دین

په کندهار کې راټولو شویو دیني عالمانو له طالبانو څخه وغوښتل چې سوله وکړي

د صفت الله زاهدي راپور

دیني عالمانو او افغان چارواکو د وري په ۱۴مه په کندهار کې سره ولیدل، او په طالبانو یې تاکید وکړ چې سوله وکړي. [صفت الله زاهدي]‌

کندهار -- تېره اونۍ د افغانستان له بېلابېلو برخو څخه په سلګونو دیني عالمان په کندهار کې سره راټول شول چې د سولې لپاره غږ وکړي او د حکومت ضد اورپکې ډلې د اسلام له نظره غیرمشروع اعلان کړي.

په دې غونډه کې چې د وري په ۱۴مه د کندهار ښار په غازي امان الله خان تالار کې وشوه، د کندهار، هلمند، زابل او اروزګان ولایتونو له دیني عالمانو سره د افغانستان د سولې د عالي شورا او د افغانستان د علماوو د شورا چارواکو هم برخه اخیستې وه.

دا غونډه په داسې حال کې کېږي چې د ژوند بېلابېلو اړخونو پورې اړوند افغانان د طالبانو پر ضد مظاهرې کوي، او له هغوی څخه غواړي چې د سولې پروسې سره یوځای شي، او د ملکي خلکو پر ضد خبل تاوتریخوالی ودروي.‌

اورپکې ډلې غیراسلامي وبلل شوې

د هلمند ولایت د علماوو د شورا یوه غړي عبدالله اسحاقزي وویل، په افغانستان کې ټولې اورپکې ډلې یاغیان دي او د اسلام د اصولو پر ضد عمل کوي.‌

دیني عالمان او افغان چارواکي د وري په ۱۴مه په کندهار کې سره راټول شول چې په طالبانو تاکید وکړي چې سوله وکړي. [صفت الله زاهدي]‌

دیني عالمان او افغان چارواکي د وري په ۱۴مه په کندهار کې سره راټول شول چې په طالبانو تاکید وکړي چې سوله وکړي. [صفت الله زاهدي]‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د مسلمانانو وژل حرام دي، او هغه ډلې چې د یوه اسلامي حکومت پر ضد ودرېږي هغوی یاغیان دي،» هغه له اورپکو څخه وپوښتل،‌‌ «تاسو د چا لپاره جنګېږئ؟ قران او اسلام تاسو ته اجازه نه درکوي چې داسې کارونه وکړئ. قران او حدیث همدارنګه وایي 'جنګ مه کوئ او خپل ورونه مه وژنئ.'»

د افغانستان د علماوو د شورا رییس او د سولې د عالي شورا یوه غړي قیام الدین کشاف په غونډه کې وویل، «اوس ټول دیني عالمان او د افغانستان خلک پوهېږي چې یاغیان څوک دي. مونږ به نور دوکه نشو. زمونږ د عسکرو پر ضد د هېواد دښمنان جنګ کوي.»

هغه وویل، «سوله د اسلام یوه ستنه ده. هر څوک یې باید قبوله کړي. څوک یې چې نه قبلوي هغوی د اسلام او قران پر ضد عمل کوي،»

کشاف وویل، «که دوه لوري په خپلو کې سره په جنګ وي او یو پر بل برید کوي،‌ په کار دی چې تاسو د مظلوم تر څنګ چې د سولې غوښتنه کوي ودرېږئ،»

د کندهار د علماوو د ولایتي شورا یوه غړي فضل الحق فضلي په غونډه کې وویل، ځانمرګي بمي بریدګر بریدونه کوي او ملکي خلک وژني.‌هغوی د الله (ج) له لارې څخه بې لارې شوي، او مسلمانان نه دي،»

هغه پر طالبانو تاکید وکړ، «راشئ او سوله وکړئ، او نور خپل ورونه مه وژنئ. تاسو له چا سره جنګ کوئ؟‌ ټول هغه کسان چې دلته دي مسلمانان دي. که تاسو دا نه منئ، تاسو پخپله د اسلام له لارې څخه بې لارې شوي يئ.»

هغه وویل، «مونږ له خپلو طالبانو ورونو څخه غوښتنه کوو چې په لاره د تلونکیو افغانانو او هغو کسانو چې ادعا کیږي چې له حکومت سره کار کوي،‌ وژنه دې ودروي... ځکه چې ټول افغانان سره ورونه دي،»

د زابل ولایت یوه دیني عالم او د خپل ولایت د علماوو د شورا یوه غړي عبدالسلام احمدي سلام ټایمز ته وویل،‌ «طالبان په لویو لارو مسافر له موټرو څخه راښکته کوي او له محاکمې څخه پرته یې وژني، چې دا د اسلام له اصولو سره په ټکر کې دي،»

هغه وویل، «طالبان د اسلام د دین پر ضد عمل کوي. دیني عالمان د هغوی عملونه له قران څخه سرغړونې ګڼي. د هغوی ټول عملونه د یاغیانو او باغیانو دي،‌ او حکومت باید د هغوی پر ضد جنګ وکړي.»

د سولې لټه کول

د نورو ولایتونو په څېر،‌ په کندهار ولایت کې هم د سولې عالي شورا دیني عالمانو ته صلاحیت ورکړ چې له طالب اورپکو سره خبرې وکړي او هغوی دې ته وهڅوي چې د سولې پروسې سره یوځای شي.

د ولسمشر غني یوه سلاکار او د سولې د عالي شورا منشي اکرم خپلواک د غونډې برخه والو ته وویل، «مونږ تاسو ته په مطلق ډول مسؤلیت درکوو چې له اورپکو سره هر وخت چې هغوی وغواړي خبرې وکړئ،»

د اروزګان ولایت د مرکزي جومات امام او د دغه ولایت د علماوو د شورا یوه غړي عبدالحمید اروزګاني وویل، «دیني عالمانو تل د سولې په هکله پرېکړې کړي دي،»

هغه سلام ټایمز ته وویل،‌ «هغه طالبان، چې د دې اسلامي حکومت پر ضد جنګ کوي، باید ژر خپله لاره بدله کړي او سوله وکړي. خارجیان د دې لپاره راغلي چې له مونږ سره مرسته وکړي. قران او شریعت په هره برخه کې له مسلمانانو سره د هغوی د مرستې اجازه ورکوي.»

اروزګاني وویل، «هغه کسان، چې د حکومت پر ضد جنګ کوي، هغوی مسلمانان نه دي؛‌ هغوی ښودلې چې هغوی تل بې ګناه خلک په نښه کړي او شهیدان کړي دي،»

هغه وویل،‌«که طالبان سوله نه قبلوي، حکومت باید لاس په کار شي او د هغوی پر ضد جنګ وکړي،»

د کندهار ولایت یوه قومي مشر او دیني عالم عبدالخالق بالاکرزي سلام ټایمز ته وویل، «ټول هغه کسان چې دلته سره راټول شوي دیني عالمان دي، او د هغوی ټولې خبرې د قران او حدیث په رڼا کې دي،»

هغه وویل، اورپکي مسلمانان نه دي ځکه چې هغوی د اسلام پر ضد عمل کوي.طالبان باید سوله وکړي او جنګ بس کړي

د سولې د عالي شورا رییس محمد کریم خلیلي هیله څرګنده کړه چې د کندهار اوسېدونکي به د سولې په راوستلو کې بریالي شي.‌

هغه په غونډه کې وویل، «سوله په دې معنی نه ده چې طالبان دې تسلیم شي؛ پر ځای یې، د سولې معنی دا ده چې یو سوله ییز ژوند وشي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500