امنیت

د روسیې - ایران غوړېدونکی یووالی په اسلامي نړۍ کې د فرقه یيزو ترینګلتیاو اور ته لمنه وهي

د سلام ټایمز مدیریه هیئت

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د ایران ولسمشر حسن روحاني د هغوی له سلاکارانو سره یوځای د ۱۳۹۶ په لړم کې په تهران کې سره وکتل چې د سوریې، یمن، او افغانستان په شمول د دواړو هېوادونو تر منځ مسایلو په هکله د لا زیاتې همکارۍ په هکله خبرې اترې وکړي. [کرېملین]

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د ایران ولسمشر حسن روحاني د هغوی له سلاکارانو سره یوځای د ۱۳۹۶ په لړم کې په تهران کې سره وکتل چې د سوریې، یمن، او افغانستان په شمول د دواړو هېوادونو تر منځ مسایلو په هکله د لا زیاتې همکارۍ په هکله خبرې اترې وکړي. [کرېملین]

کابل -- له تهران سره د مسکو زیاتېدونکې نژدې اړیکې په اسلامي نړۍ کې فرقه ییزې ستونزې له بد نه بدتروي او دا څرګندوي چې کرېملین غواړي چې د ایران له بې ثباته کوونکیو فعالیتونو سره د لاس یو کولو له لارې نفوذ ترلاسه کړي.

د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین رژیم له کلونو راهیسې هڅه کوله چې په منځني ختیځ، افغانستان، منځنۍ اسیا او اخوا سیمو کې، د شوروي اتحاد له نسکورېدلو څخه وروسته او په تعقیب یې د روسیې فدراسیون له نړیوالې انزوا څخه وروسته خپلې اړیکې بیا قوي کړي.

وروستي انکشافات ښیي چې کرېملین پرېکړه کړې چې خپله پره له ایران سره وغورځوي. له افغانستان څخه نیولې تر سوریې، او له یمن څخه نیولې تر عراق پورې، د روسیې له خوا د تهران نفاق اچوونکي او پراختیا غوښتونکې اجندا څرګنده ده.

خو دغه غوړېدونکي ارتباط د هغو سیمو د اوسېدونکیو لپاره ویجاړوونکي نتایج رامنځته کړي دي.

د ایران یو پوځي هیئت، چې د دفاع وزیر امیر حاتمي یې مشري کوي، د وري په ۲۶ مه په مسکو کې د روسیې پوځي افسرانو سره، چې د وسله والو ځواکونو لوی درستېز جنرال ولیري ګیراسیموف یې مشري کوي، ملاقات کوي. [د ایران د دفاع وزارت]‌

د ایران یو پوځي هیئت، چې د دفاع وزیر امیر حاتمي یې مشري کوي، د وري په ۲۶ مه په مسکو کې د روسیې پوځي افسرانو سره، چې د وسله والو ځواکونو لوی درستېز جنرال ولیري ګیراسیموف یې مشري کوي، ملاقات کوي. [د ایران د دفاع وزارت]‌

د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ له خوا حمایه کېدونکې د افغانانو فاطمیون لوا غړي په دې بې نېټې عکس کې په سوریه کې، چې هغوی په کې د روسیې په مرسته د سوریې د ولسمشر بشار الاسد او د ایران د فرقه ییزو ګټو د ملاتړ لپاره جنګ کوي، په یوه غونډۍ پورته کیږي. [آرشیف]

د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ له خوا حمایه کېدونکې د افغانانو فاطمیون لوا غړي په دې بې نېټې عکس کې په سوریه کې، چې هغوی په کې د روسیې په مرسته د سوریې د ولسمشر بشار الاسد او د ایران د فرقه ییزو ګټو د ملاتړ لپاره جنګ کوي، په یوه غونډۍ پورته کیږي. [آرشیف]

