امنیت

د کوکنارو د له منځه وړلو د کمپاین هدف دا دی چې د طالبانو د تمویل سرچینې وچې کړای شي

د خالد زېري راپور

د نشه ییزو توکو پر ضد د مبارزې د محلي چارواکو په وینا، د ننګرهار ولایتي مقامات په ۸ ولسوالیو کې د کوکنارو د اړولو کمپاین ترسره کوي چې هلته به ۱۴۰۰۰ هکتاره ناقانونه بوټي له منځه وېسي. [خالد زېری]

ننګرهار -- د نشه ییزو توکو پر ضد د مبارزې د محلي چارواکو په وینا، د ننګرهار ولایتي مقامات په ۸ ولسوالیو کې یو کمپاین ترسره کوي چې په ترڅ کې به یې په ۱۴۰۰۰ هکتاره (۹۳۴۵۹۴ اېکړه) ځمکه باندې کرل شوي کوکنار له منځه وېوړل شي.

د کوکنارو د له منځه وړلو د کمپاین هدف دا دی چې چې دغه ناقانونه بوټی له منځه وېوړل شي، او په دې توګه د طالبانو د تمویل یوه لویه سرچینه وچه کړای شي.

د ننګرهار د نشه ییزو توکو پر ضد د مبارزې رییس محمد ادریس ساپي سلام ټایمز ته وویل، دغه کمپاین د اپریل په ۱۰مه پیل شو، او د نشه ییزو توکو پر ضد د مبارزې ټیمونو وار له مخه د ننګرهار ولایت په خېوه، اچین، خوګیاڼي، بټي کوټ، سرخرود او دره نور ولسوالیو کې ۱۰۰۰ جریبه (۴۹۴ اېکړه) ځمکه پاکه کړې ده.

هغه وویل، «ډېرې هغه پیسې، چې له دغو بوټو څخه ترلاسه کیږي، هغه د طالبانو لاس ته ورځي. هغوی د کوکنارو په کرلو او د اپین په تجارت کې برخه لرله، او دغه پیسې یې زمونږ پر ضد د جنګ د دوام لپاره لګولې.»

د نشه ییزو توکو پر ضد د مبارزې منسوبین د اپریل په ۱۰مه د ننګرهار ولایت په خېوه ولسوالۍ کې د کوکنارو بوټي ویجاړوي. [خالد زېری]

د نشه ییزو توکو پر ضد د مبارزې منسوبین د اپریل په ۱۰مه د ننګرهار ولایت په خېوه ولسوالۍ کې د کوکنارو بوټي ویجاړوي. [خالد زېری]

هغه وویل، ټیمونه هڅه کوي چې د ننګرهار په لیرې پرتو سیمو کې هم د کوکنارو بوټي ویجاړ کړي، چې ترهګر ونشي کولی چې له هغو څخه ګټه واخلي.‌

ساپي وویل، «له کوکنارو څخه ترلاسه کېدونکې ګټه ډېره د مخالفینو یا اورپکو لاس ته ورځي. بزګران د ګټې ۲۰٪ هم نه ترلاسه کوي.»

هغه وویل، «د هیرویینو اکثر سوداګر پخپله طالبان دي، چې هغوی یې بیا په نورو خرڅوي او خپله جګړه پرې تمویلوي،»

د نورو بوټو کرلو ته خلک تشویقول

د ساپي په وینا، دغه کمپاین به د دې مخه ونیسي چې طالبان د اپینو له تجارت څخه پیسې ترلاسه کړي،او بل هدف یې دا دی چې له بزګرانو سره به مرسته وشي چې د کوکنارو کرل بند کړي او پرځای یې نورحلال فصلونه وکري.‌

ساپي وویل،‌ «مونږ به بزګرانو ته اسانتیاوې برابرې کړو، او مونږ به د هغوی لپاره پروژې تطبیق کړو. مونږ به هغوی ته بدیل ورکړو او هغوی ته به تخمونه او سره ور ووېشو.»

ساپي وویل، «اوس، د ملګرو ملتونو د نشه ییزو توکو او جرمونو پر ضد د مبارزې د ادارې (یو اېن او ډي سي) له خوا د ۱.۵ میلیارد افغانیو (۲۲ میلیونه ډالرو) په ارزښت په سرخرود، خوګیاڼي، رودات، مومند دره، ګوشته او دوربابا ولسوالیو کې پروژې تطبیقیږي،»

هغه وویل، «دغه کار به په دې کال کې پیل شي،»

هغه وویل، دغه پروژې به د راتلونکو درې کالو په ترڅ کې بشپړې شي چې سربندونه، نهرونه او د چرګانو فارمونه به په کې شامل وي؛‌ او تخمونه او نورې مرستې به برابروي.‌

د کوکنارو د کرنې مخه نیول

ساپي وویل، د کوکنارو د له منځه وړلو کمپاینونو وار له مخه نتیجې ورکړي دي.‌

هغه وویل، «تېر کال په ننګرهار کې ۱۷۰۰۰ هکتاره کوکنار کرل شوي ول، په داسې حال کې چې سږ کال زمونږ ابتدایي سروې ښیي چې دا سطحه ۳۵٪ راکمه شوې، او که د الله رضا وي، په دې کمپاین سره به هغه نوره هم راکمه شي،»

د خېوې ولسوالۍ یوه قومي مشر ضابط امیر وویل، «د کوکنارو د کرنې له فصل څخه مخکې، حکومت په خلکو باندې غږ وکړ چې ویې نه کري، او ویې ویل چې پرې پښېمان به شئ، خو هغوی غوږ ونه نیو، او اوس حکومت هغه له منځه وړي،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «هغه یو حرام بوټی دی،»

هغه وویل، «د کوکنارو فصل وار له مخه له منځه وړل کیږي. اوس مونږ له حکومت څخه غواړو چې له بزګرانو سره مرسته وکړي، هغوی ته نغده مرسته ورکړي، د هغوی لپاره سربندونه جوړ کړي او فابریکې ورته جوړې کړي چې ژوند یې پرمختګ وکړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500