ديپلوماسي

نړیوال قوتونه طالبانو ته وایي، له کابل سره خبرې اترې وکړئ یا له پایلو سره مخامخ شئ

د ماکسیم ینیسیېف راپور

د تاشکند د کانفرانس برخه وال د وري په ۷ مه په افغانستان کې د سولې د رامنځته کولو په لارو چارو خبرې اترې کوي.‌ [د ازبکستان د ولسمشر د رسنیو دفتر]‌

د تاشکند د کانفرانس برخه وال د وري په ۷ مه په افغانستان کې د سولې د رامنځته کولو په لارو چارو خبرې اترې کوي.‌ [د ازبکستان د ولسمشر د رسنیو دفتر]‌

تاشکند - د افغانستان د راتلونکي په هکله په تاشکند کې یو نړیوال کانفرانس طالبانو ته په یوه روښانه پیغام سره پای ته ورسېد: له دې فرصت څخه د سولې لپاره مذاکرات وکړئ یا ناوړه پایلو ته انتظار وکړئ.

د "سولې پروسه، امنیتي همکاري او سیمه ییز اتصال" په نامه کانفرانس د وري په ۶ - ۷ مه د ازبکستان په پلازمېنه کې ترسره شو. له ۲۰ څخه د ډېرو هېوادونو او سازمانونو استازو په دغه کانفرانس کې برخه واخیسته، خو طالبانو نه.

برخه وال په افغانستان کې د سولې د پروسې په هکله یوې اجماع ته ورسېدل،‌ او "د تاشکند اعلامیه" یې لاسلیک کړه.

اعلامیه د کب په ۹ مه د افغان ولسمشر اشرف غني له خوا د سولې یوه اعلان شوي پلان ته په اشارې سره چې کولی شي طالبانو ته د یوه سیاسي ګوند په حیث د فعالیت اجازه ورکړي، څرګندوي،‌ چې [برخه وال] "د افغانستان د ملي وحدت د حکومت له خوا له طالبانو سره د مستقیمو او بې قید او شرطه خبرو اترو د ترسره کولو ملاتړ کوي،»

افغان ولسمشر اشرف غني (چپ) او د ازبکستان ولسمشر شوکت میرزي یویېف د ۱۳۹۷ د وري په ۷ مه په تاشکند کې د افغانستان په هکله د یوه نړیوال کانفرانس په ترڅ کې لاسونه سره ورکوي.‌ [د ازبکستان د ولسمشر د رسنیو دفتر]‌

افغان ولسمشر اشرف غني (چپ) او د ازبکستان ولسمشر شوکت میرزي یویېف د ۱۳۹۷ د وري په ۷ مه په تاشکند کې د افغانستان په هکله د یوه نړیوال کانفرانس په ترڅ کې لاسونه سره ورکوي.‌ [د ازبکستان د ولسمشر د رسنیو دفتر]‌

د متحده ایالاتو او ازبکستان هیئتونه (چپ او ښی) د وري په ۷ مه په تاشکند کې د سیمه ییزې همکارۍ او افغانستان په هکله خبرې اترې کوي. [د ازبکستان د ولسمشر د رسنیو دفتر]‌

د متحده ایالاتو او ازبکستان هیئتونه (چپ او ښی) د وري په ۷ مه په تاشکند کې د سیمه ییزې همکارۍ او افغانستان په هکله خبرې اترې کوي. [د ازبکستان د ولسمشر د رسنیو دفتر]‌

د اعلامیې د مقدمې له مخې،‌ د جګړې د پای ته رسولو لپاره ضروري ده چې "د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو په مالکیت سیاسي حل" رامنځته شي.

لاسلیکوونکي لوی او کوچني، او همدارنګه لیرې او نژدې ول. په هغوی کې ازبکستان، افغانستان، متحده ایالات، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان،‌ جاپان،‌ قطر، روسیه، ترکیه، سعودي عربستان، پاکستان، اروپایي اتحادیه او ملګري ملتونه شامل ول.

د کانفرانس په پای کې، برخه والو په طالبانو باندې تاکید وکړ چې د خبرو اترو مېز ته راشي.

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرزي یو یېف وویل، ازبکستان چمتو دی چې "په ازبکستان کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د مستقیمو خبرو اترو" کوربه توب وکړي.

