امنیت

یو سند ښیي چې طالب چارواکي د سولې کولو، له ایران او روسیې سره د اړیکو په اړه په خپل منځ کې اختلاف لري

د صفت الله ذاهدي راپور

یو لیک، چې د وري په میاشت کې په هلمند کې د طالبانو د یوه جیګپوړي مشر ملا عبدالمنان منصوري له خوا لیکل شوی، د دغې ډلې د رهبرۍ په منځ کې درزونه په ګوته کوي. [صفت الله زاهدي]

یو لیک، چې د وري په میاشت کې په هلمند کې د طالبانو د یوه جیګپوړي مشر ملا عبدالمنان منصوري له خوا لیکل شوی، د دغې ډلې د رهبرۍ په منځ کې درزونه په ګوته کوي. [صفت الله زاهدي]

هلمند -- د طالبانو د مشرانو ترمنځ د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسې په برخه کې د دغې ډلې د سیاست په هکله ژور اختلافونه رامنځته شوي دي.

سلام ټایمز په دې وروستیو کې یو لیک ترلاسه کړی چې د هلمند ولایت لپاره د طالبانو تش په نامه والي ملا عبدالمنان منصوري له خوا لیکل شوی دی. هغه تر ډېره د ملا منان په نامه یادېږي.

په پیغام کې، هغه د طالبانو په لوی ملا هبت الله اخونزاده باندې سختې نیوکې کړي دي.

په هلمند کې د ملي امنیت د ریاست یوه چارواکي د هغه د نوم د نه ښودلو په شرط سلام ټایمز ته وویل، «د طالبانو ترمنځ ژور اختلافات رامنځته شوي دي، او دغه لیک اصلي دی،»

د راپورونو له مخې، دا وسله چې د ایران نښه پرې لګېدلې د ۱۳۹۴ کال د کب په میاشت کې په هلمند ولایت کې له جنګونو څخه وروسته له طالبانو څخه نیول شوې ده. [آرشیف]

د راپورونو له مخې، دا وسله چې د ایران نښه پرې لګېدلې د ۱۳۹۴ کال د کب په میاشت کې په هلمند ولایت کې له جنګونو څخه وروسته له طالبانو څخه نیول شوې ده. [آرشیف]

په دغه پرانستي لیک کې، چې د وري په میاشت کې لیکل شوی، ملا منان په هبت الله باندې تور لګولی چې «ځان خوښو» پالیسیو ته وده ورکوي او د طالبانو د غړو تر منځ اختلاف رامنځته کوي.

منان همدارنګه له طالبانو څخه غوښتي چې د هلمند د اوسېدونکیو غوښتنو ته پام وکړي او په افغانستان کې سوله ومني.‌

په لیک کې راغلي، «هیبت الله ډیر اصول تر پخوا تر پښو لاندې کړي او حتی د اسلامي امارت د غړو ترمنځ یې قومي توپیرونو ته لمن وهل پیل کړي دي.»

هغه لیکلي «متاسفانه د همدغو خود سریو او قومي رابطو او ناسمو پالیسیو نتیجه ده چې نن په هلمند ولایت او نورو ولایاتو کې عام خلک له اسلامي تحریک نه ناراضه شوي او سرعام په ډله ایزه توګه له موږ غوښتنه کوي چې باید جنګ ته د پای ټک کیږدو او له دولت سره سوله او مذاکرات وکړو.»

لیک وایي، «له همدې امله مونږ مجبوره یو چې باید د ولسونو په غوښتنه غور وکړو او دا زما نه بلکې د هلمند د ټولو قومونو او ریښتینو مجاهدینو غوښتنه ده.»