روسي عسکر او الوتکه په خیمیم کې د هغوی په بېس کې، له کوم ځای نه چې هغوی د ایران له خوا حمایه کېدونکو ملېشو ملاتړ کاوه چې د سوریې د ولسمشر بشار الاسد د نسکورېدا مخه ونیسي. [د روسیې د دفاع وزارت]

روسي عسکر او الوتکه په خیمیم کې د هغوی په بېس کې، له کوم ځای نه چې هغوی د ایران له خوا حمایه کېدونکو ملېشو ملاتړ کاوه چې د سوریې د ولسمشر بشار الاسد د نسکورېدا مخه ونیسي. [د روسیې د دفاع وزارت]

روسیې په تېرو څو کالو کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا کې د سوریې او د یمن د حوثیانو په شمول د ایران او د هغه د متحدینو د خوندي کولو لپاره له یو درجن ځلې څخه ډېر خپل د ویټو صلاحیت کارولی دی. په دې عکس کې په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر واسیلي نیبینزیا ښکاري. [په ملګرو ملتونو کې د د روسیې فدراسیون دایمي ماموریت]

روسیې په تېرو څو کالو کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا کې د سوریې او د یمن د حوثیانو په شمول د ایران او د هغه د متحدینو د خوندي کولو لپاره له یو درجن ځلې څخه ډېر خپل د ویټو صلاحیت کارولی دی. په دې عکس کې په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر واسیلي نیبینزیا ښکاري. [په ملګرو ملتونو کې د د روسیې فدراسیون دایمي ماموریت]

د روسیې له پوځي صلاحیت او د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د هغې له دایمي چوکۍ څخه په ناوړه استفادې سره، روسیې او ایران داسې یو اتحاد جوړ کړی چې د زرګونو انسانانو د ژوند په بیه تمام شوی، میلیونونه خلک یې کډه کولو ته اړ کړي او په داسې سیمو کې، چې وار له مخه ماتېدونکې او چاودېدونکې دي، یې فرقه ییزې ترینګلتیاوې له بدو نه بدترې کړي دي.‌

د شیعه مېشتې سیمې ملاتړ کول

د روسیې او ایران وروستی ارتباط تر ډېره د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د رژیم د ملاتړ کولو په شریک مقصد سره پیل شو. بشار د هغه له پلار حفاظ سره، چې له هغه څخه مخکې په واک کې وو، په ګډه له تهران او اسلامي انقلابي ګارډ سره اړیکې لرلې.

ایران سوریې ته په تش په نامه «شیعه میاشت» کې د خپل فرقه ییز نفوذ د کلکولو د یوه عنصر په سترګه ګوري. شیعه میاشت، د هغو هېوادونو حلقه، چې اکثریت اوسېدونکي یې شیعه ګان دي یا یوه اندازه شیعه ګان په کې اوسېږي او له ایران څخه تر لبنان پورې غزېدلې، پرته ده.

په ځانګړې توګه، سوریه د یوې ځمکنۍ لارې په توګه عمل کوي چې د ایران د وسلو کشتیو او نفوذ ته دا وړتیا ورکوي چې ګاونډي لبنان ته ورسېږي، چېرې چې تهران د تهران د اوږدې مودې د دښمن اسراییل پر ضد د سیاسي - نظامي ګروپ حزب الله ملاتړ کوي.

روسیه، په خپل نوبت، له اوږدې مودې راهیسې سوریې ته د خپلو پوځي وسایلو د مشتري ارزښت ورکوي او د سوریې په طرطوس ښار کې خپل د مدیترانې یوازني سمندري بندر ته له لاسرسي څخه په حسودانه توګه ساتنه کوي.‌

په سوریه کې د کورنۍ جګړې په پیلیدلو سره، مسکو دا فرصت ترلاسه کړ چې په بې توپیره ډول خپل پوځي او صلاحیتي وړتیاوې وښیي او په داسې یوه سیمه کې، چې متحده ایالات په کې قوي حضور لري، د نفوذ مظاهره وکړي.

