تروريزم

سختو هوایي بریدونو د افغانستان په بېلابېلو برخو کې داعش له 'ګډوډۍ' سره مخامخ کړی دی

د سلیمان راپور

په جوزجان ولایت کې د داعش پر ضد د افغان او ایتلافي ځواکونو په زیاتو شویو پوځي عملیاتو پسې، د دغې ترهګرې ډلې ۴ غړي د سولې پروسې سره یوځای شول. [سلیمان/ناټو]

کابل -- د دفاع وزارت او ولایتي چارواکي وایي، په جوزجان ولایت کې په داعش باندې له سختو بریدونو څخه وروسته د دغې ډلې غړي له بې نظمۍ سره مخامخ شوي دي.

د داعش جنګیالیو ته د هوایي او ځمکنیو عملیاتو په بڼه حتمي مرګ انتظار کوي.

د دفاع وزارت یوه ویاند جنرال محمد رادمنش وویل، «په افغانستان کې د تېر لمریز کال په بهیر کې، په ټولیز ډول د داعش ۱۹۶۴ غړي وژل شوي، ۲۸۹ ټپیان شوي او ۲۹ نور نیول شوي دي،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «مونږ، د قاطع ملاتړ د ماموریت د ځواکونو په هوایي ملاتړ سرهپه جوزجان کې د داعش خوځښت کم کړو،»

د وري په ۱۲مه د جوزجان ولایت په امنیه قوماندانۍ کې د داعش اورپکي د افغانستان د سولې پروسې سره یوځای کیږي. [سلیمان]

د وري په ۱۲مه د جوزجان ولایت په امنیه قوماندانۍ کې د داعش اورپکي د افغانستان د سولې پروسې سره یوځای کیږي. [سلیمان]

هغه وویل، «د داعش غږ په ټول افغانستان کې د زوال او مرګ خواته روان دی. حقیقت دا دی... چې متحده ایالات او افغانستان په ګډه د داعش پر ضد جګړه کوي. په حقیقت کې،‌ مونږ وتوانېدلو چې دغه ګروپ ته درانه تلفات ور واړوو.»

افغان او امریکایي ځواکونه په داعش باندې فشار واردوي

د جوزجان د والي ویاند محمد رضا غفوري سلام ټایمز ته وویل،‌«د افغان او قاطع ملاتړ د ماموریت د ځواکونو له خوا د هوایي بریدونو ډېرښت مؤثر وو او د داعش ګواښ یې راکم کړی دی،»

هغه وویل، «د هوایي بریدونو ډېرېدا او په درزاب کې د داعش د مرکزونو او اورپکو په نښه کولو سره د تېرو دوه میاشتو په ترڅ کې د داعش خواوشا ۵۰ تنه اورپکي ووژل شول چې د دغې ډلې غړي یې له ګډوډۍ سره مخامخ کړل،»

هغه وویل، «امنیتي ځواکونو د لویو ځمکنيو عملیاتو پلان نیولی وو. د داعش پر ضد د نصرت پسرلني عملیات به ژر پیل شي.»

د ناټو د قاطع ملاتړ د ماموریت په وینا،‌ افغان او امریکایي ځواکونو د وري په ۶ مه په جوزجان ولایت کې د داعش پر ضد خپل لومړني شپني عملیات ترسره کړل.‌

رادمنش وویل، «افغان ځانګړیو ځواکونو له امریکایي ځواکونو سره په همکارۍ په درزاب ولسوالۍ کې شپني عملیات ترسره کړل، چې د داعش مرکز یې ویجاړ او قوماندان یې ختم کړ،»

له هغه وخت راهیسې، هوایي بریدونه په دوامداره توګه د داعش مشران او پلي عسکر په نښه کوي.‌

د ۲۰۹ شاهین قول اردو یوه ویاند محمد حنیف رضایي سلام ټایمز ته وویل، «د داعش درې ازبک غړي... او مالي رییس، د قاطع ملاتړ د ماموریت په هوایي بریدونو کې، چې د وري د ۸ مې په شپه د درزاب ولسوالۍ په قزل قوش کلي کې ترسره شول، ووژل شول،»

