مظاهرې

د طالبانو د تاوتریخوالي پر ضد د هلمند احتجاجونه زور اخلي

سلام ټایمز

افغان پرلت والو د وري په ۱۱ مه په لښکرګاه کې د سولې د غوښتنې لپاره د یوه پرلت پر مهال شعارونه نیولي دي. خلک له طالبانو څخه غواړي چې د سولې مذاکراتو ته کېني او د ملکي خلکو وژل بند کړي. [نورمحمد/ای اېف پي]‌

افغان پرلت والو د وري په ۱۱ مه په لښکرګاه کې د سولې د غوښتنې لپاره د یوه پرلت پر مهال شعارونه نیولي دي. خلک له طالبانو څخه غواړي چې د سولې مذاکراتو ته کېني او د ملکي خلکو وژل بند کړي. [نورمحمد/ای اېف پي]‌

لښکرګاه -- د ځایي خبري راپورونو په اساس، هغه سوله ییز احتجاج، چې تېره اونۍ په لښکرګاه کې پیل شوی، د هلمند ولایت نورو سیمو ته هم پراخ شوی او په ټول افغانستان کې یې د خلکو له خوا ملاتړ مخ په زیاتېدلو دی.

د هلمند ولایت په لسګونو اوسېدونکیو د وري په ۴ مه په لښکرګاه کې یوه ورځ وروسته له هغه خېمه ودرولهچې په چاودېدونکیو موادو سمبال یو موټر په ښار کې له یوه لوبغالي څخه بهر وچاودېد،‌ ۱۶ ملکي کسان یې ووژل او ۵۵ تنه نور یې ټپیان کړل.‌

احتجاج کوونکي،‌ چې له دوامدارو ترهګریزو پېښو څخه تنګ شوي، په طالبانو فشار اچوي چې سوله وکړي او د ملکي خلکو وژل ودروي.

مظاهره کوونکيو،‌ چې د مدني ټولنې فعالان او په تاوتریخوالي کې د وژل شویو قربانیانو خپلوان په کې شامل دي، پلان درلود چې په دغه ولایت کې د طالبانو مرکزونو ته، چې له ۱۰۰ کیلومترو نه هم لیرې پراته دي، په پښو ورشي او هڅه وکړي چې اورپکي د جګړې درولو ته وهڅوي.‌

د لښکرګاه لسګونو اوسېدونکیو د وري په ۴ مه په دې خاطر پرلت پیل کړ چې په طالبانو فشار راوړي چې د ملکي خلکو وژل ودروي. له یوې اونۍ څخه وروسته، د هغوی احتجاج لا هم ملاتړ ورجلبوي او زور اخلي. په بینر لیکل شوي دي، «طالبانو! تاسو باید سوله وکړئ -- د خلکو حرکت.» [صفت الله زاهدي]‌

د لښکرګاه لسګونو اوسېدونکیو د وري په ۴ مه په دې خاطر پرلت پیل کړ چې په طالبانو فشار راوړي چې د ملکي خلکو وژل ودروي. له یوې اونۍ څخه وروسته، د هغوی احتجاج لا هم ملاتړ ورجلبوي او زور اخلي. په بینر لیکل شوي دي، «طالبانو! تاسو باید سوله وکړئ -- د خلکو حرکت.» [صفت الله زاهدي]‌

افغان پرلت وال د وري په ۱۱ مه د یوه لوږتړ (د نه خوراک احتجاج) په ترڅ کې په لښکرګاه کې په یوه خېمه کې پراته دي او سیرومونه ورته لګېدلي دي.‌ دیني عالمانو لوږتړ کوونکي دې ته هڅولي چې خوراک بېرته پیل کړي، خو د طالبانو ضد مظاهره له پراخ ملاتړ سره دوام لري. [نورمحمد/ای اېف پي]‌

افغان پرلت وال د وري په ۱۱ مه د یوه لوږتړ (د نه خوراک احتجاج) په ترڅ کې په لښکرګاه کې په یوه خېمه کې پراته دي او سیرومونه ورته لګېدلي دي.‌ دیني عالمانو لوږتړ کوونکي دې ته هڅولي چې خوراک بېرته پیل کړي، خو د طالبانو ضد مظاهره له پراخ ملاتړ سره دوام لري. [نورمحمد/ای اېف پي]‌

دغه پرلت طالبانو ته د هغو زیاتېدونکیو غږونو په ترڅ کې کېږي چې وایي د ولسمشر غني د تېرې میاشتې د سولې د خبرو وړاندیز دې ومني.‌د هغه وړاندیز د وري په ۶ - ۷ مه د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې په یوه کانفرانس کې بیا نړیوال ملاتړ ترلاسه کړ.