د اسد رژیم د ژوندي ساتلو لپاره د ګډې علاقه مندۍ لرلو، روسیه او ایران دې ته برابر کړي چې وسلې، جنګیالي او پیسې ولېږي چې له نژدې اته کاله جنګ څخه وروسته د سوریې د پوځ د ماتېدا مخه ونیسي.‌

دغه ملاتړ، یوازې په سوریه کې،‌ اټکل ۵۰۰۰۰۰ سوریایان وژلي او میلیونونه نور یې بې ځایه کړي دي. دغه مړینې او کډه کېدنې اکثر په سنیانو کې شوي -- هغه چې د اسد او د ایران د فرقه ییزې اجندا مخالفت کوي.

له هغه وخت راهیسې، د روسیې او ایران تر منځ اتحاد داسې پراختیا موندلې چې د ایران د فرقه ییز روایت او ګټو لپاره کار وکړي.‌

په داسې حال کې چې روسیه په بهرنیو اړیکو کې د لاسوهنې، په ګاونډیو هېوادونو باندې د یرغلونو او له مطلقه رژیمونو څخه د ملاتړ له امله په نړیوال سټېج له انزوا سره مخامخ شوې، هغه هڅه کوي چې له داسې چا سره چې ورته نړیواله معضله ولري -- په داسې حالت کې ایران، سره اتحادونه جوړ کړي.‌

روسیه او ایران له اوږدې مودې راهیسې «د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې» پوښ د دې لپاره کاروي چې خپلې فرقه ییزې او د پراختیا غوښتونې هڅې پټې کړي.

دغه دوه هېوادونه اکثر وختونه د سوریې مخالفین -- هغه خلک چې له داسې یوه دکتاتور څخه د ازادۍ لپاره جنګ کوي چې خپلو خلکو ته زهر ورکوي -- له داعش او نورو افراطي ډلو سره مقایسه کوي.‌

داسې ښکاري چې روسیه او ایران د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په برخه کې په خپل غلط روایت او له بل هر وخت نه ډېر په خپل اتحاد باندې تکیه کوي.‌

روسیه د ملګرو ملتونو له ویټو څخه د ایراني اجندا د سپر په توګه کار اخلي

په پوځي او استخباراتي همکارۍ سربېره، روسیې په مکرر ډول خپل د ویټو صلاحیت څخه د دې لپاره کار اخیستی چې د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا پرېکړې، چې په ایران او د ایران په متحدو هېوادونو یې انتقادونه کول، بلاک کړي.‌

د هغو یو درجن ویټوګانو سربېره، چې روسیې د سوریې د رژیم د خوندي کولو لپاره استعمال کړي -- چې په کې د وري په ۲۱ مه د هغه پرېکړه لیک مخنیوی هم شامل دي چې رژیم یې د ملکي خلکو پر ضد د کیمیاوي وسلو د استعمال له امله غانده -- کرېملین ایران له دې څخه هم خوندي کړی چې د یمن په جګړه کې د رول له امله سزا وویني.‌

روسیې د کب په ۷ مه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د هغې پرېکړې مخه ونیوله چې په ایران به یې په یمن کې د شیعه حوثي یاغیانو له خوا د ایران جوړ میزایلو د ناقانونه استعمال له امله فشار راوړی وای.

د دغې پرېکړې، چې له دې پرته به ۱۵ کسیزې شورا په اسانۍ سره تصویب کړې وای، هدف دا وو چې د تهران له خوا په ملاتړ کېدونکو حوثیانو باندې د ملګرو ملتونو له خوا د وسلو پای ته رسېدونکی بندیز بیا تازه کړي -- او د ایران د مؤسسیونو د شورا یوه حکم ترې سرغړونه کړې وه.

