ديپلوماسي

له کابل څخه د عباسي لیدنه د پاکستان - افغانستان په اړیکو کې نوی ګام ښیي

له کابل څخه د سلیمان او له پېښور څخه د اشفاق یوسفزي راپور

د پاکستان لومړی وزیر شاهد خاقان عباسي او افغان ولسمشر اشرف غني د وري په ۱۷ مه په کابل کې د ولسمشرۍ ماڼۍ کې سره ګوري. [د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ]

د پاکستان لومړی وزیر شاهد خاقان عباسي او افغان ولسمشر اشرف غني د وري په ۱۷ مه په کابل کې د ولسمشرۍ ماڼۍ کې سره ګوري. [د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ]

کابل -- له افغانستان څخه د پاکستان د لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي وروستۍ کتنه د دواړو هېوادونو د اړیکو د انکشاف او د هغوی د همکارۍ د پیاوړتیا په برخه کې د یوه ګام په توګه ستایل شوې ده.‌

عباسي د وري په ۱۷مه په کابل کې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې له افغان ولسمشر اشرف غني سره وکتل.

د افغان ولسمشرۍ د ویاند شاه حسین مرتضوي د یوې اعلامیې په اساس، هغوی د سیمه ییزې همکارۍ، د ترهګرۍ پر ضد جګړې، د سولې او ثبات لپاره همکارۍ او له پاکستان څخه د افغان کډوالو د باوقاره راستنېدنې په شمول یو شمېر مسئلو په هکله سره خبرې اترې وکړې.‌

هغه له طالبانو سره د سولې یوه پلان ته،‌ چې د کب په ۹ مه ولسمشر غني څرګند کړ، په اشارې سره وویل،«عباسي او له هغه سره مله هیئت د افغان حکومت له خوا د سولې د وړاندیز شوي اقدام هرکلی وکړ،او ویې ویل چې هغوی به په دې هڅه کې د افغان حکومت ملاتړ وکړي،»

پاکستاني او افغان چارواکي د وري په ۱۷مه په کابل کې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې او د افغانستان د سولې د پروسې د ملاتړ په شمول په یو لړ مسایلو خبرې اترې کوي. [د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ]

پاکستاني او افغان چارواکي د وري په ۱۷مه په کابل کې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې او د افغانستان د سولې د پروسې د ملاتړ په شمول په یو لړ مسایلو خبرې اترې کوي. [د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ]

د افغان حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله (ښی) د وري‌ په ۱۷مه په کابل کې د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي سره ګوري چې د ترهګرۍ، سوداګرۍ او له پاکستان څخه د افغان کډوالو د راستنېدا په شمول په یو لړ مسایلو سره خبرې اترې وکړي. [فیسبوک/عبدالله عبدالله]

د افغان حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله (ښی) د وري‌ په ۱۷مه په کابل کې د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي سره ګوري چې د ترهګرۍ، سوداګرۍ او له پاکستان څخه د افغان کډوالو د راستنېدا په شمول په یو لړ مسایلو سره خبرې اترې وکړي. [فیسبوک/عبدالله عبدالله]

مرتضوي وویل، «د افغانستان جغرافیوي موقعیت د پاکستان لپاره ډېر اهمیت لري، او پاکستان په دې ډېره مهمه موضوع باندې پوهېږي. د مثال په توګه، افغانستان له پاکستان سره مرسته کوي چې د منځنۍ اسیا له هېوادونو څخه انرژي را وارده کړي. سربېره پر دې، پاکستان کولی شي چې په اسانۍ سره د افغانستان له لارې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته توکي صادر کړي.»

هغه د ترکمنستان- افغانستان- پاکستان- هندوستان د طبیعي ګاز پایپ لاین ته په اشارې سره وویل،‌«د دواړو هېوادونو د همکارۍ یو بل ښه مثال د تاپي پروژه ده،».

وروستی ځل چې عباسي افغانستان ته راغلی وو، ایران د طالب اورپکو یوه ګروپ ته حکم کړی وو چې د تاپي پایپ لاین د جوړولو لپاره په هرات ولایت کې د افتتاح په مراسمو برید وکړي.اورپکو د انرژۍ د سیمه ییزې پروژې پر ضد د پلان ترسره کولو څخه مخکې ځانونه محلي مقاماتو ته وسپارل.‌

د افراطیت او ترهګرۍ پر ضد ګډه جګړه

په کابل کې د سیاسي چارو یوه تحلیلګر نصیراحمد تره کي سلام ټایمز ته وویل،‌«د پاکستان لومړی وزیر کابل ته په داسې حال کې راځي، چې د افغانستان خلکو او حکومت بې سابقې نړیوال ملاتړ ترلاسه کړی دی.»

هغه وویل،‌ پاکستان په ځانګړې توګه «د افغان حکومت تمامیت، او همدارنګه د ترهګرۍ ګواښ پېژندلی دی».‌

هغه وویل، «له دې امله، تر ټولو مخکې،‌ دا سفر به د افغانستان او پاکستان تر منځ د ښو اړیکو سبب وګرځي. سربېره پر دې، دغه کتنه به د افراطیت او ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې د دواړو هېوادونو همکاري پیاوړې کړي.»

