زده کړه

د سکالرشپ د پروګرام هدف دا دی چې ترلاسه کوونکي یې 'په افغانستان کې د پاکستان سفیران جوړ کړای شي'

د آمنې ناصر جمال راپور

په تېر سپتمبر کې د علامه اقبال د سکالرشېپونو تر پروګرام لاندې،‌افغان زده کوونکیو ته خواوشا ۲۴۰۰ د لېسانس او ۶۰۰ د ماسټرۍ سکالرشېپونه ورکړل شول. یو شمېر سکالرشېپ ترلاسه کوونکي د کب په ۸ مه په اسلام اباد کې د پاکستان لپاره افغان سفیر عمر زاخېلوال سره ښکاري. [عمر زاخېلوال/ټوېټر]

په تېر سپتمبر کې د علامه اقبال د سکالرشېپونو تر پروګرام لاندې،‌افغان زده کوونکیو ته خواوشا ۲۴۰۰ د لېسانس او ۶۰۰ د ماسټرۍ سکالرشېپونه ورکړل شول. یو شمېر سکالرشېپ ترلاسه کوونکي د کب په ۸ مه په اسلام اباد کې د پاکستان لپاره افغان سفیر عمر زاخېلوال سره ښکاري. [عمر زاخېلوال/ټوېټر]

لاهور -- د پاکستان د ښوونې او روزنې مقامات هغو افغان زده کوونکیو ته، چې غواړي د سکالرشېپ تر پروګرام لاندې په پاکستان کې زده کړې وکړي، د لوړو زده کړو فرصتونه برابروي.

په پاکستان کې د افغانستان سفیر عمر زاخېلوال په ټوېټر وویل، د پاکستان ولسمشر ممنون حسین او د لوړو زده کړو د کمېسیون رییس مختار احمد د کب په ۸ مه د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې «په لسګونو نويو راغلیو افغان سکالرشېپ زده کوونکیو» ته ښه راغلاست وویل.‌

مختار احمد د کب په ۱ پاکستان فارورډ ته وویل، «افغان زده کوونکيو ته به فرصتونه ورکړل شي چې په پاکستان کې په تعلیمي موسساتو، مسلکي کالجونو او پوهنتونونو کې په بېلابېلو څانګو کې لوړې زده کړې ترلاسه کړي،»

هغه وویل، «د افغان سکالرشېپ ګټونکیو لومړۍ جوپه په ۱۳۸۷ کال کې د ښوونې او روزنې د وزارت او د ایالاتي همغږۍ د وزارت له خوا انتخاب شوه چې ۳۰۰۰ سکالرشپونه یې احتوا کول،»

په عکس کې،‌ په پاکستان کې افغان سفیر عمر زاخېلوال د کب په ۸ مه په اسلام اباد کې له هغو افغان زده کوونکیو سره، چې په پاکستان کې د زده کړو ترلاسه کولو لپاره سکالرشېپونه ورکړل شوي، ښکاري. [عمر زاخېلوال/ټوېټر]

په عکس کې،‌ په پاکستان کې افغان سفیر عمر زاخېلوال د کب په ۸ مه په اسلام اباد کې له هغو افغان زده کوونکیو سره، چې په پاکستان کې د زده کړو ترلاسه کولو لپاره سکالرشېپونه ورکړل شوي، ښکاري. [عمر زاخېلوال/ټوېټر]

افغان کډوالې نجونې د سلواغې په ۱۲مه د اسلام اباد په لمنه کې د کډوالو په یوه کمپ کې له ښوونځي څخه وروسته کورونو ته ستنېږي. [عامر قریشي/ای اېف پي]

افغان کډوالې نجونې د سلواغې په ۱۲مه د اسلام اباد په لمنه کې د کډوالو په یوه کمپ کې له ښوونځي څخه وروسته کورونو ته ستنېږي. [عامر قریشي/ای اېف پي]

هغه وویل، «هغو زده کوونکیو خپلې زده کړې بشپړې کړې او خپل هېواد ته ستانه شول،»

