تروريزم

د لښکرګا اوسېدونکي د طالبانو له خوا د ملکي خلکو د وژلو پای ته رسول غواړي

سلام ټایمز

د هلمند ولایت لسګونه اوسېدونکي، چې دوامدارو ترهګریزو بریدونو خفه کړي دي،‌ د شنبې په ورځ /د وري ۴ مه/ په پرلت کېناستل، او له طالبانو څخه یې وغوښتل چې سوله وکړي او د ملکي خلکو وژل بند کړي. [صفت الله زاهدي]‌

لښکرګا-- د هلمند ولایت لسګونه اوسېدونکي، چې دوامدارو ترهګریزو بریدونو خفه کړي دي،‌ د شنبې په ورځ /د وري ۴ مه/ په پرلت کېناستل، او له طالبانو څخه یې وغوښتل چې سوله وکړي او د ملکي خلکو وژل بند کړي.

ځوانانو یوه ورځ وروسته له هغه په لښکرګاه کې خېمه ودروله، چې یو موټر چې چاودېدونکي توکي په کې ځای پرځای شوي ول په، ښار کې له لوبغالي څخه بهر وچاودېد.‌

د ولایت د امنیه قوماندانۍ یوه ویاند عبدالسلام افغان سلام ټایمز ته وویل، «۱۶ تنه ملکي خلک ووژل شول او ۵۵ نور ټپیان شول،»

هیچا هم سمدلاسه مسؤلیت پرغاړه وانه خیست، خو د هلمند اوسېدونکیو د پېښې پړه پر طالبانو، چې پخوا یې دغه ډول بمي بریدونه ترسره کړي، ورواچوله.

د لښکرګا لسګونه اوسېدونکي د وري په ۴ مه راټول شول او له طالبانو څخه یې وغوښتل چې د خلکو وژل بند کړي.‌ په یوه بینر لیکل شوي،‌ «طالبانو! تاسو باید سوله وکړئ -- د خلکو تحریک.» [صفت الله زاهدي]

د لښکرګا لسګونه اوسېدونکي د وري په ۴ مه راټول شول او له طالبانو څخه یې وغوښتل چې د خلکو وژل بند کړي.‌ په یوه بینر لیکل شوي،‌ «طالبانو! تاسو باید سوله وکړئ -- د خلکو تحریک.» [صفت الله زاهدي]

خلک په لښکرګا کې د وري د ۳ مې له یوه موټربمي برید څخه وروسته یو سړی د ټپیانو په ځولۍ کې ځای پرځای کوي. چارواکو وویل، چې په دغه برید کې لږ تر لږه ۱۶ کسان ووژل شول. [نورمحمد/ای اېف پي‌]

خلک په لښکرګا کې د وري د ۳ مې له یوه موټربمي برید څخه وروسته یو سړی د ټپیانو په ځولۍ کې ځای پرځای کوي. چارواکو وویل، چې په دغه برید کې لږ تر لږه ۱۶ کسان ووژل شول. [نورمحمد/ای اېف پي‌]

افغان رضاکاران او امنیتي منسوبین د وري په ۵ مه په هرات کې د شیعه ګانو په یوه جومات له دوه ځانمرګو بمي بریدونو څخه وروسته د یوه سړي جسد انتقالوي. داعش د دغه بمي برید مسؤلیت پرغاړه واخیست.‌ چارواکو وویل، چې په برید کې لږ تر لږه یو کس ووژل شو. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

افغان رضاکاران او امنیتي منسوبین د وري په ۵ مه په هرات کې د شیعه ګانو په یوه جومات له دوه ځانمرګو بمي بریدونو څخه وروسته د یوه سړي جسد انتقالوي. داعش د دغه بمي برید مسؤلیت پرغاړه واخیست.‌ چارواکو وویل، چې په برید کې لږ تر لږه یو کس ووژل شو. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

د عیني شاهدانو په وینا، ځایي چارواکو په لوبغالي کې د نوي لمریز کال د پیل یا نوروز په مناسبت، چې ځینې افراطیان یې غیراسلامي بولي، د پهلوانۍ ننداره کوله چې پېښه رامنځته شوه.‌

د لښکرګاه یو ۲۵ کلن دوکاندار اغامحمد په هغو نندارچیانو کې وو چې له لوبغالي څخه د وتلو په حال کې وو چې چاودنه وشوه.‌