پرځای یې، د امنیت شورا مجبوره کړای شوه چې د روسیې له خوا د تیارې شوې مسودې اعلامیه تصویب شي چې د وسلو بندیز او حکم یې تازه کړ خو په یمن کې د ایران جوړ وسلو ذکر یې په کې ونه کړ.

په افغانستان کې 'دوه مخې لوبه'

روسیې په افغانستان کې هم له ایران سره ملګرتیا جوړه کړې، چېرې چې هغوی په غیرمتوقع ډول له یوه سني افراطي ګروپ څخه استفاده کوي چې خپل کار پرې وکړي.‌

ډېر شواهد موجود دي چې دواړه هېوادونه طالب جنګیالیو ته، چې په دې اړ نه دي چې په په کابل کې د غرب له خوا ملاتړ کېدونکی حکومت رانسکور کړي، وسلې، پیسې او روزنه ورکوي.

روسیه او روسي رسنیز چینلونه لیدل شوي چېفرقه یي او قومي ترینګلتیاو ته لمن وهياو هڅه کوي چې افغان حکومت بې ثباته کړي او په دغه هېواد کې د دروغو خبرونه خپاره کړي.‌

له کلونو اوږده انکار څخه وروسته، د افغانستان لپاره د ایران سفیر محمد رضا بهرامي د ۱۳۹۵ په لیندۍ کې اعتراف وکړ چې ایران له طالبانو سره اړیکې لري.

دغه اعترافد ایران خطرناکې دوه مخې لوبې ته اشاره کوي:هغوی سوریې او عراق ته پیسې، وسلې او عسکر لېږي او وایي چې د «وهابي تروریزم» پر ضد جګړه کوي،خو په عین وخت کې په افغانستان کېله طالبانو سره -- چې په تیورۍ کې ورسره مخالف دی -- مرسته کوي.‌

د خبري راپورونو په اساس، په ۲۰۰۷ کې، افغان چارواکو ولیدل چې داسې کاروانونه، چې طالبانو ته یې وسلې لېږدولې، له ایران څخه افغانستان ته وراوښتل.

په ډېر وروستي وخت کې،طالب جنګیالي ډېر داسې لیدل شوي چې روسیه جوړې او ایران جوړې وسلې کاروي.

سره له دې چې روسیه ادعا کوي چې په افغانستان کې له طالب یاغیانو سره د دې لپاره مرسته کوي چې د داعش پر ضد جنګ وکړي،‌افغان چارواکي وایي چې کرېملین د افغانانو امنیتي او د ترهګرۍ ضد هڅې کمزورې کوي .

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا صحیح ده چې ایران شيطان دی چې باید وپرځول شي لاکن له ایران نه مخکې په کار دی چې د شیطان پلار یعنې پاکستان په خپلو ترکیبوونکو اجزاوو - پنجاب، سندودیش، پښتونستان او بلوچستان ووېشل شي، د ترهګرو روزونکی او حامي پوځ او استخبارات یې منحل کړای شي چې نړۍ یې له شر څخه خلاصه شي. د داعش د مشر بغدادي په شمول د نړۍ اکثرو ترهګرو په پاکستان کې روزنه اخیستې ده. ځینې وختونه سړی د امریکایانو کارونو ته حیران شي چې ټول عالم پوهېږي چې د طالبانو مشران په کویټه او پیښور کې ښکاره کورونه او دفترونه لري تر دې چې د اکثرو جنوبي ولایتونو خلک خپلې مسئلې هم د فیصله کولو لپاره ور وړي لاکن امریکایان له دې سره سره چې په روان جنګ کې تنکي افغان او امریکایي ځوانان مري بیا هم پاکستان ته حوصله کوي او یوه ورځ یې نه په پاکستاني پوځ برید وکړ او نه یې په استخباراتي مرکزونو چې ترهګر روزي. مرګ په پاکستان، مرګ په ایران او مرګ په هر هغه یرغلګر چې افغانان وژني.‌

ځواب ورکړئ