د دغه پروګرام په دویمه مرحله کې،‌ افغان زده کوونکیو په تېر سپتمبر کې د علامه اقبال د سکالرشېپ تر پروګرام لاندې ۲۴۰۰ د لېسانس او ۶۰۰ د ماسټرۍ سکالرشېپونه ترلاسه کړل.‌

مختار وویل، د لوړو زده کړو کمېسیون د افغانستان د ښوونې او روزنې وزارت سره د کار کولو له لارې،‌ د وړتیا په اساس سکالرشېپونو لپاره په افغانستان کې دننه د زده کوونکیو ازموینه واخیستله، چې د طب، انجنیرۍ، کرنې، ادارې او کمپیوټرساینس په شمول بېلابېل مسلکونه احتوا کوي.

د لوړو زده کړو کمېسیون به د پنځو کالو په ترڅ کې د سکالرشېپ بودجه ورکړي.

د پاکستاني چارواکو په وینا، چارواکي به درېیمه مرحله په راتلونکیو میاشتو کې، چې کله بودجه برابره شي، اعلان کړي.‌

اوږه په اوږه درېدل

د لوړو زده کړو د کمېسیون او نړیوالو سرچینو په وینا، تر ۷۰۰۰ پورې د پوهنتونونو افغان زده کوونکي په پاکستان کې په خپلو پیسو زده کړې کوي.

له ۳۰۰۰۰ څخه ډېر افغان زده کوونکي، چې په پاکستان کې یې زده کړې بشپړې کړي دي، د افغان حکومت په بېلابېلو برخو او ګڼ ملتیزو کمپنیو کې د خپل هېواد خدمت کوي.‌

مختاراحمد هیله څرګنده کړه چې افغانستان او پاکستان به د خپلو خلکو د ښېګڼې لپاره اوږه په اوږه کار کولو ته دوام ورکړي.‌

هغه وویل، «زه افغان زده کوونکیو ته مشوره ورکوم چې د هغو کمزورتیاو په پام کې نیولو سره، چې دغه دواړه هېوادونه له لسیزو راهیسې ورسره مخامخ دي،‌ دا صحیح وخت دی چې هغوی خپله انرژي د لا نورو تعمیراتي فعالیتونو خواته ورجوړه کړي،»

د پنجاب د لوړو زده کړو د کمېسیون رییس محمد نظام الدین پاکستان فارورډ ته وویل، «پاکستان له دې سره علاقه مندي لري چې افغانستان په خلاص زړه د پرمختګ او نېکمرغۍ لپاره په ټولو فرصتونو کې شامل کړي،»

هغه وویل،‌«په پاکستان کې د افغان کډوالو او د افغانستان د نورو زده کوونکیو له خوا ښوونې او روزنې ته لاسرسی د ډېرو ننګوونکيو ملي تعلیمي شرایطو په اساس کیږي،»

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ (یو اېن اېچ سي آر) په وینا، پاکستان په نړۍ کې د دویم ډېر شمېر کډوالو، چې خواوشا ۱.۴ میلییونونه افغانان دي، کوربه دی. خواوشا ۵۰۰ زره افغان کډوال ماشومان په پاکستان کې زده کړې کوي.‌

نظام الدین وویل، «د دې لپاره، چې افغان زده کوونکیو ته عین هغه تعلیمي فرصتونه برابر کړای شي چې پاکستاني زده کوونکي یې لري او د دې لپاره چې په جګړه ځپلي افغانستان کې د پوهنتونونو ظرفیت جوړ کړای شي، حکومت هغو زده کوونکیو ته، چې په پاکستان کې زده کړې کوي، سکالرشېپونه ورکوي،»

'زده کوونکي د افغانستان راتلونکی دی'

د پنجاب والي مالک محمد رفیق راجواڼه وویل، «مونږ په دې افتخار کوو چې په پاکستاني پوهنتونونو کې د افغان زده کوونکیو کوربه توب کوو. دا زده کوونکي به د هغوی د زده کړو له بشپړولو څخه وروسته، په افغانستان کې د پاکستان سفیران وګرځي،»

هغه دا خبرې د تلې په ۶ مه په لاهور کې د لوړو زده کړو د کمېسیون له خوا د جایزې ورکولو د مراسمو په ترڅ کې، چې د سکالرشېپونو د پروګرام د دویمې مرحلې په مناسبت جوړ شوی وو، وکړې.‌

راجواڼه هیله څرګنده کړه چې افغان زده کوونکي به د دواړو هېوادونو تر منځ‌ د ښه نیت په پراخولو کې یو رول ولوبوي.

