کډوالان

افغانستان د ۱۵۰۰۰ راستنېدونکیو کډوالو لپاره د قالینو اوبدلو وظیفې برابروي

د زیار راپور

یو افغان دوکاندار د ۱۳۹۵ کال د مرغومي په ۲۵مه په مزارشریف کې د خپل قالینو د دوکان مخې ته چای څښي. [فرشاد اوسیان/ای اېف پي]‌

یو افغان دوکاندار د ۱۳۹۵ کال د مرغومي په ۲۵مه په مزارشریف کې د خپل قالینو د دوکان مخې ته چای څښي. [فرشاد اوسیان/ای اېف پي]‌

کابل -- د افغانستان بېلابېل وزارتونه او موسسې په دې کار کوي چې د هېواد د قالینو اوبدلو صنعت حمایه کړي او له خارج څخه راستنېدونکي کډوالو ته په زرګونو وظیفې برابرې کړي.‌

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت ویاند فریدون اژند سلام ټایمز ته وویل، «د کلیو د بیارغونې او پراختیا د وزارت له خوا د ترسره شوي کار ډېره برخه له ۱۵۰۰۰ څخه ډېرو افغان راستنېدونکیو ته د وظیفو برابرولو ته ځانګړې شوې ده،»

هغه د کب په ۱۴مه وویل، «د دې کار د کولو لپاره، مونږ پلان لرو چې د راتلونکیو درې میاشتو په ترڅ کې په ۹ ولایتونو کې د قالینو اوبدلو خواوشا ۵۰۰۰ مرکزونه جوړ کړو.‌ د دغو راستنېدونکیو کار به د افغانستان د قالین اوبدلو د صنعت د پیاوړتیا تر څنګ د هغوی اقتصادي حالت پیاوړی کړي.»

هغه وویل، ورکشاپونه به د قالین اوبدلو په وسایلو او تجهیزاتو سمبال شي، او زیاته یې کړه چې، نویو استخدام شویو کسانو ته به د قالینو په اوبدلو کې ۱۵ ورځې روزنه ورکړل شي.‌

افغان ښځې او ماشومان د ۱۳۹۵ کال د تلې په ۱۵مه د هرات په لمنو کې یوه قالینه اوبي. [عارف کریمي/ای اېف پي]

افغان ښځې او ماشومان د ۱۳۹۵ کال د تلې په ۱۵مه د هرات په لمنو کې یوه قالینه اوبي. [عارف کریمي/ای اېف پي]

افغان نندارتون جوړونکي د ۱۳۸۷ کال د تلې په میاشت کې په کابل کې د قالینو په دویمه کلنۍ مېله کې له قالینو سره ولاړ دي.‌ افغانستان هڅه کوي چې خپل د قالین اوبدنې صنعت پیاوړی کړي. [د متحده ایالاتو نړیواله پرمختیایي اداره]

افغان نندارتون جوړونکي د ۱۳۸۷ کال د تلې په میاشت کې په کابل کې د قالینو په دویمه کلنۍ مېله کې له قالینو سره ولاړ دي.‌ افغانستان هڅه کوي چې خپل د قالین اوبدنې صنعت پیاوړی کړي. [د متحده ایالاتو نړیواله پرمختیایي اداره]

یوه افغانه کډواله کورنۍ د کب په ۱۰مه وطن ته له راستنېدلو څخه مخکې د پېښور په لمنو کې له یوې لارۍ څخه لاسونه ښوروي.‌ په پاکستان کې خواوشا ۱.۴ میلیونه ثبت شوي افغان کډوال او خواوشا ۷۰۰ زره بې اسنادو کډوال اوسېږي. [عبدالمجید/ای اېف پي]‌

یوه افغانه کډواله کورنۍ د کب په ۱۰مه وطن ته له راستنېدلو څخه مخکې د پېښور په لمنو کې له یوې لارۍ څخه لاسونه ښوروي.‌ په پاکستان کې خواوشا ۱.۴ میلیونه ثبت شوي افغان کډوال او خواوشا ۷۰۰ زره بې اسنادو کډوال اوسېږي. [عبدالمجید/ای اېف پي]‌

اژند وویل، «چارواکي به په سرحدي دروازو کې، چې هغوی پرې افغانستان ته راننوځي، د راستنېدونکیو نوم لیکنه وکړي او د هغوی اقتصادي وضعه به وارزوي،»

هغه زیاته کړه، وزارت به راستنېدونکیو ته د موجودو وظیفو د مهالوېش په اساس وظیفې وسپاري.

