امنیت

په هلمند کې د طالبانو د ګواښونو له امله د ټیلیفوني خدمتونو بندېدا ملکي خلک له ستونزو سره مخامخ کړي دي

د صفت الله زاهدي راپور

طالبان، چې په هلمند ولایت کې د افغان ځواکونو د وروستیو عملیاتو په ترڅ کې له سختو زیانونو سره مخامخ شوي،‌ په ټول ولایت کې یې د مخابراتي کمپنیو ګواښلو ته مخه کړې ده. [صفت الله زاهدي]‌

هلمند -- طالبان، چې په هلمند ولایت کې د افغان ځواکونو د وروستیو عملیاتو په ترڅ کې له سختو زیانونو سره مخامخ شوي،‌ په ټول ولایت کې یې د مخابراتي کمپنیو ګواښلو ته مخه کړې ده.

د هلمند د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالسلام افغان سلام ټایمز ته وویل، نصرت عملیاتو، چې د وري په ۱۲مه پیل شوي، طالبانو ته غټ تلفات ور واړول.‌

هغه وویل، «په دې عملیاتو کې، پولیسو د نادعلي ولسوالۍ یو شمېر سیمې تر خپل کنټرول لاندې راوستلې. په ورته ډول، یو زیات شمېر طالبان ووژل شول او یو شمېر نور ونیول شول.»

دغو بریدونو ته په غبرګون کې، طالبانو د وري په ۲۳ مه په هلمند ولایت کې مخابراتي شرکتونو ته خبرداری ورکړ چې خپل خدمتونه دې بند کړي.‌

د غوایي د میاشتې په ۱ نېټه د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د ټیلیفون پایې لیدل کیږي. طالب یاغیان، چې ویې نشوای کولای چې د جګړې په ډګر کې بریا ترلاسه کړي، ګواښ کوي چې په هلمند کې به د ټیلیفون بېخبناوې ویجاړې کړي. [صفت الله زاهدي]‌

د غوایي د میاشتې په ۱ نېټه د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د ټیلیفون پایې لیدل کیږي. طالب یاغیان، چې ویې نشوای کولای چې د جګړې په ډګر کې بریا ترلاسه کړي، ګواښ کوي چې په هلمند کې به د ټیلیفون بېخبناوې ویجاړې کړي. [صفت الله زاهدي]‌

شرکتونو ومنله او د خپلو موبایل فون ستنو د خرابېدا له وېرې یې په ټول ولایت کې خپل خدمتونه بند کړل. پژواک خبري اژانس راپور ورکړ، چې دغه ډول بریدونه د کب په میاشت کې په فراه کې پېښ شول.

د والي ویاند عمر ځواک وویل، «د مخابراتي شبکو بندول یوازې ملکي خلکو ته تاوان ور رسوي. حکومت کولی شي چې له نورو لارو هم خپلې اړیکې وساتي.»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «مونږ هڅه کوو چې د ولس لپاره مخابراتي شبکې بېرته فعالې کړو ځکه چې دغه حالت ډېرې ستونزې راولاړې کړي دي،»

هغه وویل،‌«مونږ په شپنیو چاپو کې ډېرې لاسته راوړنې لرلې، او طالبان وځپل شول. په دغو عملیاتو کې له هوایي ملاتړ څخه پراخه استفاده کیږي.»

په هلمند ولایت کې د ۲۱۵ میوند قول اردو ویاند جګړن عبدالقدیر بهادرزي سلام ټایمز ته وویل، «کله چې مونږ له طالبانو څخه ډېرې سیمې ونیسو، هغوی بیا افغان ملکیانو ته زیان ور رسوي، او په دې توګه انتقام اخلي،»

هغه وویل، «د مخابراتي شبکو بندول هم ښیي چې طالبان نور دا ځواک نه لري چې د جګړې په ډګر کې جنګ وکړي،»

د سولې د خوځښتونو مخه نیول

په هلمند ولایت کې د طالبانو پر ضد د یوه روان احتجاج برخه وال وایي، د مخابراتي شرکتونو پر ضد ګواښونه د دې لپاره دي چې د سولې لپاره د هغوی هڅې مختلې کړي.‌

د هلمند ولایت لسګونو اوسېدونکیو «د خلکو د سولې حرکت» د وري په ۴ مه په لښکرګاه کې په یوه پرلت سره پيل کړ. دا کار یوه ورځ وروسته له هغه وشو چې په ښار کې له یوه لوبغالي څخه بهر یو موټر، چې چاودېدونکي مواد په کې ځای پرځای شوي ول، وچاودېد، لږ تر لږه ۱۷ تنه ملکي کسان یې ووژل او ۵۵ نور یې ټپیان کړل.

