امنیت

په ننګرهار کې د داعش او طالب اورپکي د سولې پروسې سره یوځای شول

د خالد زېري راپور

ننګرهار -- په ننګرهار ولایت کې د سولې پروسه روانه ده او هغه طالبان او د داعش اورپکي، چې تصمیم یې نیولی چې د افغان حکومت او خلکو پر ضد جګړه پای ته ورسوي، له دې پروسې سره یوځای کیږي. [خالد زېری]

جلال اباد -- په ننګرهار ولایت کې د سولې پروسه روانه ده او هغه طالبان او د داعش اورپکي، چې تصمیم یې نیولی چې د افغان حکومت او خلکو پر ضد جګړه پای ته ورسوي، له دې پروسې سره یوځای کیږي.

په ټولیز ډول ۱۵ تنه پخوانیو طالبانو او د داعش اورپکو خپلې وسلې کېښودې او د وري په ۲۱مه په جلال اباد کې د سولې پروسې سره یوځای شول.

اورپکو خپلې وسلې د دغه ولایت په ملي امنیت ریاست کې وسپارلې او په خپلو تېرو ترهګریزو فعالیتونو یې پښېماني څرګنده کړه.‌

په ننګرهار ولایت کې د سولې د شورا یوه غړي حاجي جان محمد د یادو دواړو ډلو د تسلیمۍ په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل، «په دوی کې ۱۰ کسان طالبان دي او ۵ نور یې د داعش اورپکي دي چې له خپلو دواړو قوماندانانو سره یوځای د سولې پروسې سره یوځای شوي دي،»

۱۰ تنه طالبان او ۵ د داعش غړي د وري په ۲۱ مه په جلال اباد کې د سولې پروسې سره یوځای، او د ننګرهار ولایت په ملي امنیت ریاست کې مقاماتو ته تسلیم شول. [خالد زېری]

۱۰ تنه طالبان او ۵ د داعش غړي د وري په ۲۱ مه په جلال اباد کې د سولې پروسې سره یوځای، او د ننګرهار ولایت په ملي امنیت ریاست کې مقاماتو ته تسلیم شول. [خالد زېری]

هغه وویل، «مخکې، دا یاغیان په پچیر اګام، کوټ، خوګیاڼو، روداتو، نازیانو، هسکه مېنه او اچین ولسوالیو کې د حکومت پر ضد فعالیتونو کې بوخت ول،»

دواړو قوماندانانو چارواکي په دې خبر کړل چې هغوی له نورو اورپکو سره، چې پلان لري د سولې پروسې سره ژر یوځای شي، په تماس کې دي.

د افغانانو د ګټو پر ضد جنګ کول

د داعش د ۵ کسیز ګروپ مشر څارمحمد وویل، د هغه ګروپ له بهرنیو بادارانو څخه امرونه ترلاسه کول.

هغه خبریالانو ته وویل، «هغوی مونږ ته ویل چې ښوونځي او روغتونونه وران کړئ. په اول کې، مونږ دا کارونه وکړل، خو وروسته زه پوه شوم چې دا حکمونه د افغانستان د ګټو پر ضد دي، او مونږ د دغو حکمونو له منلو څخه سرغړونه وکړه،نو مونږ راغلو او د سولې پروسې سره یوځای شو.»

هغه وویل، «هغوی مونږ ته ډېرې زیاتې پیسې راکولې... هغوی مونږ ته د کورنۍ لګښتونه هم راکول. لومړی، هغوی مونږ پاکستان ته بوتلو او هلته یې وروزلو؛‌ بیا یې دلته راولېږلو چې جګړه وکړو.»

محمد وویل، د هغه ګروپ په کوټ ولسوالۍ کې تخریبي فعالیتونه ترسره کول. هغه هیله څرګنده کړه چې عادي ژوند ته راستون شي او ژمنه یې وکړه چې د حکومت او وطن لپاره به کار وکړي.

د طالبانو د ۱۰ کسیزې ډلې مشر ثناءالله چې د روداتو ولسوالۍ اوسېدونکی دی او ۷ کاله یې د طالبانو په لیکو کې تېر کړي، وویل، «ما له طالبانو سره ډېر وخت تېر کړ، خو هغوی زمونږ هېواد او زمونږ راتلونکی ویجاړوي،»

د طالبانو او داعش زیانونه په ډېرېدلو دي

د ننګرهار د سولې د شورا په وینا، په دغه ولایت کې د تېرو څو کلونو په ترڅ کې ټول ۸۶۱ تنه اورپکي د سولې پروسې سره یوځای شوي چې اکثر یې طالبان او نور یې د داعش جنګیالي ول.‌

په کوټ ولسوالۍ کې د اورپکو پر ضد د ولسي پاڅون مشر حاجي حیات خان خبریالانو ته وویل، «ما ډېرې هڅې وکړې چې دا خلک د سولې پروسې ته راولم، او زه اوس هم هڅې کوم،»

حیات خان له نورو یاغیانو څخه هم وغوښتل چې د خپلو ورونو وژل او د خپل وطن ورانول دې بس کړي او د سولې پروسې سره دې یوځای شي. هغه وویل، «دا یو ښه ګام دی،»

د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د وري په ۱۹مه سلام ټایمز ته وویل،‌ پوځي عملیاتو په ننګرهار ولایت کې داعش کمزوری کړی او اوس په دې ولایت کې له ۱۰۰۰ څخه ډېر د داعش غړي پاتې نه دي.‌

هغه وویل، پخوا داعش ننګرهار د خپلې خراسان څانګې پلازمېنه باله.‌

منګل وویل،‌«خو اوس ننګرهار د هغوی په هدیره بدل شوی،او داعش یوازې د پنځو ولسوالیو په لیرې پرتو او محدودو سیمو کې حضور لري.‌د هغوی پر ضد عملیات روان دي، او که د خدای رضا وي، دغه ډله به ژر له دې خاورې نه ورکه کړای شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500