هغه وویل، «افغان زده کوونکي د افغانستان راتلونکی دی. څومره چې مونږ په هغوی ډېره پانګونه کوو، هومره به د افغانستان د ظرفیت په جوړونه کې زمونږ مرسته زیاته وي.»

د افغانستان د ښوونې او روزنې د وزیر یوه سلاکار امان الله فقیري په زده کوونکیو تاکید وکړ چې د تغیر استازي شي. هغه د جایزې ورکولو د مراسمو په ترڅ کې وویل، «کورونو ته د بېرته تګ پر وخت له ځانونو سره د سولې یادښتونه او پیغامونه وېسئ،»

زاخېلوال د لوړو زده کړو کمېسیون ته د سکالرشېپونو د پروګرام د لومړۍ مرحلې د بشپړولو او د دویمې مرحلې د پیلولو له امله مبارکي وویله.‌

هغه د دغو مراسمو په ترڅ کې وویل، «مونږ د زده کوونکیو د تبادلې یو مهم بعد لمانځو. دا زمونږ د خلکو هیله ده چې له پاکستانیانو سره ښه ارتباطات ولري.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

11 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه انګلیسي ژبې ته ضرورت لرم.‌

ځواب ورکړئ

پاکستان ته د محصلانو لېږل په دې معنی چې له هغې خوا به یا د جمعیت اصلاح یا حقاني یا بلې ترورستي یا ترورست پلوه ډلې ته جذب شوی وي. ویل کیږی چې د پاکستان په پوهنتونونو خصوصا په اسلام اباد پوهنتون کې د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارې یو فعال وېنګ (جماعت اسلامي) چې پخوا یې هم د افغانستان د ملي ارزښتونو پر ضد عناصر روزلي، ډېر فعال دی. دغه تش په نامه اسلاميستي ډلې افغان ځوانان بې لارې کوي. په کار دی چې د افغانستان حکومت د پاکستان پر ځای هند،‌ ترکیې، او نورو هېوادونو ته محصلان ولیږي چې نه یوازې تحصیل وکړي بلکې له هر ډول فکري او ذهني اختلال څخه هم په امن کې پاتې شي. پاکستان ته د یوه محصل لېږل هم دا معنی لري چې افغانستان د خپل وجود پر ضد یو دښمن تربیه کوي.

ځواب ورکړئ

زما نوم کبیر ادیان دی، زه ډاکټر یم.‌ زه غواړم چې خپلې زده کړې بشپړې کړم او زه له روغتیا سره مینه لرم.‌

ځواب ورکړئ

زما دا پروګرام خوښېږي. زه غواړم چې دا پروګرام تعقیب کړم.‌

ځواب ورکړئ

زه د ویلو لپاره څه نه لرم.‌

ځواب ورکړئ

زه غواړم چې داخله واخلم.‌

ځواب ورکړئ

زه بس دومره ویل غواړم چې خپله زده کړه بشپړه کړم!

ځواب ورکړئ

زه محمد انور زیار د افغانستان د میدان وردک ولایت یم او اوس په کابل کې د خوشحال خان سیمې په ۵م کې اوسېږم. زه غواړم چې خپله زده کړه بشپړه کړم. دا زما هیله ده!

ځواب ورکړئ

زه یو سېول انجنیر یم او دا پروګرام زما خوښېږي.‌

ځواب ورکړئ

دا پروګرام زما خوښېږي.

ځواب ورکړئ

د دې لپاره چې مونږ د خپلو لیاقتونو په وسیله خپل هدف ته انکشاف ورکړو او په بهتر ډول پوهه ترلاسه کړو.

ځواب ورکړئ