اغامحمد د یوې ایټالوي خیریه غیرحکومتي موسسې له خوا چلېدونکي عاجل روغتون کې ای اېف پي ته په ژړا وویل، «زما د کورنۍ څلور غړي شهیدان شول، او درې نور ټپیان شول،»

په لښکرګا کې د سفیان جومات امام مولوي ثناءالله سلام ټایمز ته وویل، «هر څوک چې په جوماتونو او په عامه ځایونه کې دغه ډول بریدونه ترسره کوي، هغوی مسلمانان نه دي،»

'د جنګ لپاره بهانه نشته'

د پرلت ترتیبوونکي قیس هاشمي، چې ۲۳ کاله عمر لري، سلام ټایمز ته وویل، «که طالب اورپکي غواړي چې مونږ ووژني، پرېږدئ چې ومو وژني،‌ خو لطفاً نور ملکي خلک دې نه وژني،»

هغه وویل، «خدای، د هغه رسول او قران کریم د ملکي خلکو وژل منع کړي،»

هغه له طالبانو څخه وپوښتل،‌ «آیا تاسو خدای او قران منئ؟ که منئ یې، بیا نو مهرباني وکړئ راشئ او سوله وکړئ.»

د هلمند یوه ۲۸ کلن اوسېدونکي اقبال خیبر، چې په دغه پرلت کې یې برخه اخیستې،وویل،‌«مونږ له جنګ نه ستړي یو،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «نور د جګړې لپاره هېڅ بهانه نه ده پاتې.‌ له دې امله، مونږ سره راټول شوي یو چې ... له دواړو غاړو څخه وغواړو چې سوله وکړي.»

هغه په هلمند کې دوه ولسوالیو ته په اشارې سره، چې د طالبانو حضور په کې په نسبي توګه زیات دی، وویل، «دا ناسته یوازې یو پيل دی. وروسته به مونږ موسی کلا او نوزاد ته په پښو لاړ شو او له طالبانو څخه به وغواړو چې سوله وکړي،»

احمدجان خادم، چې ۲۹ کاله عمر لري، سلام ټایمز ته وویل، «مونږ له هیچا څخه نه غواړو چې مونږ ته دې کوم څه راکړي؛ مونږ [له اورپکو څخه] غواړو چې له مونږ نه دې څه نه اخلي. مونږ مه وژنئ.»

هغه وویل، «مونږ به تر هغه پورې نه کېنو څو چې په دې هېواد کې د خبرو اترو لپاره یوه لاره پیدا کړو. مونږ باید دا دلیل ومومو چې طالبان ولې مونږ وژني.»

داعش د هرات په جومات برید وکړ

له دې جلا، په هرات ولایت کې، د داعش دوه ځانمرګو بمي بریدګرو د یکشنبې په ورځ /د وري ۵ مه/ د شیعه ګانو په یوه جومات برید وکړچې د چارواکو په وینا لږ تر لږه یو کس یې وواژه او ۸ تنه نور یې ټپیان کړل.‌

د والي ویاند جېلاني فرهاد ای اېف پي ته وویل، دغو سړیو په هرات ښار کې د نبي اکرم جومات په ساحه کې برید وکړ. امنیتي ساتونکیو یو بریدګر وویشت او ویې واژه، او بل له ګڼه ګوڼې څخه ډک تالار ته له رسېدلو څخه مخکې ځان وچاوه‌.‌

فرهاد وویل، لږ تر لږه یو عبادت کوونکی ووژل شو او ۸ نور ټپیان شول، او زیاته یې کړه چې ټول قربانیان ملکي کسان ول.

د ولایت د امنیه قوماندانۍ مرستیال امین الله امین د تلفاتو د شمېر پخلی وکړ.‌

د برید مسؤلیت داعش پرغاړه واخیست.‌

دغه ترهګر ګروپ په منظمه توګه شیعه هدفونه په نښه کوي او هڅه کوي چې فرقه یي تاوتریخوالی رامنځته کړي. د وري په ۱، د داعش یوه ځانمرګي بمي بریدګر په کابل کې لږ تر لږه ۳۳ کسان ووژل او په لسګونو نور یې ټپیان کړل. بریدګر خپل ځان د ګڼه ګوڼې په منځ کې، چې اکثر یې تنکي ځوانان ول او په یوه داسې سیمه کې چې ډېری اوسېدونکي یې شیعه ګان دي او نوروز یې لمانځه، ځان وچاوه.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500