هغه وویل، «سربېره پر دې، د هغوی یو مرکز، چې د مهماتو یوه ډيپو هم په کې وه، ویجاړ کړای شو،»

رضایي وویل، د وري په ۱۲مه په جوزجان کې د نورو عملیاتو په ترڅ کې، له امنیتي ځواکونو سره په سخته جګړه کې د داعش ۲ تنه اورپکي ووژل شول او ۷ تنه نور یې ټپیان شول.‌

د دوشنبې په ورځ /د وري په ۲۰ مه/ ایتلافي ځواکونو د داعش د جیګپوړي مشر قاري حکمت الله مړینه، چې په فاریاب ولایت کې د جوزجان له پولې سره نژدې په یوه هوایي برید کې وژل شوی وو، تایید کړه.‌

د ځایي افغان چارواکو په وینا، دغه ډول هدفي وژنو په یاده ترورستي ډله کې درزونه رامنځته کړي، او سیال ګروپونه یې په داسې حال کې، چې د مشرانو په ځای نور کسان ټاکي، یو د بل په وړاندې درولي دي.

د داعش د مرورو اورپکو تسلیميدل

د قوش تېپې ولسوالۍ یوه ۳۶ کلن اوسېدونکي عین الدین وویل، «مونږ په جوزجان ولایت او په ځانګړې توګه په قوش تېپه او درزاب ولسوالیو کې د داعش د فعالیتونو په هکله اندېښمن وو، خو د اوس لپاره زمونږ اندېښنې رفع شوې، ځکه چې هوایي عملیاتو د داعش د فعالیتونو د پراخېدا مخه نیولې ده.»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «داعش د قوش تېپې او درزاب ولسوالیو د اوسېدونکیو لپاره په هېڅ صورت د منلو وړ نه دی. په وروستیو کې، د داعش یو شمېر اورپکي، چې قوش تېپې ته راغلي ول، د ولسوالۍ د اوسېدونکیو له مقاومت سره مخامخ او مجبور کړای شول چې لاړ شي.»

غفوري، چې له قوش تېپې ولسوالۍ څخه یې د ځایي ملکي خلکو له خوا د داعش د جنګیالیو د اېستلو راپورونه تایید کړل، وویل، د هوایي بریدونو په زیاتېدلو سره د داعش پر ضد ولسي خوځښتونه په راپورته کېدلو دي.‌

د داعش ځینې غړي، چې د ولسي ملاتړ له نشتوالي او زیاتو شویو امنیتي عملیاتو سره مخامخ دي، ځانونه تسلیموي.

د جوزجان د پولیسو په مرکز کې د استخباراتو د یونټ مشر عبدالحفیظ خاشي وویل،‌ «نعمت الله، چې په ابودردا مشهور دی، او د درزاب ولسوالۍ اوسېدونکی او د داعش د محبس مسؤل دی، له خپلو درې ملګرو سره یوځای د سولې پروسې سره یوځای شو،»

دغه پخواني اورپکي د وري په ۱۱ مه په درزاب ولسوالۍ کې تسلیم،‌ او د وري په ۱۲مه په رسمي توګه د سولې پروسې سره یوځای شول.‌

خاشي سلام ټایمز ته وویل،‌«د حکومت د مشروعیت په درک کولو او د داعش په سنګرونو د بریدونو په زیاتېدلو پسې، د داعش یادو ۴غړو د جګړې میدان پرېښود او د سولې پروسې سره یوځای شول،»

نعمت الله وویل، «ما څلور کاله د دغه ګروپ په لیکو کې د داعش د محبس د مسؤل په توګه تېر کړل. ما ولیدل چې دغه ډله وژل، لوټل، کړول او هر ډول ظلمونه ترسره کوي.»

هغه سلام ټایمز ته وویل،‌ «له همدې امله زه د سولې پروسې سره یوځای شوم،»

هغه وویل، «د داعش اورپکو قبرونه ویجاړول، د درزاب له خلکو څخه به یې خواړه اخیستل او تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې به یې قتلونه کول،»

د داعش یوه بل پخوانی اورپکی محمد، چې د سولې پروسې سره یوځای شوی، وویل، «هغوی ادعا کوله چې مسلمانان دي، په داسې حال کې چې عملونه یې غیر اسلامي ول،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500