ديپلوماسي

تاشکند په افغانستان کې د سولې په هکله د نړیوال کانفرانس کوربه دی

د ماکسیم ینیسیوف راپور

ازبک چارواکي د وري په ۵ مه په تاشکند کې د یوه ګردي مېز په ترڅ کې د همکارۍ په هکله خبرې اترې کوي. [د کانفرانس د رسنیو دفتر]‌

ازبک چارواکي د وري په ۵ مه په تاشکند کې د یوه ګردي مېز په ترڅ کې د همکارۍ په هکله خبرې اترې کوي. [د کانفرانس د رسنیو دفتر]‌

تاشکند - له ۲۰ څخه د ډېرو هېوادونو او سازمانونو استازي تاشکند ته رسېدلي چې په هغه نړیوال کانفرانس کې، چې هدف یې په افغانستان کې د شخړې د هوارولو لپاره یوې اجماع ته رسېدل دي، برخه واخلي.

تاشکند ته د ابتدایي خبرو لپاره د سیمې او نړۍ د مشرانو را رسېدل د شنبې په ورځ /د وري ۴ مه/ پیل شول.‌

د سولې په هکله دغه دوه ورځنی کانفرانس دوشنبه /د وري ۶ مه/ پیل شو او د کابل پروسې د دویم کانفرانس چې د کب په ۹ مه په کابل کې ترسره شوی وو، او افغان ولسمشر اشرف غني په کې له طالبانو سره د سولې لپاره یو پلان اعلان کړ، یو تعقیب دی.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د وري په ۳ مه په یوه اعلامیه کې وویل، د تاشکند کانفرانس به د کابل په غونډه کې په شوي پرمختګ نور ورزیات کړي "او په افغانستان کې به د یوه سوله ییز سیاسي حل لپاره د نړیوال ملاتړ دوام وښیي،"

د ازبکستان لومړی وزیر عبدالله عارفوف د وري په ۷ مه د تاشکند په هوایي ډګر کې له افغان ولسمشر اشرف غني سره ستړي مه شي کوي. [د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ]

د ازبکستان لومړی وزیر عبدالله عارفوف د وري په ۷ مه د تاشکند په هوایي ډګر کې له افغان ولسمشر اشرف غني سره ستړي مه شي کوي. [د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ]

طالبانو بلنه ونه منله

په دغه کانفرانس کې، چې د ازبکستان ولسمشر شوکت میرزي یویېف ترتیب کړی، ولسمشرغني، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموټو، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت سياسي مرستیال توماس شنان او د اروپایي اتحادیې جیګپوړې دپلوماتې فیدریکا موګیریني برخه اخیستې ده.

تمه ده چې د ۱۷ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران هم برخه واخلي.

طلوع نیوز راپور ورکړ، چې د افغانستان لپاره د اروپایي اتحادیې د هیئت رییس پیري مایاودون د یکشنبې په ورځ /د وري ۵ مه/ په طالبانو غږ وکړ چې له افغان حکومت سره د سولې خبرو اترو ته حاضر شي.

د نړیوال فشار له زیاتېدا او دې نښو سره سره چې طالبان د خبرو اترو لپاره په پخوانیو سرو کرښو وړاندې وروسته کیږي،طالبانو د تاشکند کانفرانس له پامه وغورځاوه.

د کانفرانس یوه ویاند شیرزود قدرت خوجه یوف د شنبې په ورځ په تاشکند کې د سمپوزیم په ماڼۍ کې ژورنالستانو ته وویل، «تمه ده چې د جرګې برخه وال به په یوه خوله داسې پرېکړه وکړي چې د افغانستان د حکومت او طالبانو تر منځ له مخ شرطونو څخه پرته ژر تر ژره خبرې اترې پیل شي،»

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ وویل، «د تاشکند د غونډې بریالیتوب باید د سیمې د هېوادونو دا وړتیا وښيي چې د ګډو هڅو له لارې ګډ مهم مسایل حل کړي،»

دغه وزارت وویل، تمه ده چې د کانفرانس په پای کې «د تاشکند اعلامیه» په نامه یوه اعلامیه لاسلیک شي چې هغه به په افغانستان کې د وضعې د سمبالولو لپاره متفقه اساسات او د سولې په پروسه کې د مذاکره کوونکیو لوریو رول منعکسوي.‌

د ازبکستان یوه قانون جوړوونکي صادق صفایوف د شنبې په ورځ په یوه خبري کانفرانس کې ژورنالستانو ته وویل، «د تاشکند کانفرانس باید د افغان شخړې په هوارولو کې د ګڼ اړخیزې ډپلوماسۍ او سیاسي قاعدو نشتوالي پورې تړلي مسایل حل کړي،»

د سولې خبرې اترې د مخکې تګ 'یوازنۍ لاره' ده

په مشرانو جرګه کې د سمنګان ولایت یوه استازي سید صفی الله هاشمي وویل، «طالبانو له ډېرو کالو راهیسې جنګ وکړ، خو هغوی ونشوای کولای چې خپلو هدفونو ته ورسېږي،»

هغه کاروانسرای ته وویل، «د طالبانو لپاره د هغوی هدفونو ته د رسېدلو لپاره یوازنۍ لاره دا ده چې له افغان حکومت سره خبرې اترې وکړي،»

هاشمي وویل، «د سولې هغه وړاندیز چې طالبانو ته وشو... هر اړخیز او یادې ډلې ته یو لوی امتیاز دی. هغوی باید دغه وړاندیز او د تاشکند د کانفرانس نتیجه رد نه کړي ځکه چې ښایي هغوی بیا داسې فرصت ترلاسه نه کړي.»

