زده کړه

د طالبانو له دښمنۍ سره سره د زابل او لوګر لسګونه ښوونځي بیا پرانستل شول

د نجیب الله راپور

افغانې نجونې د وري په ۴ مه د نوي تعلیمي کال په لومړۍ ورځ په کابل کې په یوه خصوصي ښوونځي کې درس وایي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

افغانې نجونې د وري په ۴ مه د نوي تعلیمي کال په لومړۍ ورځ په کابل کې په یوه خصوصي ښوونځي کې درس وایي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- د زابل او لوګر ولایتونو اوسېدونکي د طالبانو له خوا د بندو شویو ښوونځيو بیا پرانستلو ته ښه راغلاست وایي. یو شمېر ښوونځي له څو ورځو او نور له څو کلونو راهیسې بند کړای شوي ول.

په دغو دوه ولایتونو کې له ۴۰ څخه ډېر ښوونځي وروسته له هغه پرانستل شول چې قومي مشرانو او دیني عالمانو له طالبانو سره د منځګړتیا هڅې وکړې.‌

د زابل د ښوونې او روزنې رییس نصرالله زاهد وویل، څلور کاله مخکې، طالب اورپکو د زابل ولایت په نوبهار ولسوالۍ کې ۱۳ ښوونځي بند کړل.

هغه د غوایي په ۱ له قومي مشرانو او دیني عالمانو سره په یوه کتنه کې وویل، «د دغو ښوونځیو په بیا پرانستل کېدلو سره، خواوشا ۳۰۰۰ زده کوونکیو ته د ښوونې او روزنې شرایط برابر کړای شول،»

د لوګر ولایت په محمدآغه ولسوالۍ کې د نجونو یوه ښوونځي ته ور اوښتي زیانونه وروسته له هغه لیدل کیږي چې نامعلومو سړیو هڅه وکړه چې د وري په ۲۱مه اور ورواچوي. په دېوال باندې د اسلام لومړۍ بنأ، د شهادت کلمه، لیکل شوې ده.‌ [د افغانستان د ښوونې او روزنې وزارت]

د لوګر ولایت په محمدآغه ولسوالۍ کې د نجونو یوه ښوونځي ته ور اوښتي زیانونه وروسته له هغه لیدل کیږي چې نامعلومو سړیو هڅه وکړه چې د وري په ۲۱مه اور ورواچوي. په دېوال باندې د اسلام لومړۍ بنأ، د شهادت کلمه، لیکل شوې ده.‌ [د افغانستان د ښوونې او روزنې وزارت]

زاهد د دغو ښوونځیو د بیا پرانستلو په برخه کې د قومي مشرانو او دیني عالمانو د هڅو ستاینه وکړه.

هغه وویل، «هڅې روانې دي چې په ارغنداب، خاک افغان، اتغر او دای چوپان ولسوالیو کې بند پاتې ښوونځي هم بیا پرانستل شي،»

په لوګر کې د ښوونځیو بیا پرانستل

د لوګر د والي ویاند سلیم صالح وویل، په ورته وخت کې، په لوګر ولایت کې طالبانو د وري په ۱۰ مه وروسته له هغه، چې افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د طالبانو محلي قوماندان مولوي محمد وواژه، هغوی په چرخ ولسوالۍ کې ۳۰ ښوونځي بند کړل.‌

د افغانستان د ښوونې او روزنې د وزارت په وینا، په دغو ښوونځیو کې ۱۰ لېسې، ۸ منځني ښوونځي او ۱۲ لومړني ښوونځي ول چې د ۲۲۶۲ نجونو په شمول په ټولیز ډول ۱۱۴۳۶ زده کوونکیو په کې درسونه ویل.

دغه ښوونځي د دیني عالمانو، قومي مشرانو او د زده کوونکیو د میندو او پلرونو په هڅو له ۱۰ ورځو څخه وروسته بېرته پرانستل شول.

خو د ښوونځیو له بیا پرانستلو سره سره، د تعلیم په وړاندې د اورپکو نفرت او اسلامي اساساتو ته سپکاوی لا هم پرځای پاتې دی.

