امنیت

د طالبانو دویم ګروپ د تهران له خوا د تاپي پایپ لین د سبوتاژ د پلان په هکله جزیات ورکړل

د سلیمان راپور

د کب په ۲ مه،‌ د طالبانو یو ۱۰ کسیز ګروپ د هرات مقاماتو ته تسلیم شو، چې د تاپي د پایپ لین پروژې پر ضد یې د ایران د عین ډول طرحو په هکله معلومات ورکړل. [سلیمان]

کابل -- ځایي چارواکي وایي، ایراني توطیه جوړوونکو د درې میاشتو په موده کې د دویم ځل لپاره هڅه وکړه چې له طالبانو څخه په استفادې سره په هرات ولایت کې د ترکمنستان - افغانستان - پاکستان - هندوستان د طبیعي ګاز په پایپ لین برید وکړي.‌

او بیا هم، طالب جنګیالیو د ایرانیانو امرونه ونه منل او پرځای یې خپلې وسلې تسلیم کړې او د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسې سره یوځای شول.‌

د هرات ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالاحد ولیزاده سلام ټایمز ته وویل، د ۷ طالبانو یو ګروپ، چې «د فیروز احمد تر قوماندې لاندې یې ترهګریز او د حکومت ضد فعالیتونه ترسره کول، د سولې پروسې سره یوځای شول او خپلې وسلې یې تسلیم کړې،»

هغه وویل، دغه ګروپ د غوایي په ۲ مه تسلیم شو او «په دې برخه کې د پشتون زرغون ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ او د هرات ولایت د امنیه قوماندانۍ هڅې د ستاینې دي،»

د طالبانو یو اوه کسیز ګروپ د غوایي په ۲ مه د هرات د پولیسو په مرکز کې تسلیمېږي. [د هرات پولیس]‌

د طالبانو یو اوه کسیز ګروپ د غوایي په ۲ مه د هرات د پولیسو په مرکز کې تسلیمېږي. [د هرات پولیس]‌

د هرات امنیه قوماندان جنرال محمد ایوب انصاري د غوایي په ۲ مه یوه تسلیمېدونکي یاغي ته غېږه ورکوي. د هرات پولیسو په هغې ورځ د ۷ طالبانو د دې تصمیم ستاینه وکړه چې په تاپي د برید کولو لپاره د ایرانیانو د حکمونو د منلو پر ځای د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسې سره یوځای شول.‌ [د هرات پولیس]

د هرات امنیه قوماندان جنرال محمد ایوب انصاري د غوایي په ۲ مه یوه تسلیمېدونکي یاغي ته غېږه ورکوي. د هرات پولیسو په هغې ورځ د ۷ طالبانو د دې تصمیم ستاینه وکړه چې په تاپي د برید کولو لپاره د ایرانیانو د حکمونو د منلو پر ځای د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسې سره یوځای شول.‌ [د هرات پولیس]

د تسلیم شویو طالبانو سرګروپ فیروز احمد د غوایي په ۲ مه په هرات کې په یوه خبري کانفرانس کې په دری خبرې کوي.‌ هغه وایي، «ایران زمونږ قوماندانانو ته وسلې او مهمات ورکړل او امر یې ورته وکړ چې په تاپي برید وکړي او ویجاړ یې کړي، او بیا زمونږ جیګپوړو قوماندانانو مونږ ته امر وکړ چې دا کار وکړو، خو مونږ د هغوی امرونه تعقیب نه کړل،‌ ځکه چې د تاپي ګټه زمونږ ټول ولس ته رسېږي.»

ولیزاده وویل، «د طالبانو دا ګروپ پخوا په پشتون زرغون، ګوزاره او کرخ ولسوالیو کې په یو شمېر امنیتي پېښو کې ښکېل وو،‌ چې یو شمېر ترهګریز بریدونه یې ترتیبول او پلي کول،»

د ایران د حکمونو نه منل

سرګروپ فیروز په هرات ولایت کې په یوه خبري کانفرانس کې وویل،‌«ایران زمونږ قوماندانانو ته وسلې او مهمات ورکړل او امر یې ورته وکړ چې په تاپي برید وکړي او ویجاړ یې کړي، او بیا زمونږ جیګپوړو قوماندانانو مونږ ته امر وکړ چې دا کار وکړو،»

هغه وویل، «خو مونږ د هغوی امرونه تعقیب نه کړل،‌ ځکه چې د تاپي ګټه زمونږ ټول ولس ته رسېږي.د هغه پرځای مونږ له امنیتي چارواکو سره تماس ونیو او د سولې پروسې سره یوځای شوو.»

