امنیت

اورپکي له افغان ځواکونو څخه د تښتېدلو لپاره د ښځو کالي اغوندي

د خالد زېري راپور

افغان چارواکي وایي، طالبان او د داعش جنګیالي، چې د خپلو میندو یا خویندو کالي اغوندي، نشي کولی چې د افغان ملي اردو او ملي پولیسو له ځواکونو څخه ځانونه خلاص کړي. [خالد زېری]‌

ننګرهار -- د ننګرهار ولایتي چارواکي او ځایي اوسېدونکي وایي،‌طالبان او د داعش اورپکي په منظمه توګه د ښځو کالي اغوندي او د ملکي خلکو په کورونو کې پټېږياو دا کار د یوې نهیلې هڅې په توګه له افغان ځواکونو څخه د تېښتې لپاره کوي.‌

د مارچ په ۱۷مه په یوه عملیات کې، د افغان ملي اردو د ۴ مې لوا عسکرو په غني خېلو ولسوالۍ کې ۴ تنه طالب اورپکي ووژل.

د لوا قوماندان برید جنرال محمد نسیم سنګین په همدې ورځ په جلال اباد کې د افغان ملي اردو په مرکز کې ژورنالستانو ته وویل، «درې نور ژوندي ونیول شول، چې یوه سړي په کې د ښځې کمیس اغوستی دی،»

سنګین وویل، «مونږ نور داسې ترهګر هم نیولي دي چې د ښځو کالي یې اغوستي ول او غوښتل یې چې وتښتي، خو سم چې زمونږ زړور عسکر په هغوی پوه شول، هغوی ونیول شول او زمونږ قضایي ادارو ته وسپارل شول.»

افغان امنیتي ځواکونه د مارچ په ۱۷مه په جلال اباد کې د افغان ملي اردو په مرکز کې رسنیو ته درې نیول شوي طالب جنګیالي ورښیي، چې یو په کې د ښځې کمیس اغوستی دی. [خالد زېری]

افغان امنیتي ځواکونه د مارچ په ۱۷مه په جلال اباد کې د افغان ملي اردو په مرکز کې رسنیو ته درې نیول شوي طالب جنګیالي ورښیي، چې یو په کې د ښځې کمیس اغوستی دی. [خالد زېری]

هغه وویل،‌«دا ترهګر هېڅ شرم نه لري، او دومره وړاندې ځي چې د خپلو میندو او خویندو کالي اغوندي، چې خپل خارجي باداران خوشحال کړي،»

سنګین وویل،‌«هغوی به هېڅکله هم خپل هدفونه ترسره نه کړي،»

حتمي نیونه

اورپکو په بېلابېلو فرصتونو کې له عین تکتیک څخه کار اخستی دی.

د اچین ولسوالۍ په پنډولا سیمه کې یوه پولیس افسر احمد خان سلام ټایمز ته وویل، «کله چې جنګ ګرمېږي داعش او طالبان دواړه د عامو خلکو کورونو ته ورتښتي او ... د ښځو د کالیو یا چادریو اغوستلو څخه پرته بله لاره نه لري،»

هغه وویل، «مونږ ډېر داسې اورپکي نیولي چې د ښځو کالي یې اغوستي ول ځکه چې مونږ کولی شو چې هغوی له تګ څخه وپېژنو،»

د غني خېلو ولسوالۍ د مارکو سیمې یوه اوسېدونکي سیدقیوم، چې ۳۲ کاله عمر لري، وویل، اورپکو د هغوی په ولسوالۍ کې هم له عین تکتیک څخه کار اخیستی وو.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «دا کار څو ځلې شوی دی. اورپکي جنګ کوي،‌ او کله چې هغوی د تېښتې لاره ونه مومي، بیا هغوی د ښځو کالي اغوندي چې ځانونه له عسکرو څخه پټ کړي.»

قیوم وویل،‌ «که هغوی ځانونه د ښځو په بڼه جوړ نه کړي، هغوی به یا له مرګ سره مخامخ شي یا له زندان سره،»

ولایتي چارواکو تایید کړه، چې د تېر کال په اوږدو کې د «لسګونو» داسې پېښو راپور ورکړل شوی دی.‌

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګياڼی سلام ټایمز ته وویل، «زمونږ زړورو ځواکونو په ترهګرو باندې برید وکړ او د هغوی له جملې څخه یې ځینې ووژل. نور اورپکي د پردیو خلکو کورونو ته ور ننوتل چې ځانونه له مرګ څخه وژغوري.»

هغه زیاته کړه،‌ ځینې تښتېدونکي اورپکي «د پردیو خلکو کورونو ته ورننوتل چې د ځواکونو په لاس له مرګ څخه ځانونه وژغوري،»

هغه د پښتنو دود ته په اشارې سره وویل، «د پښتونولۍ په وجه،‌ زمونږ ځواکونه هغه کسان نه تلاشي کوي چې د ښځو کالي یې اغوستي وي،‌ خو کله چې هغوی شکمن شول،‌ هغوی داسې سړي وموندل چې د ښځو کالي او چادري یې اغوستي ول.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500