ديپلوماسي

نړیوالو قوتونو د کابل او طالبانو تر منځ له مستقیمو خبرو ترسره کولو څخه په شریکه ملاتړ اعلان کړ

ای اېف پي

له ۲۰ څخه د ډېرو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو د افغانستان په هکله د تاشکند کانفرانس کې، چې د وري په ۷ مه پای ته ورسېد، برخه واخیسته، چې د افغانستان د سولې د پروسې، امنیتي همکارۍ او سیمه ییز اتصال په هکله یوې اجماع ته ورسېږي. [د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ]

له ۲۰ څخه د ډېرو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو د افغانستان په هکله د تاشکند کانفرانس کې، چې د وري په ۷ مه پای ته ورسېد، برخه واخیسته، چې د افغانستان د سولې د پروسې، امنیتي همکارۍ او سیمه ییز اتصال په هکله یوې اجماع ته ورسېږي. [د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ]

تاشکند -- د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا ۵ دایمي غړو او له یو درجن څخه د ډېرو نورو هېوادونو هیئتونو د سې شنبې په ورځ /د وري ۷ مه/ په تاشکند کې په یوه دوه ورځني کانفرانس کې، چې د دوشنبې په ورځ /د وري ۶ مه/ پیل شوی وو، په افغانستان کې د سولې له پروسې څخه ملاتړ اعلان کړ.

د اعلامیې له ۲۰ څخه زیاتو لاسلیکوونکو، چې متحده ایالات، روسیه، چین، فرانسه او برتانیا په کې شامل ول،‌ «د افغانانو په مشرۍ او مالکیت» د سولې پروسې په وړاندې ژمنتیا څرګنده کړه، البته د ازبکستان په پلازمېنه تاشکندکې د لوړې سطحې په دغه کانفرانس کې د طالبانو نه موجودیت د دغو خبرو د ارزښت په برخه کې شکونه راپورته کوي.‌

د تېرې میاشتې په لومړیو کې،‌افغان ولسمشر اشرف غني طالبانو ته یو ګټور وړاندیز وکړ، او ویې ویل چې که هغوی خبرو اترو ته حاضر شي، هغوی به د یوه سیاسي ګوند په توګه په رسمیت وپېژندل شي او د افغانستان په راتلونکي کې به یو مشروع رول ولري.

یوه متحده جبهه

د تاشکند کانفرانس د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د مستقیمو خبرو د ملاتړ په برخه کې د یوې متحدې جبهې د رامنځته کولو لپاره هڅه وکړه.

د کانفرانس په پای کې وېشل شوې اعلامیه کې راغلي چې لاسلیکوونکي «د افغانستان د ملي وحدت د حکومت له خوا له طالبانو سره د بې قید او شرطه خبرو اترو د پیلولو د وړاندیز ملاتړ کوي» او په طالبانو یې غږ وکړ چې دغه وړاندیز ومني.

د برخه اخیستنې لپاره له مکررو غوښتنو سره سره، طالبانو د سې شنبې په ورځ د وټس آپ له لارې ای اېف پي ته په لېږلې یوه اعلامیه کې ادعا کړې چې هغوی «د تاشکند کانفرانس ته نه دي بلل شوياو دا لا ډېره د وخته دهچې د هغه د نتیجې په هکله څه ووایي

ازبکستان له خیالونو څخه راوځي

که څه هم چې په تاشکند کې ترسره شوي کانفرانس څه پرمختګونه نه دي رامنځته کړي، خو هغه په بالفعل توګه د پخواني مشر اسلام کریموف تر مشرۍ لاندې د یوې نسبي انزوا له دورې څخه وروسته په سیمه کې د یوه دپلوماتیک لوبغاړي په توګه د ازبکستان بیا سر راښکاره کول ثابت کړل.‌

ازبکستان په منځنۍ اسیا کې یو ستراتیژیک موقعیت لري، چې د شوروي اتحاد د وخت له څلورو پخوانیو ملګرو هېوادونو -- قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ترکمنستان -- او همدارنګه له افغانستان سره سرحد لري.

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرزي یویېف، چې په ۱۳۹۵ کال کې د کریموف له مړینې څخه وروسته واک ته ورسېد،په سیمه کې له هغو ګاونډیانو سره، چې پخوا یې د کریموف د نژدې درې لسیزو واکمنۍ پر وخت له تاشکند سره ګډې اړیکې لرلې، ارتباطاتو ته د ودې ورکولو په برخه کې کار وکړ.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500