ټاکني

د لغمان مشرانو په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې په رایه ورکولو ټینګار وکړ

د خالد زېري راپور

خواوشا ۱۲۰۰ قومي مشران او دیني عالمان د غوایي په ۶ مه د لغمان ولایت په مرکز مهترلام کې سره غونډ شول، چې د افغانستان د ولسي جرګې له راروانو انتخاباتو څخه، چې د تلې په ۲۸ مه ترسره کیږي، ملاتړ څرګند کړي. [خالد زېری]

مهترلام -- شاوخوا ۱۲۰۰ قومي مشران او دیني عالمان د غوایي په ۶ مه د لغمان ولایت په مرکز مهترلام کې سره غونډ شول، چې د افغانستان د ولسي جرګې له راروانو انتخاباتو څخه، چې د تلې په ۲۸ مه ترسره کیږي، د ملاتړ ژمنه وکړي.

د غوایي په ۶ مه د ولایت په مرکز مهترلام کې، هغوی ژمنه وکړه چې د انتخاباتو او همدارنګه د نوم لیکنې او رایه ورکوونې د پروسو د اهمیت په هکله عامه پوهاوی زیات کړي.‌

د لغمان د دیني عالمانو د شورا رییس عبیدالله الکوزي غونډې ته وویل، «انتخابات یو اساسي عنصر دی، هغه د ملت د برخلیک موضوع ده، نو مونږ باید خپل برخلیک پخپله وټاکو.‌ انتخاب مو په پام سره وکړئ چې بیا وروسته پرې پښېمان نشئ،»

هغه وویل،‌«دا یوه قانوني پروسه ده؛ هیڅوک هم باید ونه ډار شي. هیڅوک هم نشي کولی چې انتخابات خراب کړي،»

خواوشا ۱۲۰۰ قومي مشران او دیني عالمان د غوایي په ۶ مه د لغمان ولایت په مرکز مهترلام کې سره غونډ شول، چې د افغانستان د ولسي جرګې له راروانو انتخاباتو څخه، چې د تلې په ۲۸ مه ترسره کیږي، ملاتړ څرګند کړي، او په افغانانو باندې یې تاکید وکړ چې خپل نومونه ولیکي او رایه ورکړي. [خالد زېری]

خواوشا ۱۲۰۰ قومي مشران او دیني عالمان د غوایي په ۶ مه د لغمان ولایت په مرکز مهترلام کې سره غونډ شول، چې د افغانستان د ولسي جرګې له راروانو انتخاباتو څخه، چې د تلې په ۲۸ مه ترسره کیږي، ملاتړ څرګند کړي، او په افغانانو باندې یې تاکید وکړ چې خپل نومونه ولیکي او رایه ورکړي. [خالد زېری]

الکوزي تاکید وکړ، «راشئ او د خپلې کورنۍ د غړو لپاره تذکرې واخلئ، خپل ځانونه ثبت کړئ او په انتخاباتو کې برخه واخلئ. که تاسو برخه وانه خلئ،‌ تاسو به خپل برخلیک پخپله خراب کړئ،‌ او وبه نشئ کولی چې بېرته لاړ شئ او بیا یې جوړ کړئ.»

د عامه پوهاوي زیاتول

د لغمان د ولایتي شورا یوه غړي،‌ ګلزار سنګروال، هم په خلکو باندې غږ وکړ چې تذکرې واخلي او رایه ورکړي.‌

هغه په غونډه کې وویل، «ځانونه تیار کړئ چې په انتخاباتو کې برخه واخلئ او دا بریالي کړئ.‌ زما دویمه غوښتنه له حکومت څخه ده او هغه دا چې د رایه ورکوونکیو د نوم لیکنې پروسه دې برابره کړي او د انتخاباتو په ورځ دې امنیت ټینګ کړي چې ولس وکولی شي چې په انتخاباتو کې برخه واخلي او د خپلې خوښې کاندیدانو ته رایه ورکړي.»

