تروريزم

په کابل کې د داعش 'جنګي جرم' په افغاني رسنیو باندې تنظیم شوی برید وبلل شو

سلام ټایمز

داعش په کابل کې د دوشنبې د وختي /د غوایي د ۱۰مې/ د مرګانیو جوړه بریدونو مسؤلیت پرغاړه واخیست. په پېښه کې د ۹ ژورنالستانو په ګډون لږ تر لږه ۲۵ کسان ووژل شول،‌ او ۴۹ تنه نور ټپیان شول. [نصرالله عطار/ای اېف پي ټي وي/ای اېف پي]‌

کابل -- داعش د کابل په منځنۍ برخه کې د دوشنبې د سهار /د غوایي ۱۰ مه/ د جوړه مرګانیو بمي بریدونو مسؤلیت پر غاړه واخیست.

ای اېف پي د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت له قوله راپور ورکړ، چې په دغو دوه ځانمرګو چاودنو کې، چې په پلازمېنه کې د ګڼه ګونې په ساعت کې وشوې، د ۹ ژورنالستانو په ګډون لږ تر لږه ۲۵ کسان ووژل شول او ۴۹ تنه نور ټپیان شول.

پولیسو تایید کړه چې دغه بمي بریدونه د ملي امنیت د ریاست دفترونو سره نژدې وشول.

د کورنیو چارو د وزارت په وینا، لومړۍ چاودنه د یوه بریدګر له خوا، چې په موټرسایکل سپور وو د سهار په خواوشا ۸ بجو وشوه.‌

لږ تر لږه ۹ تنه ژورنالستان د غوایي په ۱۰ مه هغه وخت ووژل شول او ۶ نور سخت ټپیان شول چې په کابل کې یې د داعش له خوا ادعا شوی ځانمرګی برید پوښه. [بې سرحده ډاکټران]

لږ تر لږه ۹ تنه ژورنالستان د غوایي په ۱۰ مه هغه وخت ووژل شول او ۶ نور سخت ټپیان شول چې په کابل کې یې د داعش له خوا ادعا شوی ځانمرګی برید پوښه. [بې سرحده ډاکټران]

داعش دویم ځانمرګی برید داسې وخت ته برابر کړی وو چې ژورنالستان او هغه لومړی غبرګون ښودونکي ووهي چې د برید صحنې ته یې ورځغاستل. لومړۍ چاودنې اکثر افغان ملکي خلک ووژل. [فیسبوک]

داعش دویم ځانمرګی برید داسې وخت ته برابر کړی وو چې ژورنالستان او هغه لومړی غبرګون ښودونکي ووهي چې د برید صحنې ته یې ورځغاستل. لومړۍ چاودنې اکثر افغان ملکي خلک ووژل. [فیسبوک]

د داعش د جوړه ځانمرګو بمي بریدونو ټپي شوي قربانیان د غوایي په ۱۰مه په کابل کې په یوه روغتون کې تداوي کیږي. [د افغانستان د ژورنالستانو مرکز]

د داعش د جوړه ځانمرګو بمي بریدونو ټپي شوي قربانیان د غوایي په ۱۰مه په کابل کې په یوه روغتون کې تداوي کیږي. [د افغانستان د ژورنالستانو مرکز]

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت ستانکزي ای اېف پي ته وویل، چې دویمه چاودنه له لومړۍ هغې څخه خواوشا ۲۰ دقیقې وروسته وشوه او په صحنه کې موجود خبریالان یې په نښه کړل.

هغه وویل، «بمي بریدګر ځان د یوه ژورنالست په بڼه جوړ کړی وو او د ګڼه ګوڼې په منځ کې یې ځان ته چاودنه ورکړه،»

'یو جنګي جرم'

د بې سرحده خبریالانو په وینا، لږ تر لږه ۹ ژورنالستان ووژل شول او ۶ نور سخت ټپیان شول.

په وژل شویو ژورنالستانو کې د طلوع نیوز کمره مین یارمحمد توخي؛‌ د ازادۍ راډېو ژورنالستان عبادالله حنانزی، سباوون کاکړ او محرم درانۍ؛‌ د ۱ تلوېزیون کمره مینان غازي رسولي او نوروز علي رجبي چې د خاموش په نامه هم یادېده؛‌ د افغانستان لپاره د ای اېف پي عکاس شاه مری؛‌ او د مشال تلوېزیون خبریال سلیم تلاش او کمره مین علي سلیمي شامل ول.‌

د بې سرحده خبریالانو د ټولنې په وینا، د دوشنبې ورځې بمي برید له بل هر منفرد برید څخه، چې د ۱۳۸۰ په لیندۍ کې د طالبانو د حکومت له نسکورېدلو څخه وروسته پېښ شوي دي، ډېر ژورنالستان ووژل.‌د ۱۳۹۴ په مرغومي کې یوه ځانمرګي موټربمي برید، چې د طلوع تلویزیون یو میني بس یې په نښه کړ، د دغه چینل ۷ کارمندان ووژل.

د افغانستان د ژورنالستانو فدراسیون او د خپلواکو افغان رسنیو کارمندانو په یوه ګډه اعلامیه کې وویل،«دغه ترهګریز برید یو جنګي جرم او په افغاني رسنیو باندې یو تنظیم شوی برید دی.‌د نن ورځې له برید او د ژورنالستانو پر ضد له نورو ګواښونو سره سره، افغاني رسنۍ دې ته ژمنې ديچې خلکو ته معلومات وړاندې کړي

په ورته وخت کې، طلوع نیوز د ځایي چارواکو او خبریالانو له قوله راپور ورکړ، چې د دوشنبې په ورځ د ماسپښین په ۴ بجو د بي بي سي پښتو خبریال احمد شاه د نامعلومو وسله والو له خوا، چې په موټرسایکل سپاره ول، وویشتل او ووژل شو.‌

هېڅ ډلې د دغې وژنې مسؤلیت نه دی اخیستی.

یوه اونۍ وړاندې، د غوایي په ۲ مه د داعش یوه ځانمرګي بمي بریدګر په کابل کې د رایه ورکوونکیو د نوم لیکنې په مرکز برید وکړ،چې له ۶۰ نه ډېر کسان یې ووژل او او له ۱۲۰ نه ډېر نور یې ټپیان کړل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

بې له شکه چې داسې احمق خلک همداسې یو فاسد دولت جوړوي.

ځواب ورکړئ