امنیت

طالب اورپکي، چې د جګړې په ډګر کې مات کړای شوي، په سرپل کې سولې ته ښه راغلاست وایي

د سلیمان راپور

د وري د ۱۶مې یو عکس اورپکي د سرپل ولایت په ګوسفندي ولسوالۍ کې مقاماتو ته د خپلو وسلو له تسلیمولو څخه مخکې ښیي. [سلیمان]

د وري د ۱۶مې یو عکس اورپکي د سرپل ولایت په ګوسفندي ولسوالۍ کې مقاماتو ته د خپلو وسلو له تسلیمولو څخه مخکې ښیي. [سلیمان]

کابل -- په سرپل ولایت کې د طالبانو په مرکزونو باندې له سختو ځمکنیو او هوایي بریدونو څخه وروسته،۴۵ تنو طالب اورپکو د جګړې میدان پرېښود او امنیتي ځواکونو ته تسلیم شول.

ځايي مقاماتو او د دفاع وزارت چارواکو وویل، چې اورپکي، چې مورال یې بایللی وو د وري په ۱۶مه د ګوسفندي ولسوالۍ په شېرامها سیمه کې د سولې پروسې سره یوځای شول، او خپلې وسلې یې هغوی ته راوړې.

د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني سلام ټایمز ته وویل، «د سرپل ولایت په ګوسفندي ولسوالۍ کې ۱۱ کلي د امنیتي ځواکونو د عملیاتو او ولسي پاڅونونو له خوا له طالبانو څخه پاک کړای شول،»

هغه وویل، «د ګوسفندي ولسوالۍ لپاره د طالبانو د تش په نامه ولسوال د مرستیال قاري امین په شمول د دغه ګروپ ۱۴ تنه جنګیالي ووژل شول، په داسې حال کې چې ۶ تنه نور ټپیان شول،»

اماني وویل، «د طالبانو په مرکزونو د بریدونو د سختوالي او همدارنګه د ولسي پاڅونونو له امله ۴۵ تنو طالب جنګیالیو د جګړې ډګر له خپلو وسلو سره ترک کړ او د سولې پروسې سره یوځای شول،»

هغه وویل،‌«پخوانیو طالب اورپکو، چې د سولې پروسې سره یوځای شوي، ژمنه وکړه چې د امنیتي ځواکونو تر څنګ به د طالبانو پر ضد وجنګېږي او په سیمه کې به د طالبانو له خوا د ناامنۍ رامنځته کولو مخه ونیسي،»

هغه وویل، «مونږ به پخواني طالبان، چې د سولې پروسې سره یوځای شوي دي، د ولسي پاڅونونو په لیکو کې وګوماروچې هغوی [د پاڅون واحدونه] وکولی شی چې له خپلو کلیو څخه دفاع وکړي،»

طالبان د جګړې په ډګر کې له 'سختو ټکانونو' سره مخامخ شول

د دفاع وزارت ویاند جنرال محمد رادمنش سلام ټایمز ته وویل، «د دې لپاره، چې په ټول سرپل ولایت کې سوله او امنیت تامین شي، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په دغه ولایت کې څلور ورځني تصفیوي عملیات پیل کړل. دغه عملیات د وري په ۱۶مه په بريا سره پای ته ورسېدل.»

هغه وویل، «د ولید-۳ عملیاتو په ترڅ کې، چې د ګوسفندي ولسوالۍ په شېرامها سیمه کې ترسره شول... امنیتي ځواکونو طالبانو ته درانه تلفات ور واړول،» او زیاته یې کړه چې هغوی د طالبانو مورچلونه ویجاړ کړل.

هغه وژل شوي تش په نامه مرستیال ولسوال ته په اشارې سره، زیاته کړه، «امنیتي ځواکونو د قاري امین جسد د جګړې په ډګر کې پیدا کړ،»

رادمنش وویل، «د دغو عملیاتو په نتیجه کې، د طالبانو ۵ ځایي قوماندانان -- ملا خدایداد، ملا سید احمد، ملا قسیم، ملا رسول او ملا اسلم -- له خپلو ۴۰ جنګیالیو او ۴۵ میله سپکو او درنو وسلو سره یو ځای تسلیم شول،»

هغه وویل، «مونږ، حکومت او امنیتي ځواکونه، په خلاصه غېږه دغو پخوانیو طالبانو ته، چې جګړه بس کوي او د سولې پروسې سره یوځای کیږي، هرکلی وایو. او هغه کسان چې سوله نه کوي، مونږ به د هغوی د ځپلو لپاره له خپل وس سره سم کار وکړو،»

د طالبانو یوه پخواني قوماندان ملا خدایداد، چې د سولې پروسې سره یوځای شوی، وویل، «په افغانستان کې جهاد جواز نه لري.‌زه د سولې پروسې سره یوځای شوی یم او ما پرېکړه کړې چې زه نور نه غواړم چې خلکو ته ضرر ورسومیا د اسلام نوم بد کړم.»

هغه ژمنه وکړه،‌ «زه غواړم چې د حکومت په مرسته د طالبانو پر ضد وجنګېږم،»

په ګوسفندي ولسوالۍ کې یوه بزګر محمد سهراب وویل، «زه په دې ډېر خوشحال یم چې ګورم چې زمونږ سیمه له طالبانو څخه پاکه شوې ده.»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «اوس مونږ کولی شو چې خپل ژوند ته دوام ورکړو. طالبانو دوه کاله زمونږ په سیمه کنټرول درلود، او په دې دوران کې هغوی ډېر ظلمونه وکړل. د مثال په توګه، هغوی زمونږ په زراعتي ځمکو او مالونو باندې عشر ایښی وو، او هغو کسانو چې عشر او زکات یې نه تادیه کولهغوی یې شکنجه کول.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه ډېر خوشحال یم چې دا لولم چې امنیتي ځواکونه پرمختللي او طالبان بې ثباته کوي. دا ښه ده چې په افغانستان کې سوله وینو.

ځواب ورکړئ

ستاسو ليکنه د تأئيد وړ ده

ځواب ورکړئ