انرجي

په بغلان کې د طالبانو له خوا د برېښنا د ستنې له غورځولو څخه وروسته د کابل برېښنا بېرته جوړه شوه

سلام ټایمز

د افغانستان د برېښنا شرکت تخنیکي ټیم وتوانېد چې د وري په ۲۶ مه په بغلان ولایت کې په موقت ډول د برېښنا مزي بېرته سره ونښلوي. د افغانستان د برېښنا شرکت وویل، کار روان دی چې دا ستونزه په دایمي ډول حل شي. [د افغانستان د برېښنا شرکت/فیسبوک]

د افغانستان د برېښنا شرکت تخنیکي ټیم وتوانېد چې د وري په ۲۶ مه په بغلان ولایت کې په موقت ډول د برېښنا مزي بېرته سره ونښلوي. د افغانستان د برېښنا شرکت وویل، کار روان دی چې دا ستونزه په دایمي ډول حل شي. [د افغانستان د برېښنا شرکت/فیسبوک]

کابل -- پژواک خبري اژانس راپور ورکړ، چې کابل ته د برېښنا تأمین د یکشنبې په ورځ /د وري ۲۶مه/ یوه ورځ وروسته له هغه، چې طالبانو په بغلان ولایت کې د برېښنا یوه ستنه والوزوله، بېرته په حال شو.

د افغانستان د برېښنا شرکت د برېښنا د استعمال د چارو ویاند واحد توحیدي وویل، د شنبې ورځې /د وري د ۲۵ مې/ سهار وختي یوه برید، چې په بغلان ولایت کې د برېښنا د انتقال په یوه ستنه باندې وشو، د کابل ښار برېښنا تر دې حده کمه کړه چې د عادي تامین له څلورمې برخې څخه لږه ورته پاتې شوه.

د بغلان د برېښنا د ریاست رییس سلطان محمد عزیزي وویل، طالبانو یوه ستنه په دوشي ولسوالۍ کې ویجاړه کړه.

د بغلان د والي ویاند محمود حقمل وویل، طالب جنګیالیو د برېښنا د ستنې د «راغورځولو» لپاره له یوه ماین څخه کار اخیستی وو.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ای اېف پي ته تایید کړه چې دغې اورپکې ډلې «په بغلان ولایت کې یو کېبل پرې کړی» دی.

دا په وروستیو اونیو کې څلورم ځل دی چې له ازبکستان او تاجکستان څخه راتلونکې برېښنا د اورپکو د بریدونو په نتیجه کې پرې کول کیږي. توحیدي وویل، دغه حالت د ننګرهار او پروان ګاونډي ولایتونه هم متأثر کړي دي.

طالبانو تېره میاشت خبرداری ورکړی وو چې که په بغلان او کندوز ولایتونو کې د هغوی تر کنټرول لاندې سیمو ته د برېښنا رسولو په برخه کې د هغوی غوښتنې ونه منل شي هغوی به کابل ته د تلونکې برېښنا پرې کولو ته دوام ورکړي.

د کابل اوسېدونکي رامین حیدري، چې ۳۵ کاله عمر لري، سلام ټایمز ته وویل، «طالب اورپکي هڅه کوي چې افغانانو ته په هره هغه طریقه چې هغوی کولی شي زیان ور ورسوي،»

حیدري وویل، «یوه ورځ هغوی ځانمرګی برید کوي او خلک وژني، بله ورځ ښوونځي او پلونه ویجاړوي، او اوس د برېښنا د لینونو په ویجاړولو سره، هغوی د کابل د اوسېدونکیو کورونه تیاره کړل،»

هغه وویل، «دا ډله د انسانیت،پرمختګ او سولې دښمنه ده،»

په کابل کې د مشال پوهنتون یوه محصل محمد رازق یار، چې ۲۱ کاله عمر لري وویل، «مونږ په دې نه پوهېږو چې ولې طالبان د برېښنا ستنې الوزوي. که هغوی افغانان وي او زړورتیا لري، هغوی باید دا پوښتنه ځواب کړي.»

هغه سلام ټایمز ته وویل،‌«هغوی همېشه عامه شتمنۍ ویجاړې کړي دي.‌د طالبانو عملونه په څرګنده ښیي چې هغوی د خپلو خلکو په وړاندې دښمني کوي.»

هغه وویل، «دا لومړی ځل نه دی چې طالبانو د برېښنا لینونه ویجاړ کړي دي. دا واقعاً یو غیراسلامي،‌ غیرانساني او د ټولو انساني ارزښتونو پر ضد عمل دی.»

د افغانستان ډېره برېښنا له ګاونډیو هېوادونو څخه راځي،خو دغه مقدار لا هم اړتیا نه پوره کوي.‌

[له کابل څخه سلیمان د دې راپور په برخه کې همکاري کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500