانمرګي بمي برید څخه وروسته یوه روغتون ته راوړل شوي ول، لاس ښوروي. چارواکو وویل، چې د کابل پوهنتون مخې ته دغه برید، چې داعش یې مسؤلیت پر غاړه اخیستی، لږ تر لږه ۲۶ کسان ووژل، چې اکثر یې تنکي ځوانان ول.‌ دغه برید په داسې حال کې وشو چې افغانان لارو ته راوتلي ول او نوروز یې لمانځه. [شاه مراعي/ای اېف پي]

یو افغان سړی د هغو مړو تر څنګ، چې د وري په ۱ په کابل کې له یوه ځانمرګي بمي برید څخه وروسته یوه روغتون ته راوړل شوي ول، لاس ښوروي. چارواکو وویل، چې د کابل پوهنتون مخې ته دغه برید، چې داعش یې مسؤلیت پر غاړه اخیستی، لږ تر لږه ۲۶ کسان ووژل، چې اکثر یې تنکي ځوانان ول.‌ دغه برید په داسې حال کې وشو چې افغانان لارو ته راوتلي ول او نوروز یې لمانځه. [شاه مراعي/ای اېف پي]

د ورځې په پای کې د عامه روغتیا وزارت وویل چې په برید کې ۳۳ تنه وژل شوي او ۶۵ تنه نور ټپیان شوي دي. په همدې حال کې یوې امنیتي سرچینې د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې په برید کې ۳۷ تنه وژل شوي او ۷۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

رحیمي وویل، بمي بریدګر، چې په پښو روان وو، خپل ځان د کابل پوهنتون او علي اباد روغتون تر منځ ساحه کې وچاوه.

خوښۍ په غم بدلې شوې

په روغتون کې، غم ځپلیو خلکو په داسې حال کې چې د خپلو عزیزانو په وینو لت پت جسدونه یې پورته کول او په غېږو کې یې نیول، چیغې وهلې. افغان کورنۍ په عادي ډول په دې ورځ خوښۍ کوي.

دا چاودنه د کارته سخي له زیارت څخه له ۲۰۰ مترو څخه نژدې سیمه کې وشوه،هلته افغانان هرکال د دې لپاره ورټولېږي چې نوروز ولمانځي. دا د پسرلي او د نوي لمریز کال د پیل لمانځنه ده.

د کابل امنیه قوماندان محمد داود امین طلوع نیوز ته وویل، بمي بریدګر ونه توانېد چې د دې ورځې په مناسبت د سخت امنیت له امله زیارت ته ځان ور ورسوي،نو هغه «خپل ځان د هغو تنکیو ځوانانو په منځ کې وچاوه چې له هغه ځای څخه بېرته راستنېدل،»

په عین زیارت د ۲۰۱۶ په اکتوبر کې هم هغه وخت برید وشوچې د داعش وسله والو هغه ۱۸ کسان ووژل چې په یوه غونډه کې یې عاشورا لمانځله.

ولسمشر غني دغه برید «د بشریت پر ضد د جنایت» په توګه وغانده.‌

په داسې حال کې چې افغان او ایتلافي ځواکونو د طالبانو او داعش پر ضد خپل هوایي او ځمکني بریدونه زیات کړي،‌ اورپکو په وروستیو میاشتو کې په کابل کې ملکي خلک په مخ پر ودې ډول په نښه کړي دي.

دغه چاودنه څو ورځې وروسته له هغه کېږي چې د طالبانو یوه ځانمرګي بمي بریدګر په کابل کې یو موټر، چې په بمونو سمبال وه، وچاوه او لږ تر لږه دوه تنه ملکیان یې ووژل.

ځینې افغان او غربي امنیتي تحلیلګران وایيچې د طالبانو سخته دریځه څانګه، حقاني شبکه، د هغو په شمول، چې داعش یې مسؤلیت پر غاړه اخیستی، په کابل کې د وروستیو میاشتو د بریدونو تر شا لاس لري.‌

طالبان د غني له خوا د سولې د خبرو اترو د وړاندیز د منلو په وړاندې له زیاتېدونکي فشار سره مخامخ ديچې ۱۶ کلنه جګړه پای ته ورسوي.‌ تر اوسه پورې طالبانو یوازې په چوپتیا سره ځواب ورکړی دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500