په کابل کې د ایران سفارت د دغو تورونو د ځوابولو لپاره د سلام ټایمز مکررو غوښتنو ته ځواب وانه وایه.‌

دا د تاپي د سبوتاژ کولو لپاره د ایران لومړۍ هڅه نه ده. تر دې مخکې، د کب په ۲ مه، د طالبانو یو ۱۰ کسیز ګروپ د هرات مقاماتو ته تسلیم شو، او د ایران د طرحو په هکله یې عین ډول معلومات ورکړل.‌

د هغه ګروپ قوماندان محمد ایوب عليزي وویل، ایران هغوی ته روزنه ورکړه او بیا یې وسلې ورکړې او هدایت یې ورته وکړ چې د پرانستې په مراسمو او پایپ لین باندې برید وکړي.

د تاپي ۱۸۴۰ کیلومتره اوږد پایپ لین به له ترکمنستان څخه تر هندوستان پورې د افغانستان له لارې ورسېږي او د مهالوېش په اساس به د ۲۰۲۰ په لومړیو کې د ترکمنستان د ګالکینیش د طبیعو ګازو له لویې سرچینې څخه د طبیعي ګاز پمپ کول پیل کړي.‌

تهران د تاپي پروژې کلک مخالفت کوي،‌ ځکه چې هغه د هغه سیال پایپ لین پروژو ته یو مستقیم ګواښ جوړوي چې د ایران له لارې تېرېږي.

علیزي هغه وخت سلام ټایمز ته وویل، «مونږ ته د سرحد اخوا ته د ایران په خاوره کې جنګي روزنه راکړل شوه.‌ایران مونږ ته پیسې، وسلې او تجهیزات راکړلچې مونږ وکولی شو چې له افغان امنیتي ځواکونو سره جنګ وکړو.»

علیزي وویل، «مونږ د حقیقت په درک کولو او د دې لپاره چې د تاپي ملاتړ وکړو، جنګ بس کړ او تسلیم شو،»

طالبان مخ په ډېرېدونکي ډول سوله انتخابوي

د هرات د والي مرستیال محی الدین نوري د غوایي د ۲ مې په خبري کانفرانس کې وویل، «سوله یوازینی حل دی چې د هېواد لپاره به دا فرصت برابر کړي چې له ستونزو څخه خلاص شي.‌مونږ له نورو یاغي ډلو څخه غواړو چې له دغه فرصت څخه استفاده وکړي او خپل عادي ژوند ته راوګرځي.»

هغه وویل، «زمونږ امنیتي ځواکونه کلک هوډ لري، او هغه اورپکي، چې د سولې پروسې سره نه یوځای کیږي، هغه به وځپل شي،»

د هرات ولایت امنیه قوماندان جنرال محمد ایوب انصاري په دغه خبري کانفرانس کې وویل، «د سولې پروسې سره د طالبانو د دې ګروپ یو ځای کېدل داسې یو مثبت ګام دی چې په پشتون زرغون او کرخ ولسوالیو کې به امنیت ښه کړي،»

په هرات ولایت کې د سولې د شورا رییس غلام سرور بارکزي وویل، «په وروستیو کې، طالبان د سولې پروسې سره د یو ځای کېدلو لپاره ډېره او ډېره علاقه مندي ښیي،»

هغه وویل، «د تېرو څو کلونو په ترڅ کې، طالبان په شیندلي ډول او ګډو وډو ګروپونو کې د سولې پروسې سره یوځای کېدل، خو د سولې د عالي شورا نوې ستراتیژۍ د طالبانو غټ شمېر غړو ته دا فرصت په لاس ورکړی چې جنګ بس کړي او د سولې پروسې سره یوځای شي.»

هغه زیاته کړه، «د سولې عالي شورا هغو کسانو ته، چې د سولې پروسې سره یوځای کیږي، وظیفې ورکوي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د خوشحالۍ خبر دی. مننه

ځواب ورکړئ