رسنۍ

امرالله صالح: سپوتنیک افغانستان تر ډېره بریده 'درواغ خبرونه' خپروي

د سلیمان راپور

د افغانستان د استخباراتو پخوانی رییس امرالله صالح د ۱۳۸۸ د لړم په ۲۵ مه په کابل کې یوه خبري کانفرانس ته خبرې کوي. [شاه مراعي/ای اېف پي]‌

د افغانستان د استخباراتو پخوانی رییس امرالله صالح د ۱۳۸۸ د لړم په ۲۵ مه په کابل کې یوه خبري کانفرانس ته خبرې کوي. [شاه مراعي/ای اېف پي]‌

کابل -- د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رییس امرالله صالح وایي، روسي خبري وېب سایټ، سپوتنیک، «جعلي خبرونه، دروغ او پروپاګند» خپروي.‌

سپوتنیک د وري په ۵ مه د صالح په هکله یو راپور خپور کړی چې عنوان یې دی، «د افغانستان د ملي امنیت د پخواني رییس د پناه غوښتنلیک رد شو».‌

سپوتنیک لیکلي، «له استرالیا څخه باخبرو سرچینو راپور ورکړی چې د افغانستان د ملي امنیت د ریاست پخواني رییس له استرالیا څخه د لیدنې پر وخت د سیاسي پناه غوښتنه کړې وه، خو د استرالیا هیواد د سیاسي پناه لپاره د صالح غوښتنلیک رد کړی دی.»

صالح د فیسبوک له لارې بپه یو پیغام کې سلام ټایمز ته وویل، «ما په خپل ژوند کې هېڅکله له کوم هېواد څخه د پناه غوښتنه نه ده کړې.»

د انټرنټ کاروونکي او تحلیلګران وایي، روسۍ خبري اداره، سپوتنیک، د پروپاګند سرچینه ده. [سپوتنیک/الیکسي فیلیپوف]

د انټرنټ کاروونکي او تحلیلګران وایي، روسۍ خبري اداره، سپوتنیک، د پروپاګند سرچینه ده. [سپوتنیک/الیکسي فیلیپوف]

د ملي امنیت پخواني رییس امرالله صالح د وري په ۵ مه په خپل ټویټ کې د روسۍ خبري ادارې، سپوتنیک، له خوا د هغه په هکله 'دروغ، پروپاګند' غندلي دي. [ټوېټر]

د ملي امنیت پخواني رییس امرالله صالح د وري په ۵ مه په خپل ټویټ کې د روسۍ خبري ادارې، سپوتنیک، له خوا د هغه په هکله 'دروغ، پروپاګند' غندلي دي. [ټوېټر]

د سپوتنیک د مقالې له خپرېدلو څخه څو ساعته وروسته صالح په خپل ټوېټر اکاونټ باندې غبرګون وښود.‌

هغه ټویټ کړل، «د اخلاقو د زوال دوره.‌ د افغانستان په هکله د @SputnikInt پاړسي پوښښ تر ډېره جعلي خبرونه، دروغ، پروپاګند او بې ثبوته ادعاوې دي.‌ هغوی په افغانستان کې کومه فعاله اداره نه لري خو بیا هم د هر څه په هکله خبرې کوي. هغه یوه خبري اداره ده که جاسوسي. زما په هکله د هغوی وروستي خبرونه سراسر دروغ دي.»

له ژورنالستیکو اصولو سره خلاف

د صالح تجربه هغه څه تاییدوي چې رسنۍ او د سیاسي چارو شنونکي یې وایي چې سپوتنیک د دروغو او اوازو د خپرولو لپاره پراخ کمپاین کوي.‌

په کابل کې د فانوس پوهنتون د ژورنالیزم یوه استاد فایض عظیمي وویل، خبري راپورونه «باید بې طرفانه او متوازن وي. خبریال باید د یوه شخص یا اشخاصو چې په راپور کې ذکر شوي وي غبرګون ترلاسه کړي.»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «که سپوتنیک د دې راپور لپاره امرالله صالح ته لاسرسی نه وي کړای، بیا دا راپور غیرمعیاري او د ژورنالیزم د اصولو خلاف بلل کېده،»

هغه وویل، «دا امکانات شته چې دې خبري سرچینې هڅه کوله چې په صالح باندې فشار واچوي یا د هغه په هکله د خلکو نظرونه واړوي،»

هغه وویل، «د غیرمعیاري خبرونو یا راپورونو خپرول د عامو خلکو په نظرونو باندې بد تاثیر کوي،» او زیاتوي چې «غیر مستند او بې بنسټه خبرونه د یوې خبري ادارې اعتبار له منځه وړي.»

هغه وویل، «دغه ډول اشتباهي راپورونه «داسې ګڼل کېږي چې د خلکو له ذهنونو سره لوبې کوي او عامه نظریات غولوي،»

عظیمي وویل، «امکان لري چې د سپوتنیک له خوا د شخصیتونو د بدنامۍ او د خلکو په نښه کولو کمپاین، چې د ژورنالیزم اصولو ته هېڅ پام نه کوي، تر شا پټ سیاسي دلایل ولري،»

افغانان د سپوتنیک په دروغو پوه دي

په کابل کې یوه ژورنالست او د رسنیو فعال حارث جمالزاده وویل، «سپوتنیک یو خبري وېب سایټ دی چې په افغانستان کې ډېر کم تعقیبوونکي لري،‌ او په دې توګه، هغه غواړي چې... د دروغو د خبرونو او پروپاګند، اوازو جوړولو او د مهمو افرادو د جعلي پوښښ د خپرولو له لارې خپل لوستونکي ډېر کړي،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، احتمالاً چې سپوتنیک «په افغانستان کې رسمي دفتر نه لري. که سپوتنیک دلته دفتر نه لري، حکومت یې باید د غلطو خبرونو د خپرولو له امله د موجودو اصولو او قواعدو په اساس پلټنه وکړي.»