د اقتصاد پیاوړي کول

اژند وویل، «د افغانستان د کلیو او بیارغونې وزارت پلان لري چې په دغو ۱۵۰۰۰ وظیفو سربېره له ۵۰۰۰۰ څخه ډېرو افغان راستنو شویو ته غیر مستقیم کاري فرصتونه برابر کړي،»

«په دې پروګرام کې هغوی ته د وړو پورونو ورکول، او همدارنګه د لنډ مهالې او منځمهالې حرفوي روزنې د کورسونو، لکه قالین اوبدنې، اهنګرۍ، نجارۍ، د موټرو د ترمیم او سواد زده کړې د کورسونو برابرول هم شامل دي.»

اژند وویل، حکومت به دا پروګرام د راتلونکي کال په ترڅ کې تطبیق کړي، خو د حکومت له خوا د پروګرام د پیلولو د دقیقې نېټې او د دوران په هکله یې نور معلومات ورنه کړل.‌

اقتصادپوهان وایي، د کلیو د بیارغونې او پراختیا د وزارت دا هڅې، چې افغان راستنېدونکیو ته وظیفې برابروي، د یوه مثبت ګام استازیتوب کوي.

یوه اقتصادپوه او د کابل پوهنتون استاد سید مسعود هاشمي وویل، «یوه راستنېدونکي ته د وظیفې ورکولو ګټې درې بعدونه لري،»

هغه سلام ټایمز ته وویل،‌«لومړی، هغه راستنېدونکیو کورنیو ته اقتصادي تأمینات برابروي.دویم، د هغه په نتیجه کې به په افغانستان کې د قالینو اوبدلو صنعت وده وکړي.‌درېیم، هغه به د نورو افغان کډوالو د راستنېدلو لپاره لاره هواره کړي، له دې امله، مونږ هیله لرو چې دا پروګرام به ژر تر ژره ترسره شي.»

افغاني قالینو ته ډېر ارزښت ورکول کیږي

په ورته وخت کې، د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه (ACCI) په دې کار کوي چې د قالینو اوبدلو د صنعت وده او د افغانستان د قالینو صادرات حمایه کړي.‌

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې لومړي مرستیال خان جان الکوزي وویل، «په افغانستان کې جوړې شوې قالینې د سوچه طلا په څېر ارزښت لري،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «مونږ په تېره یوه نیمه لسیزه کې د دې صنعت د ودې هڅولو ته کافي اندازه پاملرنه نه ده کړې، خو اوس، داسې لیدل کیږي چې افغان ... حکومت، خصوصي سکټور او عام خلک غواړي چې د دغه صنعت په وده کې مرسته وکړي.»

الکوزي وویل، «مخکې، د افغان کډوالو له خوا اوبدل شوې قالینې اکثر وختونه له ګاونډیو هېوادونو [نه له افغانستان څخه] صادرېدلې، او داسې ګڼل کېدله چې په افغانستان کې د قالینو صنعت له منځه تللی دی،»

هغه وویل، له نېکه مرغه، داسې ښکاري چې دغه صنعت بیا غوړېږي.

هغه وویل، «مونږ هیله لرو چې د قالین اوبدلو د نورو مرکزونو په پرانستلو، او په سیمه کې په بازار موندلو سره، مونږ کولی شو چې دا صنعت د افغانستان د اقتصاد په یو له سترو حامیانو څخه، باندې واړوو. سربېره پر دې، دا قالینې په ټوله نړۍ کې په ګڼو نندارتونونو کې نندارې ته اېښودل شوي او د نړیوالو پانګوونکیو پاملرنه یې ځان ته ورجلب کړې ده.»

الکوزي وویل،‌ «د قالینو د صنعت د پیاوړتیا لپاره، زه سپارښتنه کوم چې افغان حکومت داسې یو صنعتي بانک تاسیس کړي چې د قالین اوبدلو صنعتي پارکونه حمایه کړي،»

د اقتصاد وزارت هم په دې کار کوي چې دغه صنعت ته وده ورکړي او پیاوړی یې کړي.‌

د دغه وزارت ویاند سهراب بهمن سلام ټایمز ته وویل، «په پام کې ده چې د جون په لومړیو کې په بلجیم کې د قالینو یو نندارتون جوړ شي، چې په هغې کې د برخه اخیستنې لپاره افغانستان هم شامل شوی دی،»

هغه وویل، «مونږ هیله لرو چې په نندارتون کې زمونږ برخه اخیستنه به مونږ د دې وړ کړي چې افغان قالینو ته بازار پیدا کړو،» او زیاته یې کړه چې دغه ډول هڅې به افغان اوبدونکیو ته د دې فرصت ورکړي چې د نورو هېوادونو د نوم ښه کولو پر ځای د خپل هېواد نوم ښه کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500