د طالبانو لپاره له لاسه وتلی فرصت

طالبان د برخه اخیستنې لپاره له ګڼو غوښتنو سره سره هم په دې کې پاتې راغلل چې په کانفرانس کې برخه واخلي. برخه والو او کتونکیو دغه نه حاضرېدل د یادښت په توګه ونیول.

د کانفرانس یوه ویاند شېرزود قدرت خوجایوف د وري په ۶ مه د کاروانسرای یوه خبریال ته وویل،‌ «نن یا سبا به په کانفرانس د طالبانو استازي نه وي،‌ خو زه فکر کوم چې هغوی به د کانفرانس د پایلو په هکله واوري.»

په تاشکند کې د سیاسي چارو پوه امېد اسدالله یوف کاروانسرای ته وویل، «مونږ وار له مخه پوهېږو چې ښایي طالبان څوک را ونه لېږي،»

هغه وویل، «هغوی د ۱۳۹۵ کال په غبرګولي کې په بلوچستان کې د خپل لوی مشر له وژنې راهیسې د مشر په ټاکلو کې غټې ستونزې لرلې، خو کانفرانس باید د هغوی لپاره یو روښانه او اوچت سیګنال وي... ښایي چې نړیواله ټولنه بیا طالبانو ته د مرستې لاس ور نه کړي،»‌

افغان کتونکي په دې سره یوه خوله دي چې طالبانو د پرمختګ لپاره یو لوی چانس له لاسه ورکړ.‌

د ولسي جرګې یوه غړي ذکریا ذکریا کاروانسرای ته وویل، «د تاشکند غونډه د طالبانو لپاره یو لوی فرصت وو چې د خپلو غوښتنو په هکله له افغان حکومت او نړۍ سره خبرې اترې وکړي،»

هغه وویل، «له بده مرغه، هغوی له دغه فرصت څخه په ګټه اخیستنه کې پاتې راغلل..‌. خو هغوی لا هم یو چانس لري چې په هکله یې فکر وکړي،»

د طالبانو لپاره خبرداري

میرزي یویېف د کانفرانس موضوع داسې روښانه کړه چې «ټول علاقه لرونکي بهرني قوتونه ...‌ په قاطع توګه او په یوه خوله وسله والو مخالفانو ته وایي چې د خبرو مېز ته راشي.»

په کانفرانس کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت د سیاسي چارو مرستیال توماس شنان خبرداری ورکړ، که طالبان خبرې اترې کول رد کړي، نړیواله ټولنه به له جګړې کولو څخه پرته بله لاره ونه لري.

د اروپایي اتحادیې د رسنیو د دفتر په وینا، د اروپایي اتحادیې جیګپوړې دپلوماتې، فیدیریکا موګیرني، په خپلو خبرو کې تاکید وکړ چې، «د خبرو اترو او پخلاینې لاره ونیسئ.‌ د سولې کولو لپاره زړه وکړئ،»

په کابل کې د سیاسي چارو تحلیلګر فرهاد هاشمي کاروانسرای ته وویل، «یوازنۍ حللاره ...‌مذاکرات دي.‌ افغان حکومت د سولې د خبرو لپاره یوازنی هدف ځای دی... که طالبانو د حکومت د سولې وړاندیزونه او د تاشکند اعلامیه قبول کړي،‌ دواړه لوري به ګټونکي شي.»

د داعش ناغوښتي حضور ته چې طالبان یې هم نه زغمي، په اشارې سره، غني خبرداری ورکړ،‌ چې د تاشکند له کانفرانس څخه وروسته د سولې کولو په برخه کې ناکامي کېدای شي چې د افغانستان لپاره خطرناکه ثابته شي.

غني په کانفرانس کې وویل،‌ «افغانستان د داعش خواوشا ۲۰۰۰ اورپکي لري.‌ مونږ باید هڅه وکړو چې طالبان په خپله ټولنه کې را شامل کړو. په دې طریقه، به مونږ وکولی شو چې د ترهګرو په ګواښونو باندې تمرکز وکړو.»

د غني د اواز په غبرګولو سره،‌ د تاشکند اعلامیه په طالبانو تاکید کوي چې «د القاعدې،‌ داعش او نورو نړیوالو ترهګریزو شبکو په شمول له نړیوالې ترهګرۍ سره ټول ارتباطات پرې کړئ».‌

[له کابل څخه سلیمان د دې راپور په برابرولو کې همکاري کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500