جمالزاده وویل، «په اوږده موده کې، د سپوتنیک له خوا د غلطو خبرونو خپرول به د دې پر ضد یو عکس العمل راوپاروي،» او زیاته یې کړه چې د دغه وېب سایټ‌ له خوا د اوازو خپرول به «د هغه خپل اعتبار او موقف ژوبل کړي، او په دې خبري سرچینه باندې د اعتماد د له منځه تګ سبب به وګرځي.»

یو شمېر افغانان وار له مخه د سپوتنیک په دروغو خبر دي.‌

فهیم مشال د صالح د اصلي ټویټ په ځواب کې ټویټ کړه،‌«سپوتنیک د ژورنالیزم لپاره یو شرم دی. هغه د پروپاګند یو روسی پلاټفورم دی چې هدف یې د موجود افغان حکومت کمزوري کول دي،»

د ټوېټر یوه بل کاروونکي حکیم اکبرزاده ولیکل، «داسې ښکاري چې @SputnikInt د یوه رسمي خبري اژانس پر ځای د پروپاګند یو وایرس دی،»

د سمنګان ولایت یوه اوسېدونکي احمد خالد رحمت د صالح په هکله د سپوتنیک په راپور په یوه تبصره کې لیکلي،‌«دوستانو، دا دروغ دي؛ باور پرې مه کوئ. دا خبري شبکه تل دروغ او جنجالي خبرونه خپروي،»

'یوه تبلیغاتي جبهه'

په کابل کې د سیاسي چارو یوه کارپوه رحمت الله بیژنپور وویل، «په افغانستان کې روسانو یوه تبلیغاتي جبهه پرانستې ده،» او زیاته یې کړه چې روسیه د پام وړ اندازه پیسې لګوي چې په افغانستان کې استخباراتي معلومات ټول کړي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «روسانو د ځینې بانفوذه شخصیتونو په هکله غلطې کیسې لیکلې دي... او هڅه کوي چې هغوی بې اعتباره کړي،»

هغه وویل، «په تېرو ۱۷ کالو کې، چې امریکایي عسکر په افغانستان کې دي، هغه مشهور شخصیتونه چې له متحده ایالاتو سره یې د ترهګرۍ ضد جګړه کې مرسته کړې، د روسانو له خوا په نښه شوي او نوم بدي شوي دي.‌ له دغو خلکو نه انتقام اخیستل کیږي. د امرالله صالح په هکله د بې بنسټه راپور خپرول، چې په استرالیا کې یې پناه غوښتې ده، یو له دغه ډول مثالونو څخه دی.»

د سیف سیف په نامه یوه بل کاروونکي د سپوتنیک په یوه بل راپور، چې د افغان چارواکو په هکله دروغ خپروي،‌ په تبصره کې لیکلي،‌«حقیقت دا دی چې سپوتنیک په مکرر ډول د ژورنالیزم د ټولو اصولو پر خلاف مغرضانه... راپورونه خپروي او اتنیکي ترینګلتیاوو ته لمن وهي، ... لکه چې تېر وخت ښودلې ده، دا خپرونه د شوروي اتحاد پالیسۍ تعقیبوي چې متحده ایالات په افغانستان کې په ګونډو کړي او د تېر وخت بدل ترې واخلي.‌»

سیف لیکلي،‌ «افغانان به هېڅکله هم روسانو ته په خپل وطن د تجاوز معافي ونه کړي.‌ په افغانستان کې د نن ورځې روانې بدبختۍ ټولې د روسانو له تجاوز څخه سرچینه اخلي.»

د بلخ ولایت د مزارشریف یوه اوسېدونکي عارف کریمي له دې خبرې سره موافقه ښودلې ده.

هغه لیکلي، «هو، له بده مرغه، چې په سپوتنیک باندې ډېر غلط خبري مواد خپرېږي، لکه دا چې ژر به یو نړیوال جنګ ونښلي، نړۍ به ورانه شي او داسې نور.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ښاغلی صالح هم د ډېرو نورو مشرانو په څېر له دغو شیطاني لوبو څخه ښه خبر دی. هغه هم د ډېرو نورو په څېر د افغانستان وینه خرڅه کړې او پیسې یې ترلاسه کړي دي. هغه د استرالیا او نورو هېوادونو په څېر یوه معتبر هېواد ته انتظار کوي چې له دې هېواد څخه وتښتي، خپل او د خپلو اولادونو ژوند تضمین کړي. سپوتنیک یوه باوري رسنۍ ده چې له بي بي سي څخه هم مخکې ده. هر څه چې د سپوتنیک له خوا وړاندې کېږي هغه صحیح دي، او مونږ یې منو.‌

ځواب ورکړئ

د ښاغلي صالح تجربه عین هغه لانجه منعکسوي چې رسنیو او سیاسي تحلیلګرانو جوړه کړې، او هغه د دروغو د خبرونو او اوازو د خپرولو لپاره د سپوتنیک د پراخ کمپاین یوه برخه ده.

ځواب ورکړئ