مظاهرې

'د خلکو د سولې حرکت' د افغانستان بېلابېلو برخو ته خپور شو،‌ او په طالبانو باندې فشار اچوي

د صفت الله زاهدي راپور

یو سوله ییز احتجاج، چې د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د ځوانانو د یوې ډلې له خوا پیل شوی، په چټکۍ او په یوه بې سابقې حرکت سره د افغانستان بېلابېلو برخو ته خپرېږي چې د ټولنې بېلابېل وګړي په کې برخه لري.‌ [صفت الله زاهدي]‌

هلمند -- یو سوله ییز احتجاج، چې د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د ځوانانو د یوې ډلې له خوا پیل شوی، په چټکۍ او په یوه بې سابقې حرکت سره د افغانستان بېلابېلو برخو ته خپرېږي چې د ټولنې بېلابېل وګړي په کې برخه لري.

د هلمند ولایت په لسګونو اوسېدونکو د مارچ په ۲۴مه په لښکرګاه کې یوه ورځ‌ وروسته له هغه خېمه ووهلهچې یو موټر، چې چاودېدونکي مواد په کې ځای پرځای شوي ول، په ښار کې له لوبغالي څخه بهر وچاودېد، او ۱۷ ملکي کسان یې ووژل او ۵۵ تنه نور یې ټپیان کړل.‌

په داسې حال کې چې هېڅ ډلې د دغې چاودنې مسؤلیت پرغاړه وانه خیست، احتجاج کوونکي په طالبانو فشار اچوي چې سوله دې وکړي او د ملکي خلکو وژل دې ودروي.

لاریون وال خپل ځانونه «د خلکو د سولې خوځښت» بولي. په هغوی کې قومي مشران، د مدني ټولنې فعالان او په تاوتریخوالي کې د وژل شویو قربانیانو خپلوان شامل دي او د افغانستان د سولې د عالي شورا او د افغان علماوو د شورا او سیاسي مشرانو ملاتړ ورسره دی.

د لښکرګاه پرلت، چې د ځوانانو له خوا د مارچ په ۲۴ مه په دې نیت پیل شو چې په طالبانو فشار راوړي څو د ملکي خلکو وژنه ودروي، او د اپریل په ۵ مه یې دا عکس اخیستل شوی، د افغانستان نورو برخو ته په خپرېدو دی. یو لیکلی شعار وایي، «له لښکرګاه څخه تر موسی کلا.‌ د خلکو د سولې خوځښت.» [صفت الله زاهدي]

د لښکرګاه پرلت، چې د ځوانانو له خوا د مارچ په ۲۴ مه په دې نیت پیل شو چې په طالبانو فشار راوړي څو د ملکي خلکو وژنه ودروي، او د اپریل په ۵ مه یې دا عکس اخیستل شوی، د افغانستان نورو برخو ته په خپرېدو دی. یو لیکلی شعار وایي، «له لښکرګاه څخه تر موسی کلا.‌ د خلکو د سولې خوځښت.» [صفت الله زاهدي]

افغان سړي د مارچ په ۲۳مه د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې له یوه موټربمي برید څخه وروسته یو ټپي سړی روغتون ته لېږدوي. دې چاودنې د سولې لپاره یو ولسي احتجاج رامنځته کړ، چې له هغه وخت راهیسې له لښکرګاه څخه د هلمند نورو برخو، او همدارنګه کندهار، زابل، اروزګان، فراه، بامیان، بلخ او ننګرهار ولایتونو ته خپور شوی دی. [نورمحمد/ای اېف پي]‌

افغان سړي د مارچ په ۲۳مه د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې له یوه موټربمي برید څخه وروسته یو ټپي سړی روغتون ته لېږدوي. دې چاودنې د سولې لپاره یو ولسي احتجاج رامنځته کړ، چې له هغه وخت راهیسې له لښکرګاه څخه د هلمند نورو برخو، او همدارنګه کندهار، زابل، اروزګان، فراه، بامیان، بلخ او ننګرهار ولایتونو ته خپور شوی دی. [نورمحمد/ای اېف پي]‌

په یوه حرکت کې، چې په دغه محافظه کار ولایت کې لږ ساری لري، د مارچ په ۲۷مه ښځې هم له پرلت سره یوځای شوې.‌

د امریکا غږ د راپور له مخې، یوې ښځې تېره میاشت په هلمند ولایت کې وویل، «زمونږ کونډول او زمونږ د بچیانو په وژلو زمونږ ژړول نور بند کړئ،»

د سولې حرکت خپرېږي

دغه ولسي حرکت په لښکرګاه کې د یوې خېمې په وهلو سره پیل شو. اوس چې د دغه حرکت درېیمه اونۍ پیلېږي، دا په چټکۍ سره د هلمند ولایت ګرېشک او ناوې ولسوالیو ته وغزېد.

د کندهار، زابل،‌ اروزګان، فراه، بامیان، بلخ او ننګرهار ولایتونو اوسېدونکیو هم د هلمند د خلکو او د سولې لپاره د هغوی د اواز په ملاتړ خېمې درولي دي.‌

د هلمند د سولې د خوځښت یوه مشر احمد جان خادم، چې ۳۲ کاله عمر لري،وویل،‌لاریون وال به خپل پرلت ته دوام ورکړي او تر هغه وخته به کورونو ته ستانه نشي څو چې طالبان د سولې لپاره د هغوی غږ ومني.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «طالبانو لا تر اوسه پورې هم جنګ نه دی بس کړی. تر اوسه پورې، هغوی له سولې سره هېڅ راز ژمنه نه ده ښودلې،»

هغه پوښتنه وکړه،‌ «مونږ به تر څو پورې جنګ ته دوام ورکوو؟‌ راځئ چې سوله وکړو.»