تره کي وویل، «د تېر کال په اوږدو کې، خبرو اترو او دپلوماسۍ افغانستان ته ګټه ورسوله. د دغسې خبرو اترو او دپلوماسۍ مهم مثالونه د کابل پروسې کانفرانس او د تاشکند د سولې غونډه دي، چې په کې ټولو برخه والو هېوادونو... د افغان حکومت د سولې له نوښت څخه خپل ملاتړ اعلان کړ

په ولسي جرګه کې د کوچي اقلیت استازې هیلۍ ارشاد وویل، «که پاکستاني چارواکي په صادقانه توګه له افغانستان سره خبرې اترې ترسره کړي، پاکستان کولی شي چې د ترهګرو ډلو پر ضد جګړه، او سیمې او په ځانګړې توګه افغانستان ته د سولې او ثبات په راوستلو کې یو مهم رول ولوبوي،»

هغې سلام ټایمز ته وویل،‌«که دغه ډول خبرې اترې په پاک نیت سره ترسره شي، په لنډه موده کې به مونږ په تاوتریخوالي کې کمی وګورو، په داسې حال کې چې اوږدمهالی تاثیر به یې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو ناکامی وي،»

ارشاد وویل، «د افغانستان - پاکستان د ښو اړیکو موجودیت او همکاري به د ترهګرو ډلو پر ضد جګړه کې یو مؤثر پلاټفورم رامنځته کړي او دواړو هېوادونو ته به سوله او روغه جوړه راوړي،»

د ګاونډیانو تر منځ اعتماد جوړول

پاکستاني سیاستوال او تحلیلګران هم هیله مند دي چې د عباسي سفر له افغانستان سره د اړیکو د ښه کولو یوه نښه ده.‌

د عوامي نېشنل ګوند مشر میا افتخار حسین سلام ټایمز ته وویل، «دغه کتنه د کابل او اسلام اباد تر منځ د بې اعتمادۍ د کمولو لپاره ډېره مهمه ده، ځکه چې د دغو دواړو تر منځ همکاري به ترهګرو ته زیان ور ورسوي،»

هغه وویل، «دا ناشونې ده چې د پاکستان او افغانستان تر منځ له نژدې همکارۍ څخه پرته له سیمې څخه ترهګري ختمه کړای شي.‌ دواړه هېوادونه د ترهګرۍ له پېښو څخه ډېر متاثر شوي دي، او یوازنی د لمس وړ حل دا دی چې د هغوی تر منځ د یووالي اړیکه جوړه کړای شي.»

په پېښور کې د امنیتي چارو یوه تحلیلګر خادم حسین وړاندوینه وکړه چې د عباسي کتنه به د پاکستان او افغانستان تر منځ خرابې شوې اړیکې بیا ورغوي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د دواړو هېوادونو تر منځ د خرابو اړیکو ډېره ګټه اورپکو ته رسېږي، او دواړه هېوادونه دې ته اړتیا لري چې د ترهګرۍ د ماتولو لپاره خپلې اړیکې قوي کړي،»

هغه وویل، «د پاکستان او افغانستان مشران باید داسې یو مېکانېزم جوړ کړي چې د هغو کسانو پر ضد، چې د پولې دواړو غاړو ته سوله مختلوي، کافي اندازه اقدامات وشي،»

افغانستان او پاکستان چې سره یوځای وي لا غښتلي به وي

په مردان کې د عبدالولي خان پوهنتون د سیاسي چارو یوه کارپوه رسول شاه وویل، د عباسي سفر کېدای شي چې له افغانستان سره د بې اعتمادۍ د راکمولو او د اړیکو د بیارغونې په برخه کې مهم رول ولوبوي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل،‌ «له افغانستان سره د اړیکو قوي کول د ترهګرۍ پر ضد د جګړې د ګټلو یوازنۍ لاره ده او په سیمه کې د دوامدارې سولې لپاره لاره هواروي،»

هغه وویل، «مونږ دې ته ضرورت لرو چې له ترهګرۍ څخه د خلاصون لپاره له افغانستان سره سیاسي، اقتصادي، امنیتي او د ترهګرۍ ضد همکاري پیاوړې کړو،»

په پېښور کې د امنیتي چارو تحلیلګر او د قبایلي سیمو پخواني امنیتي سکرټر متقاعد جګړن محمودشاه وویل،‌ د پاکستان او افغانستان تر منځ په خبرو کې پرمختګ به ترهګرې ډلې کمزورې کړي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د پولې په سر د ترهګرو اوښتل را اوښتل د سولې هڅو ته یو لوی ګواښ دی، او دا کار د اوږدې پولې دواړو غاړو ته یوه هماهنګ چلند ته ضرورت لري،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په دی خلکو باور نه دی په کار. هسی باید ورسره وخت ضایع نشي.‌

ځواب ورکړئ