د وري په ۲۱ مه، د ماښام خواوشا ۸ بجې، نامعلوم وسله وال سړي د لوګر ولایت په محمدآغه ولسوالۍ کې د نجونو یوه ښوونځي ته ورننوتل.‌

دغو سړیو د ښوونځي بې وسلې نوکریوالان ووهل او ویې تړل او بیا یې ښوونځي ته اور ور واچاوه.‌ د ښوونې او روزنې د وزارت په وینا، په پېښه کې د ښوونځي لویه دروازه او ۷ چوکۍ وسوزېدل.

په دغه ښوونځي کې له لومړي څخه تر دولسم ټولګي پورې ټول ۹۸۱ زده کوونکي درس وایي.‌ وزارت وویل،‌ چې دې پېښې په ورپسې ورځ ښوونځي ته د زده کوونکیو د ورتګ مخه ونه نیوله.‌

صالح وعده وکړه، چې «حکومت به هڅې زیاتې کړي چې د ښوونځیو پر ضد د امنیتي ګواښونو مخه ونیسي،»

د ښوونې او روزنې پر وړاندې د طالبانو دښمني

دیني عالمانو، قانون جوړوونکیو او نورو افغانانو د طالبانو له خوا ورانکاري او د ښوونځیو بندول وغندل.

په کابل کې یوه دیني عالم مولوي عبدالاحمد محمد یار وویل، «د ښوونځیو د بندولو یا هغو ته د اور وراچولو په څېر عملونه په هېڅ دین یا فرقه، او په ځانګړې توګه په اسلام کې جواز نه لري،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «په ښوونځیو کې په عمومي پوهې او علم سربېره دیني مضامین تدریسیږي. بیا نو طالبان چې ځانونه د دین طالبان بولي، د داسې سختې ګناه د کولو لپاره څه بهانه کوي؟»

هغه وویل،«اسلام په ښځه او سړي دواړو باندې د علم او پوهې حاصلول فرض کړي دي.‌یو فرد چې پوهه او علم ونه لري هغه یو محروم انسان دی. که طالبان په ریښتیا سره افغانان او مسلمانان وي، هغوی باید عام خلک له پوهې څخه محروم نه کړي.»

په ولسي جرګه کې د لوګر ولایت یوې استازې شکیلې هاشمي سلام ټایمز ته وویل،«کله چې ښوونځي د ۱۰ ورځو په مخه بند پاتې شي، هغه د زده کوونکیو،‌ او په ځانګړې توګه د ښځینه زده کوونکیو په مورال باندې منفي تاثیر کوي. همدارنګه، دا کار د هغوی زده کړه مختلوي.»

هغې وویل، «ښوونځي د علم او پوهې ترلاسه کولو ځایونه دي،‌ او په دې توګه د ښوونځیو بندول یا دې ته اور وراچول عاقلانه کار نه دی،»

هاشمي وویل، «مونږ له حکومت څخه غواړو چې زمونږ ښوونځي خوندي کړي.‌ همدارنګه مونږ له عامو خلکو څخه غواړو چې ګام واخلي او د ټولو هغو په وړاندې ودرېږي چې د ښوونځيو او تعلیم په وړاندې دښمني کوي.»

د افغانستان دښمنان په شا تمبول

د کابل پوهنتون یوې ۲۵ کلنې محصلې حمیرا محمدي سلام ټایمز ته وویل، «طالبان او داعش د افغانستان د خلکو دښمنان دياو زمونږ خلکو ته یې یوازې ویجاړول او ځورول راوړي دي،»

هغې وویل، «طالبان د ښوونځیو په بندولو سره زمونږ د ماشومانو او ځوانانو د تعلیم او پرمختګ مخه نیسي، چې دا د ټولنې او هېواد د پرمختګ په وړاندې دښمني ده،»

حکمت الله، چې ۲۶ کاله عمر لري او اصلاً د لوګر ولایت اوسېدونکی دی خو اوس په کابل کې اوسېږي، سلام ټایمز ته وویل، «په حقیقت کې طالبان د ښوونې او روزنې لاره بندوي،»

هغه وویل، «ټول په دې پوهېږي، چې هر کله چې طالبان د جنګ په میدان کې مات کړای شي، هغوی د ښوونځیو په سوزولو، د ملکي خلکو په منځ کې د ځانمرګو بریدونو د ترسره کولو او د برېښنا د ستنو یا پلچکونو په ویجاړولو سره انتقام اخلي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500