تاشکند -- طالبانو تر اوسه پورې هغې بلنې ته ځواب نه دی ویلی، چې په افغانستان کې د شخړې د پای ته رسولو لپاره د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د لوړې سطحې یوه کانفرانس ته، وربلل شوي دي. په پام کې ده چې دغه کانفرانس د وري په ۶ - ۷ مه ترسره شي.
د ازبکستان د بهرنیو چارو د وزارت له خوا د کب په ۱۵مه د خپرې شوې یوې اعلامیې په اساس، تمه ده چې افغان ولسمشر اشرف غني، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو خاص استازی تدامیچي یاماموټو، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال جان سولیوان، او د اروپایي اتحادیې جیګپوړې دپلوماته فیدیریکا موګیرني په دغه کانفرانس کې برخه واخلي.
د ۱۷ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران به هم حاضر وي.
په اعلامیه کې راغلي، «تمه کیږي چې د کانفرانس برخه وال به د افغانستان د حکومت او د طالبانو د تحریک تر منځ له مخ شرطونو څخه پرته د مستقیمو خبرو اترو د ژر تر ژره پیل د اړتیا په هکله -- په سیمه ییزه او نړیواله سطحه -- خپل ګډ دریځ وړاندې کړي،»
د خبري راپورونو په اساس، د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د کب په ۲۱مه وویل، د طالبانو استازو په کانفرانس کې د برخه اخیستنې غوښتنه نه ده کړې.
د کب په ۹ مه، غني د سولې د یوه پلان د برخې په توګه، وړاندیز وکړچې طالبان د یوه قانوني سیاسي ګوند په توګه په رسمیت وپېژني. طالبانو تر اوسه پورې، د سولې دغه وړاندیز ته په رسمي توګه ځواب نه دی ویلی.
ولې
ځواب ورکړئ2 تبصره
زما خوښ شو.
ځواب ورکړئ2 تبصره