امنیت

ملګري ملتونه: اورپکي بریدونه زیاتوي او 'په قصدي توګه' افغان ملکيان په نښه کوي

ای اېف پي

په کابل کې د مارچ په ۲۱ مه د نوروز د لمانځنې په ترڅ کې د سړک پر غاړه د یوه ځانمرګي بمي برید په ساحه کې یوه چپلکه په ځمکه پرته لیدل کیږي. د دغه برید مسؤلیت داعش پر غاړه واخیست، او چارواکو وویل چې دغه برید، چې د کابل پوهنتون مخې ته وشو، لږ تر لږه ۲۶ کسان ووژل چې اکثر یې تنکي ځوانان ول.

کابل -- په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) د پنجشنبې په ورځ /د اپریل ۱۲ مه/ وویل،افغانان په ډېرېدونکي ډول د اورپکو په بریدونو کې هدف ګرځول کیږي.‌

د یوناما په وینا، د ۲۰۱۸ د جنورۍ او مارچ تر منځ موده کې د ملکي تلفاتو ټول شمېر ۲۲۵۸ تنو ته ورسېد چې ۷۶۳ کسان په کې مړه او ۱۴۹۵ نور ټپیان شوي دي -- او د تېرو دوه کالو د عین مودې په نسبت تقریباً تغیر په کې نه دی راغلی.‌

اورپکي ګروپونه د خپلو بریدونو یا له امنیتي ځواکونو سره د جنګ کولو له امله د ډېرو تلفاتو مسؤل دي، چې ۱۵۰۰ کسان یې وژلي یا ټپیان کړي دي.‌ دا د ټولو تلفاتو ۶۷٪ جوړوي چې د تېر کال په نسبت ۶٪ ډېرښت ښیي.

راپور ښیي،‌ چې ځانمرګې چاودنې او د اورپکو بریدونه د ملکي تلفاتو غټ عوامل دي چې شمېر یې ۷۵۱ ته رسېږي او دا د تېر کال د عین مودې د تلفاتو دوه برابره ښیي. که د کال په پاتې برخه کې هم عین حال روان وي، کېدای شي چې دغه شمېر د تېر کال د ځانمرګو بمي بریدونو او حملو د ریکارډ شویو تلفاتو، ۲۲۹۵، له شمېر څخه زیات شي.

ویرجن خلک د افغانستان د سولې د عالي شورا د یوه غړي مفتي احمد فرزان د جنازې لمونځ کوي. نوموړی د جنورۍ په ۲۲ مه د کابل په انټرکانټیننټل هوټل د طالبانو د یوه برید په ترڅ کې ووژل شو. یاغیانو چې په کلاشینکوفونو او ځانمرګو واسکټونو سمبال ول، په دغه مجلل هوټل د جنورۍ په ۲۰ مه برید وکړ چې له ۱۲ ساعتونو څخه ډېر وخت یې دوام وکړ او ملکي خلک په کې په قصدي توګه په نښه کړای شول.‌ [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

د راپور په اساس، په ځانګړې توګه، د هغو ملکي تلفاتو شمېر، چې د طالبانو، داعش او نورو اورپکو له خوا د ترسره شویو بریدونو په ترڅ کې چې عادي افغانان یې «په قصدي توګه په نښه کړي» شوي دي، د ۲۰۱۷ د لومړۍ ربعې په نسبت له دوه برابرو څخه زیات شوی دی -- چې د ټولو تلفاتو ۳۹٪ او د اورپکو له خوا د شویو تلفاتو ۵۹٪ جوړوي.‌

په راپور کې راغلي، چې د حکومت ضد عناصرو همدارنګه د افغانستان د شیعه اقلیت پر ضد مستقیمو حملو ته دوام ورکړی، چې ۱۵۴ غړي یې ور وژلي یا ټپي کړي دي، «چې تقریباً ټول یې د ځانمرګو او پېچلو حملو په ترڅ کې»، چې داعش یې مسؤلیت پر غاړه اخیستی دی، شوي دي.‌

اورپکي د کابل په ملکیانو باندې تمرکز کوي

کابل د ۲۰۱۸ په لومړۍ ربعه کې یو غټ هدف وو.

اورپکو د کابل په انټرکانټیننټل هوټل برید وکړاو د جنورۍ په میاشت کې یې له جمهوریت روغتون سره نژدې یې په یوه ګڼه ساحه باندې د امبولانس موټر په وسیله،چې په چاودونکیو توکو سمبال وو، برید وکړاو له ۱۰۰ تنو څخه ډېر یې ووژل.‌

په مارچ کې، د داعش یوه ځانمرګي بمي بریدګرپه پلازمېنه کېد نوروز په لمانځونکو باندې چاودنه وکړه.‌

دا تازه شمېرې په داسې حال کې مخې ته راځيچې امریکایي او افغان ځواکونه خپل ځمکني او هوایي بریدونه د پسرلي د مرسوم جنګي موسم څخه مخکې زیاتوي، او ځینې تمه لري چې سږ کال به دغه موسم په ځانګړې توګه خونړی وي.

په داسې حال کې،چې په طالبانو باندې فشار زیاتېږي چې د ولسمشرغني د سولې د خبرو وړاندیز ومني،ملګرو ملتونو په «ټولو خواوو» غږ وکړ چې د ملکي خلکو خوندیتوب ته ډېر کار وکړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ځانګړي استازي مرستیال اینګریډ هیډین وویل، «افغان ملکيان په دوامداره توګه کړېږي، په نښتو کې را ایسار دي، او په داسې نښتو کې، چې مخه یې نیول کېدای شي؛ دا باید نور ودرول شي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

هو دا لیکنه زما خوښه شوه خو دا د هزاره ګانو کیسې ته ډېره هوا مه ورکوئ. دغو هزاره ګانو د ایران په اشاره او پیسو په سوریه کې په پردي جنګ کې برخه واخیسته او پردی جنګ یې خپل کور ته راوړ. په کار دی چې د افغانستان حکومت هغه هزاره ګان او خصوصا د هغوی مشر محمد محقق را ونیسي او په عمري حبس یې محکوم کړي چې د ایران د ګټو د ساتنې لپاره په پردي جنګ کې ورداخل شول او د ظالم بشار اسد د وحشي رژیم ملاتړ یې وکړ. زه دا نه وایم چې داعش ښه دي،‌ له داعش نه غټي سپي او خنځیران نشته خو دا هزاره ګان هم چندان د سړي زامن نه دي.

ځواب ورکړئ