تر اوسه پورېطالبانو په مستقیم ډول دغه وړاندیز ته ځواب نه دی ویلی.

'له سولې څخه پرته ژوند ناشونی دی'

ځینې پرلت والو د پنجشنبې په ورځ /د وري ۹ مه/ وروسته له هغه لوږتړ پیل کړ چې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ د اوربند لپاره د هغوی غوښتنې ونه منل شوې.

د هلمند د عامې روغتیا رییس امین الله عابد ای اېف پي ته وویل، څلور تنه برخه وال د شنبې په شپه /د وري ۱۰ مه/ روغتون ته ور وړل شول چې د دوو «حالت سخت وو».‌

کله چې د ای اېف پي یو عکاس د شنبې په ورځ /د وري ۱۱مه/ روغتون ته ورغی، دوه سړي، چې د اکسېجن ماسکونه او سېرومونه ورته لګول شوي ول، په روغتون کې په چپرکټونو پراته ول.

۲۷ کلن قیس هاشمي وویل، «کله چې زه روغتون ته راوړل شوی وم زه په هوش نه وم؛ که نه، ما دا سیروم نه غوښت. که نن هغوی زما ژوند وژغوري، سبا به زه په یوه ځانمرګي بمي برید کې ووژل شم.»

په پرلت کې، سړیو او ماشومانو داسې نښې نیولې وې چې پرې لیکلي وو، «له سولې څخه پرته ژوند ناشونی دی».‌

په داسې حال کې چې پرلت دوام لري،‌ ترتیبوونکیو وویل چې هغوی د دیني عالمانو په وینا د شنبې په ورځ لوږتړ پای ته ورساوه.

د احتجاج له ترتیبوونکیو څخه یوه کس اقبال خیبر ای اېف پي ته وویل،‌ «زمونږ کمپ ته په لسګونو افغان علما راغلل. مونږ خپل لوږتړ په مشروط ډول پای ته ورساوه، او له علماوو څخه مو وغوښتل چې د سولې په خبرو کې زمونږ ملاتړ وکړي.»

هغه وویل، مذهبي مشرانو پرلت والو ته اطمینان ورکړ چې له طالبانو سره به د سولې خبرې وشي.

طلوع نیوز د یوه دیني عالم عبدالکریم له قوله، چې له کمپ څخه یې لیدنه کړې وه، راپور ورکړ،‌ «مونږ په هلمند کې د سولې لپاره د شوي غږ کلک ملاتړ کوو. په دغه ولایت کې وروستیو بریدونو د عوامو د صبر کاسه را ډکه کړې ده.»

د سولې، احتجاج کوونکیو د ملاتړ ډېرېدل

طلوع نیوز راپور ورکړ، چې د لښکرګاه له سوله غوښتونکیو پرلت والو څخه د ملاتړ ښودلو لپاره، د هلمند ولایت د ناوې ولسوالۍ اوسېدونکیو د دوشنبې په ورځ /د وري ۱۳ مه/ هم پرلت پیل کړ.

د سې شنبې په ورځ /د وري ۱۴ مه/ د افغانستان د سولې د عالي شورا او د افغان علماوو د شورا غړو په داسې حال کې چې په کندهار کې د سولې د عالي شورا د عمومي غونډې لپاره سره راټول شوي ول، له پرلت والو څخه ملاتړ اعلان کړ.

د سولې د عالي شورا رییس محمد کریم خلیلي په غونډه کې وویل، «مونږ د هلمند اوسېدونکیو ته، چې د سولې او اوربند غوښتنه کوي، سلام کوو،»

د هلمند د علماوو د شورا غړو د یکشنبې په ورځ یوه کمېټه جوړه کړه چې په لښکرګاه کې له پرلت والو سره کار وکړي او د اوربند لپاره د هغوی د غوښتنو په پرمخ بېولو کې مرسته وکړي.

د طلوع نیوز د راپور په اساس، علماوو له برخه والو سره ژمنه وکړه چې هغوی به له طالبانو سره خبرې وکړي چې په دغه ولایت کې تاوتریخوالی پای ته ورسوي او نور افغانان به دې ته وهڅوي چې د سولې لپاره له پرلت سره یوځای شي.

له ۶۰۰ کیلومترو څخه ډېر لیرې په بلخ ولایت کې، د مدني ټولنو غړو په هلمند کې له پرلت والو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

هرافغان باید دسولی غژ جګ کړی ځکه پردی مونژته سوله نه را ولی

ځواب ورکړئ