ديپلوماسي

طالبان ښایي په تاشکند کې د افغانستان د سولې په کانفرانس کې برخه وانه خلي

سلام ټایمز

افغان ولسمشر اشرف غني چې د وري په ۱ یې د ولسمشرۍ ماڼۍ کې خبرې کولې، وویل، 'جنګ د حل لاره نه ده،‌ او هغه خلک، چې جګړې ته دوام ورکوي، هغوی به له ملت سره مخامخ شي.' په پام کې ده چې غني او د ۱۲ نورو هېوادونو جیګپوړي چارواکي راتلونکې اونۍ په ازبکستان کې په یوه کانفرانس کې برخه واخلي او په افغانستان کې د شخړې د پای ته رسولو په هکله خبرې وکړي. [د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ]

تاشکند -- طالبانو تر اوسه پورې هغې بلنې ته ځواب نه دی ویلی، چې په افغانستان کې د شخړې د پای ته رسولو لپاره د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د لوړې سطحې یوه کانفرانس ته، وربلل شوي دي. په پام کې ده چې دغه کانفرانس د وري په ۶ - ۷ مه ترسره شي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو د وزارت له خوا د کب په ۱۵مه د خپرې شوې یوې اعلامیې په اساس، تمه ده چې افغان ولسمشر اشرف غني، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو خاص استازی تدامیچي یاماموټو، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال جان سولیوان،‌ او د اروپایي اتحادیې جیګپوړې دپلوماته فیدیریکا موګیرني په دغه کانفرانس کې برخه واخلي.‌

د ۱۷ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران به هم حاضر وي.‌

په اعلامیه کې راغلي، «تمه کیږي چې د کانفرانس برخه وال به د افغانستان د حکومت او د طالبانو د تحریک تر منځ له مخ شرطونو څخه پرته د مستقیمو خبرو اترو د ژر تر ژره پیل د اړتیا په هکله -- په سیمه ییزه او نړیواله سطحه -- خپل ګډ دریځ وړاندې کړي،»

د خبري راپورونو په اساس، د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د کب په ۲۱مه وویل،‌ د طالبانو استازو په کانفرانس کې د برخه اخیستنې غوښتنه نه ده کړې‌.‌

د کب په ۹ مه، غني د سولې د یوه پلان د برخې په توګه، وړاندیز وکړچې طالبان د یوه قانوني سیاسي ګوند په توګه په رسمیت وپېژني. طالبانو تر اوسه پورې،‌ د سولې دغه وړاندیز ته په رسمي توګه ځواب نه دی ویلی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ولې

ځواب ورکړئ

زما خوښ شو.

ځواب ورکړئ