د درزونو زیاتېدل

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک سلام ټایمز ته وویل، «د طالبانو د مشرانو تر منځ ژور اختلافات نوي نه دي، خو څو میاشتې مخکې نور هم په کې راپیدا شول،»

کتونکي وایي، چې د جروبحث په برخو کې د طالبانو له خوا د روسیې او ایران د مالي او تسلیحاتي مرستو منل، د ولسمشر غني د سولې وړاندیز او د اپینو تجارت شامل دي.‌

د هلمند یوه قومي مشر حاجي نظرمحمد اسحاقزي سلام ټایمز ته وویل،‌منان نه غواړي چې طالبان «د روسانو مرسته» قبوله کړي.‌

هغه زیاته کړه، «ملا منان پخپله غواړي چې سوله وکړي، خو نور طالب مشران هغه ته اجازه نه ورکوي چې دا کار وکړي،» او زیاته یې کړه چې منان نه غواړي چې ملکي خلک ووژل شي، خو هغه نشي کولی چې مخه یې ونیسي، «دا د هغه کار نه دی.»

د خلکو د سولې د حرکت، چې د طالبانو پر ضد احتجاج دی او د وري په ۴ مه په لښکرګاه کې شروع شوی، یوه ۲۹ کلن برخه وال نجیب الله ساحل وویل،‌ «په وروستیو کې، د طالبانو تر منځ د ملکي خلکو د وژنې او د سولې د خبرو په سر ډېر اختلافات رامنځته شوي دي،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «مونږ کولی شو چې د خپلو احتجاجونو ګټې وګوروځکه اوس طالبان غواړي چې د ملکي خلکو وژل ودروي،او دا له لیک څخه ثابته شوې ده،»

له ایران او روسیې سره د طالبانو اړیکې

د لیک په پای کې، منان د طالبانو له مشرانو څخه غواړي چې له ایران او روسیې سره د دې ډلې په اړیکو باندې بیاکتنه وکړي.

منان د خپل ځان او په هلمند کې د خپلو پلویانو په استازیتوب لیکلي «د هیبت الله اخندزاده له هغه سیاست او پالیسۍ سره هم کاملاً مخالف یو چې د ځینو مشخصو حلقاتو په خوښه یې د روسیې او ایران سره روابط مستحکم کړي دي او په ځینو مواردو کې د هغوی د مشورو پر اساس ځیني فعالیتونه ترسره کوي.»

هغه وویل، «له رهبرۍ شورا څخه غواړم چې د ایران او روسیې د روابطو په نیولو دې بیا کتنه وشي.»

په هلمند کې د ملي امنیت د ریاست چارواکي روښانه کړه چې ولې طالبان داسې په ځان مینو نېکوکارانو باندې اوښتي دي.‌

سرچینې وویل، «ملا منان د هلمند د نشه ییزو توکو پیسې ملا هبت الله ته نه ورکوي؛ له دې امله، هبت الله ضرورت لري چې له ایران او روسیې څخه د مرستې غوښتنه وکړي، او دا اختلافات هم له همدې امله رامنځته شوي دي.»

ځواک وویل،‌«طالبان روسۍ او ایرانۍ وسلې لري. زمونږ د ملي امنیت د ریاست منسوبینو دا وسلې په جنګ کې نیولي دي.»

د هلمند د ولایتي شورا یوه غړي بشیراحمد شاکر سلام ټایمز ته وویل، «د ایرانۍ او روسۍ نښې لرونکې وسلېد هلمند په جګړو کې ونیول شوې، او هغوی نشي کولی چې انکار ترې وکړي،»

هغه وویل، «طالبان له ایران او روسیې څخه مرسته غواړي،» او دا یې تایید کړه چې دا مرسته د طالبانو د غړو تر منځ د جروبحث یوه سرچینه ګرځېدلې ده.

شاکر وویل، «ځینې طالبان د ایران او روسیې له خوا د مرستو په هکله خبر نه ول. اوس طالبان په دوه ډلو وېشل شوي دي.»

د هلمند د ولایتي شورا یوه بل غړي بریالي نظري سلام ټایمز ته وویل، «دا معلومه ده چې طالبان له ایران او روسیې څخه وسلې ترلاسه کوي او د جګړې په ډګر کې ترې استفاده کوي،»

هغه وویل، «طالبان مستقل ندي؛ ایران او روسیه په سیمه کې له هغوی څخه استفاده کوي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500