ځینې لاریونوالو د مارچ په ۲۹مه وروسته له هغه لوږتړ یا د لوږې احتجاج پیل کړ چې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ د اوربند لپاره د هغوی غوښتنې ونه منل شوې.

خادم وویل،‌ «مونږ تر ۵۰ ساعتونو پورې خوراک ونه کړ. حکومت له مونږ سره وعده وکړه چې اوربند به وکړي، خو طالبانو د اوربند اعلان ونه کړ.»

وروسته له هغه، چې یو شمېر لوږ تړوال روغتون ته وېوړل شول، محلي دیني عالمانو او قومي مشرانو مداخله وکړه چې لوږتړ مات کړي او لاریونوالو ته یې اطمینان ورکړ چې له طالبانو سره د سولې خبرې به وشي.‌

۲۷ کلن باچاخان مولاداد چې په لوږتړ کې یې برخه اخیستې وه، سلام ټایمز ته وویل، «مونږ له جګړې ستړي یو؛ هغوی هم وژل کیږي او مونږ هم وژل کیږو، خو مونږ نه پوهېږو چې ولې هغوی [طالبان] سوله نه کوي.‌

هغه وویل، «خدای او قران مسلمانانو ته د سولې حکم کوي، خو تر اوسه پورې، طالبان د خدای او د قران خبرې نه مني،»

مولاداد وویل، «مونږ کلک هوډ‌کړی چې تر هغه وخته پورې چې سوله نه وي شوې خپلې خېمې به نه ټولوو،»

طالبانو د سولې لاریون رد کړ

لاریونوالو، چې ښځې هم په کې شاملې وي، پلان درلود چې په دغه ولایت کې له ۱۰۰ کیلومتره څخه ډېر لیرې د طالبانو مرکزونو، لکه موسی کلا ولسوالۍ، ته په پښو لاړ شي او هڅه وکړي چې اورپکي د جنګ بس کولو ته تشویق کړي.

خو طالبانو د مارچ په ۲۸مه ژورنالستانو ته د وټس آپ له لارې د یوه پیغام په لېږلو سره د خلکو د سولې خوځښت ته خبرداری ورکړ.‌

د ای اېف پي د راپور له مخې، طالبانو وویل، «که کوم څه پېښ شي، ټول مسؤلیت به یې ستاسو پرغاړه وي ځکه تاسو پوهېږئ چې مونږ په جګړه کې یو،»

د هلمند په بست روغتون کې یوه نرس او د خلکو د خوځښت غړي، ۲۵ کلن رحمت الله همت، سلام ټایمز ته وویل، له خبرداري څخه وروسته، طالبانو لاریونوال پرېنښودل چې د خبرو کولو لپاره موسی کلا ته ورشي.

هغه وویل، «طالبانو اجازه ورنه کړه چې ولسي خلک له هغوی سره په موسی کلا ولسوالۍ کې مستقیمې خبرې وکړي،»

همت له طالبانو څخه وغوښتل چې خپل تاوتریخوالی ودروي.نوموړي وویل، «افغانان نور مه وژنئ. زمونږ د خویندو او میندو ماشومان مه وژنئ. پرېږدئ چې مونږ ژوند وکړو،»

له خوځښت څخه ملاتړ پراخېږي

د سولې د عالي شورا رییس محمد کریم خلیلي د اپریل په ۳ مه په کندهار کې د سولې د عالي شورا په لویه غونډه کې وویل، «مونږ د هلمند اوسېدونکيو ته سلام کوو چې د سولې او اوربند غږ یې وکړ،»

هغه وویل، «نن ورځ، د سولې لپاره غږ له هلمند څخه پیل شوی دی، او دا غږ به ټول هېواد ته خپور شي،» او زیاته یې کړه چې ټوله نړۍ ګوري.

هغه وویل، که افغانان ټول سره ودرېږي، سوله ممکنه ده.

افغان ولسمشر اشرف غني هم د ټوېټر له لارې د خلکو د سولې له خوځښت څخه ملاتړ څرګند کړ.

هغه وویل، «زه په هلمند او نورو ولایتونو کې پیل شوي کمپاین ته چې ښځې، سپین ږیري او ځوانان په کې د سولې د غوښتلو او د جنګ او تاوتریخوالي پر ضد په ګډه د خپل غږ د اوچتولو لپاره راټول شوي، ښه راغلاست وایم او زه هیله لرم چې دا سوله ییز ملي حرکت به پیاوړی شي او ډېر خلک به یې ملاتړ وکړي،»

د هلمند والي حیات الله حیات له احتجاج کوونکیو څخه د هغوی د هڅو له امله مننه وکړه.‌

هغه د اپریل په ۵ مه په لښکرګاه کې وویل، «د هلمند احتجاج کوونکیو افغانستان او نړۍ ته وښودله چې هغوی د ترهګرۍ اصلي قربانیان دي او دا چې هغوی تر ټولو ډېر سولې ته تږي او هیله مند دي،»

هغه له طالبانو څخه وغوښتل، چې «دغه ولسي حرکت ته ښه راغلاست ووایي، جګړه بس کړي او د سولې لپاره د ولس غږ ومني څو افغانان وکولی شي چې له دې جګړې او بدبختۍ څخه خلاص شي او یو سوله ییز ژوند وکړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

مونږ هیله لرو چې ملګري ملتونه په افغانستان کې جنګ پای ته ورسوي. افغانان له جنګ نه ستړي دي. مونږ ښه پوهېږو چې په افغانستان کې روان جنګ د افغانانو نه بلکې د خارجیانو دی. د افغانانو وژنه بس کړئ.‌

ځواب ورکړئ