هغه وویل، دوه شیان به په افغانستان کې د سولې په ډاډمنولو کې مرسته وکړي،‌«لومړی، دا چې افغان او ایتلافي ځواکونه د جګړې په ډګر کې فشار ته دوام ورکړي؛دویم، دا چې په افغانستان کې د سولې راوستلو ته نړیواله اجماع رامنځته شي.»

د افغانستان د سولې د عالي شورا مرستیال عبدالکبیر اوچقون وویل، د تاشکند کانفرانس به په افغانستان کې د سولې په هکله سیمه ییزه او نړیواله اجماع منعکسه کړي.‌

هغه کاروانسرای ته وویل، «دا کانفرانس ډېر مهم دی ځکه چې د افغانستان په جګړه او سوله کې ښکېل هېوادونه په کې برخه اخلي،» او زیاته یې کړه چې طالبان باید د دغه کانفرانس نتیجه په پام کې ونیسي چې د سولې لپاره بل فرصت له لاسه ورنه کړي.‌

ازبک، افغان او امریکایي چارواکي د همکارۍ په هکله خبرې اترې کوي

د ازبکستان - افغانستان د وروستیو دوه اړخیزو موافقو په تعقیب، نور هغه موضوعات، چې د سولې له کانفرانس څخه مخکې پرې خبرې اترې وشوې، د امنیت او په سیمه کې د سوداګرۍ او ټرانسپورټ په برخو کې همکارۍ وې.‌

ازادۍ راډېو راپور ورکړ، چې د دوشنبې په ورځ، له کانفرانس څخه مخکې د متحده ایالاتو [چارواکي‌] شنان او میرزي یویېف د دوه اړخیزو خبرو او نړیوالو او سیمه ییزو مسایلو په هکله خبرې اترې وکړې.‌

د شنبې په ورځ، د ازبکستان یوټیلیټي ازبکېن کارګو ادارې رییس الوګبېګ مصطفی یوف اعلان وکړ چې د ازبکستان له سرخان څخه د افغانستان پلخمري ته د برېښنا د انتقال د لین رغونه پیل شوې ده.

هغه وویل، افغان کاروونکي به د ازبکستان برېښنا ترلاسه کول د چنګاښ له میاشتې څخه پیل کړي.‌

ازبکستاني شرکتونو همدارنګه د افغانستان په شمال کې د تېلو او ګازو د ممکنو اکتشافي پروژو او له مزارشریف څخه هرات ته د رېللارې د غزولو د بریالي کار اعلان وکړ‌.‌

[له کابل څخه سلیمان د دې راپور په برابرولو کې مرسته کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

یوازې د بشریت په هکله شیان ارزښت لري. الله (ج) زمونږ له خلقت سره مینه لري. که تاسو له هرچا سره کینه لرئ تاسو به د خپلو اعمالو ځواب ورکړئ. یو له بل سره محبت وکړئ. تاسو به هغه څه رېبئ چې کرئ یې،‌ خو انسان داسې جوړه کړې چې بل ووژني. ژوند وژغورئ. الله (ج) انسان یوازې د مینې لپاره پیدا کړی دی او دا جنت ته د تللو لاره ده.‌

ځواب ورکړئ

معصومو طالبانو په افغانستان د امریکا له یرغل څخه ډېر مخکې د بامیانو بودا ویجاړ کړ.‌ هو، د اسلام او شریعت په نامه هېڅ ترهګر رژیم ته باید په نړۍ کې د حکومت کولو اجازه ورنه کول شي. او هېڅ هېواد اجازه نه لري چې خپلو هېوادونو کې اسلامي ترهګري وچلوي. که ضرور وي، طالبان باید په بشپړ ډول له منځه وېوړل شي. احمق معصومه پوه شوې.

ځواب ورکړئ

زما محترمه وروره، دا به ډېره ښه وي چې په افغانستان کې سوله راشي، خو ګاونډي هېوادونه په افغانستان کې سوله نه غواړي.‌ مونږ باید داسې لاره پیدا کړو چې له افغانستان څخه د هغوی یعنې هغو کسانو لاسونه لنډ کړو چې د نورو هېوادونو لپاره کار کوي.‌ زمونږ ټول مصرفوونکي په هغوی باندې تکیه کوي. دویمه خبره دا ده، چې ګاز او برېښنا په افغانستان کې غټه ستونزه ده. مونږ باید داسې ارتباطات پیدا کړو چې افغانستان ته اسانتیاوې راولي. مننه

ځواب ورکړئ

دا لیکنه نیمه ریښتیا ده. د طالبانو خبره سمه نه ده اخیستل شوې. که طالبانو د هغوی د عقیدې په مقابل کې قدرت غوښتلی، هغوی به په خپله خوښه اسامه امریکا ته سپارلی وای یا دا چې هغوی به د بودا مجسمه نه وای ویجاړه کړې. طالبان غواړي چې د خپل حکومت لپاره له اسلامي قانون څخه کار واخلي. ولې نړیوال قوتونه د دغه کار د کېدلو اجازه نه ورکوي؟ که د امریکا متحده ایالاتو او اروپا کې یوه ښځه هغسې ازاد ژوند کوي چې خوښه یې وي، ولې هغوی طالبانو ته اجازه نه ورکوي چې خپله عقیده عملي کړي. لطفاً هغوی یوازې پرېږدئ. هغوی ته دا مه ورښیئ چې څه صحیح دي او څه غلط دي. هغوی خپلې طریقې لري. لطفاً هغوی ته فرصت ورکړئ چې هغسې ژوند وکړي چې هغوی یې غواړي او له افغانستان څخه وځئ.‌

ځواب ورکړئ