هغه په رایه ورکوونکیو باندې تاکید وکړ چې داسې استازي وټاکي چې د خلکو ګټې خوندي کړي، نه داسې څوک چې د ملت په برخلیک باندې لوبې وکړي.‌

د لغمان یوه قومي مشر ملک اسدالله د لیرې پرتو سیمو خلک وهڅول چې رایه ورکړي.

هغه په غونډه کې وویل، «د ولایت په مرکز کې لږ خلک اوسېږي، په داسې حال کې چې ډېر خلک په ولسوالیو کې اوسېږي. هغه رایه ورکوونکي مهم دي ځکه چې د هغوی غږ نه اورېدل کېږي... که هغوی په انتخاباتو کې برخه واخلي او ښه استازي وټاکي، د هغوی غږ به یو ځای ته ورسېږي، خو که هغوی په انتخاباتو کې برخه وانه خلي، هغوی به هېڅکله هم ونشي کولی چې خپل حقونه وغواړي.»

یوه بل قومي مشر ملک تورخان چې په غونډه کې یې برخه اخیستې وه، وویل، د لغمان په ولسوالیو کې به عامه پوهاوی او داسې ښوونیز پروګرامونه، چې د انتخاباتو اهمیت څرګندوي، ترسره شي.

هغه وویل، «دا غونډه د دې یو مثال دی چې د انتخاباتو په هکله عامه پوهاوی زیات کړي. دا برخه وال کولی شي چې په خپلو کلیو او بانډو کې نور کلیوال خبر کړي چې انتخابات یو مهم اصل دی او دا چې هغوی باید په کې برخه واخلي،»

هغه زیاته کړه، حکومت باید په داسې ځایونو کې، چې ښځې او سړي په اسانۍ سره وکولی شي چې برخه واخلي، د نوم لیکنې نور مرکزونه پرانیزي.

د لغمان یوه بل قومي مشر ملک شاه مردخان وویل، «مونږ هره ورځ وژل کیږو او ټپي کیږو؛‌ دا په دې وطن کې حال دی.‌ راځئ چې که ډزې هم وي، په انتخاباتو کې برخه واخلو، ځکه چې دا زمونږ برخلیک دی او دښمنان غواړي چې زمونږ برخلیک راویجاړ کړي.»

د رایه ورکوونکیو د نوم لیکنې د مرکزونو خوندي کول

د لغمان والي آصف ننګ د غونډې برخه والو ته اطمینان ورکړ چې افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه به د نوم لیکنې او رایه ورکوونې د مرکزونو امنیت ټینګ کړي.‌

هغه وویل، «مونږ به په لغمان کې هغه مرکزونه، چې له ګواښونو سره مخامخ دي، خوندي کړو،مونږ په الینګار ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړل او له اورپکو څخه مو پاکه کړه.په الیشنګ ولسوالۍ کې هم عملیات روان دي،‌ او مونږ غواړو چې له هغه ځای څخه هم اورپکي ختم کړو.»

هغه وویل، «مونږ به ګواښونه پرې نه ږدو،‌ او مونږ به د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې او د انتخاباتو په ورځو کې ولس ته ښه امنیت برابر کړو،»

ننګ وویل، «زه په اطمینان سره ویلی شم چې مونږ به د انتخاباتو په لاره کې موجود ټول ګواښونه له منځه وېسو،»

هغه زیاته کړه، له ۹۰٪ څخه ډېر ولایت د اورپکو له ګواښونو څخه ازاد دی، «او رایه ورکوونکي به وکولی شي چې په اسانۍ سره په انتخاباتو کې برخه واخلي،»

هغه وویل، «زه د لغمان په اوسېدونکیو باندې غږ کوم چې د انتخاباتو لپاره خپل نومونه ولیکي او په اطمینان سره د نوم لیکنې مرکزونو ته لاړ شي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500