دغه احتجاجونه، چې ټول هېواد ته خپاره شوي،له طالبانو څخه غوښتنه کوي چې سوله وکړي او د ملکي خلکو له وژنې څخه لاس واخلي.‌

د هلمند د پرلت یوه ترتیبوونکي اقبال خیبر، چې ۲۸ کاله عمر لري، سلام ټایمز ته وویل، «مونږ د سولې لپاره خپله غوښتنه کې جدي یو.‌ مونږ نړۍ ته ښیو چې ټول افغانان ترهګر نه دي،»

هغه وویل، «طالبانو مونږ ته وویل،‌ 'مونږ ستاسو له امله شبکې بندې کړي دي'،»

هغه وویل، «مخابراتي شبکې او انټرنټ بند کړای شوي دي، خو اوس مونږ کلي په کلي، کور په کور او دوکان په دوکان ګرځو او د سولې لپاره غږ پورته کوو،»

په هلمند کې د ښوونځي د دولسم ټولګي یوه زده کوونکي میرویس میاخېل، چې ۲۷ کاله عمر لري، وویل، طالبانو «انټرنټ، فیسبوک او هرڅه» د دې لپاره بند کړل چې د خلکو د سولې د حرکت د خپرېدا مخه ونیسي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «مونږ غواړو چې مخابراتي شبکې بېرته فعالې شي چې مونږ او ولس وکولی شو چې یو له بله سره په تماس کې اوسو او مونږ وکولی شو چې دا د سولې غږ د نړۍ خلکو ته ورسوو،»

د ملکي خلکو لپاره ستونزې جوړول

د نادعلي ولسوالۍ یوه اوسېدونکي زعفران نورزي، چې ۴۵ کاله عمر لري، هم په مخابراتي کمپنیو غږ وکړ چې خپل خدمت دې بېرته فعال کړي.‌

هغه د نظامیانو لپاره د مخابرو په څېر بدیلو وسیلو موجودیت ته په اشارې سره، سلام ټایمز ته وویل، «دغه بندیز ملکي خلکو ته تاوان ور رسوي -- حکومت د دغو شبکو په بندېدلو سره له ستونزو سره نه مخامخ کیږي،»

نورزي وویل، «پلونه، سړکونه، لویې لارې، شبکې او هر بل شی چې ویجاړېږي، لومړی تاوان یې ملکي خلکو ته ور رسیږي،»

هغه وویل، «که زمونږ په کور کې کوم څوک ناروغ وي، مونږ نه پوهېږو چې څه وکړو یا چاته ووایو. ټولې شبکې بندې دي، او مونږ احوال هم نشو ترلاسه کولی.»

په لښکرګاه کې د مدني ټولنې یوې فعالې شګوفې نورزۍ، چې ۲۵ کاله عمر لري، سلام ټایمز ته وویل، «مونږ د مخابراتي شبکو د بندېدا له امله خپل ټول د مدني ټولنې مجلسونه درولي دي،»

هغې زیاته کړه، «ښځې په کورونو کې ډېرې ستونزې لري. که کوم څوک ناروغ شي هغوی نشي کولی چې څوک خبر کړي.»

شګوفې وویل، «مونږ له ښکېلو خواوو څخه غواړو چې د ملکي خلکو ستونزې په پام کې ونیسي او مخابراتي شبکې د ولسي خلکو پرمخ پرانیزي،»

د ګرمسېر ولسوالۍ یو اوسېدونکی، رمضان خروټی، چې ۳۲ کاله عمر لري او د پرلت لپاره لښکرګاه ته راغلی دی، نه دی توانېدلی چې خپل کور ته ټیلیفون وکړي.‌

هغه د وري په ۲۸ مه سلام ټایمز ته وویل، «زه نه یم توانېدلی چې له پنځو ورځو راهیسې کور ته ټیلیفون وکړم. ټیلیفونونه کار نه کوي.»

هغه وویل، «د مخابراتي شبکو ستونزو یوازې ملکي خلک متاثر کړي دي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500