امنیت

د داعش د مشر مرګ په افغانستان کې د سیالو ډلو تر منځ داخلي جنګ رامنځته کړ

سلام ټایمز او ای اېف پي

قاري حکمت الله، چې په افغانستان کې د داعش یو جیګپوړی مشر وو، او تېره اونۍ په یوه هوایي برید کې ووژل شو، د وري د ۱۶مې په یوه عکس کې ښودل کیږي. افغان او ایتلافي چارواکي وایي، چې د هغه مړینه په شمال کې د داعش لپاره 'یو غټ ټکان' وو.‌ [له ناټو نه په مننه]‌

قاري حکمت الله، چې په افغانستان کې د داعش یو جیګپوړی مشر وو، او تېره اونۍ په یوه هوایي برید کې ووژل شو، د وري د ۱۶مې په یوه عکس کې ښودل کیږي. افغان او ایتلافي چارواکي وایي، چې د هغه مړینه په شمال کې د داعش لپاره 'یو غټ ټکان' وو.‌ [له ناټو نه په مننه]‌

کابل -- په افغانستان کې د داعش د یوه جیګپوړي قوماندان مړینې په دې ګروپ کې د سیالو ډلو تر منځ موجود ژور اختلافات رابرسېره کړل،‌ او دا یې وښودله چې د دغه ترهګر ګروپ نېکمرغۍ د زوال خواته روانې دي.

ایتلافي ځواکونو د دوشنبې په ورځ /د وري ۲۰ مه/ تایید کړه چې هغوی د پنجشنبې په ورځ /د وري ۱۶مه/ په فاریاب ولایت کې قاري حکمت الله -- چې د حکمت په نامه هم یادېده -- وژلی دی.

ایتلافي او افغان چارواکو وویل چې د افغانانو له خوا عملیات کوونکیو بې پیلوټه الوتکو قاري حکمت الله د هغه تر پټنځای پورې تعقیب کړ او بیا د امریکایانو په یوه هوایي برید کې له منځه وېوړل شو.

هغه د داعش تر ټولو وروستی جیګپوړی مشر دی چې وژل کیږي،او دا ښیي چې هغه بهرني جنګیاليچې افغانستان ته په دې نیت راځي چې له داعش سره یوځای شي هغوی به د ایتلاف او افغان حکومتي ځواکونو په لاسونو له حتمي مرګ سره مخامخ شي.

بې مشره پاتې کېدل

د ناټو د اعلامیې په اساس، حکمت الله له «اصله ازبک» وو چې د افغانستان په شمال کې د داعش له خراسان څانګې سره له یو ځای کېدلو څخه مخکې یې د طالبانو په شمول له نورو اورپکو ګروپونو سره کار کاوه.

په اعلامیه کې راغلي، هغه یو مهم مشر وو، چې د منځنۍ اسیا له هېوادونو څخه یې افغانستان ته بهرنی ملاتړ او خارجي جنګیالي راواردول.

د افغانستان د دفاع وزارت د شنبې په ورځ وویل، حکمت الله «د مرګانیو ترورستي بریدونو» مسؤل وو یا یې په کې لاس درلود او د هغه پر ځای مولوي حبیب الرحمان مقرر شو.

د ناټو په اعلامیه کې راغلي، د رحمان ټاکنه، چې دی هم ازبک دی او له طالبانو سره یې وخت په وخت ارتباطات لرل،‌ ښیي چې دغه ډله د خپلو مشرانو پر ځای د نورو د ګومارنې په برخه کې ستونزې لري او دې ته مجبورول کیږي چې په داسې بهرنیو جنګیالیو باندې تکیه وکړي چې [ډلې ته] ژمنتیاوې یې غیرمنظمې دي.‌

ځایي افغان حکومتي چارواکو نیویارک ټایمز ته ویلي، دغه کار سمدلاسه د داعش د خراسان څانګې دننه د درې سیالو ډلو تر منځ د داخلي جنګ سبب وګرځېد. هغوی د سوریې او چیچنیا د جنګیالیو په ډله، د افغانستان د شمال د حکمت الله د پلویانو په ډله او د افغانستان له بېلابېلو برخو څخه د داعش د افغان غړو په ډله ووېشل شول.

د ناټو د اعلامیې په اساس، د ناټو د قاطع ملاتړ د ماموریت قوماندان جنرال جان نېکلسن وویل، افغان حکومت او ایتلافي ځواکونو «حکمت الله وواژه او هغوی به د هغه هر ځایناستی ووژني. د داعش خراسان څانګه به له منځه وېوړل شي.»

افغان او ایتلافي ځواکونو په وروستیو میاشتو کې په جوزجان کې د داعش د جنګیالیو پر ضد هوایي بریدونه او ځمکني تعرضونه زیات کړي دي.‌دا ډله هڅه کوي چې په دغه هېواد کې د پښې اېښودلو ځای پیدا کړي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دغه ډول پېښې په حقیقت کې د هغو لپاره، چې جګړه مدیریت کوي ښه خبر دی، او تر څه حده به، د جګړې په ډګر کې زمونږ د ځواکونو مورال قوي کړي. البته، تر کومه چې دا ګروپ له مالي پلوه د لويو قوتونو له خوا حمایه کیږي، د دغه ګروپ کمزوري کول به بې ځایه وي. بل خوا ته،‌ دغه ګروپ ته ورکول شوی دروند مالي او لوجیستیکي ملاتړ به د هغه د پراختیا سبب شي،‌ له دې امله، د دغه ګروپ د له منځه وړلوو په هکله خبرې کول به یوازې داسې یو خوب وي چې ترسره کول به یې ناشوني وي.

ځواب ورکړئ

سوله ییز

ځواب ورکړئ

هو، دا یوه ښه لیکنه ده، ځکه چې

ځواب ورکړئ

د ناټو د یوې اعلامیې په اساس، حکمت الله په قومي لحاظ ازبک وو چې پخوا یې د طالبانو په شمول له نورو اورپکو ګروپونو سره اړیکې لرلې، او وروسته د افغانستان په شمال کې د داعش له خراسان څانګې سره یوځای شو.‌

ځواب ورکړئ

مونږ د ټولو افغانانو يوالى غواړو

ځواب ورکړئ