تروريزم

د خوست له مرګوني بمي برید څخه وروسته هم افغانان د رایه ورکوونکو نوم لیکنې ته دوام ورکوي

ای اېف پي

یوه روغتیایي چارواکي وویل، په خوست ولایت کې په یوه جومات کې د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې په یوه مرکز کې یوې چاودنې د یکشنبې په ورځ /د غوایي ۱۶ مه/ ۱۷ کسان ووژل او ۳۶ نور یې ټپیان کړل. [خبریال/ای اېف پي ټي وي/ای اېف پي]

خوست -- یوه روغتیایي چارواکي وویل، په خوست ولایت کې په یوه جومات کې د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې په یوه مرکز کې یوې چاودنې د یکشنبې په ورځ /د غوایي ۱۶مه/ ۱۷ کسان ووژل او ۳۶ نور یې ټپیان کړل. په مړو کې د انتخاباتو یوه ښځینه کارمنده هم شامله وه.

بم په یوه خېمه کې، چې د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې لپاره ترې استفاده کېده، پټ کړای شوی وو، چې دا د ولسي جرګې په ډېرو ځنډېدلو انتخاباتو باندې تر ټولو تازه برید ګڼل کیږي.

د خوست ولایت امنیه قوماندان عبدالحنان ځدراڼ ای اېف پي ته وویل، «له جومات څخه راوتلي خلک راټول شوي وو چې خپل نومونه ثبت کړي» چې چاودنه وشوه.‌

په دغه ولایت کې د عامې روغتیا د رییس مرستیال ګل محمد منګل خبرداری ورکړ چې کېدای شي شمېر زیات شي، او ویې ویل چې یو شمېر کسان په جدي حالت کې دي.‌

افغانان د غوایي په ۱۶مه په خوست ولایت کې د رایه ورکوونکیو د نوم لیکنې په یوه مرکز کې له چاودنې څخه وروسته یو ټپي شوی سړی روغتون ته وړي. [فرید ظاهر/ای اېف پي]

افغانان د غوایي په ۱۶مه په خوست ولایت کې د رایه ورکوونکیو د نوم لیکنې په یوه مرکز کې له چاودنې څخه وروسته یو ټپي شوی سړی روغتون ته وړي. [فرید ظاهر/ای اېف پي]

سمدلاسه هیچا هم د پېښې مسؤلیت پرغاړه نه دی اخیستی، خو طالبانو په کې لاس لرل رد کړي دي.‌

دا د انتخاباتو په تیاریو باندې تر ټولو تازه برید وو او نژدې یوه اونۍ وروسته له هغه وشو چې په کابل کې په دوه غبرګو ځانمرګو بمي بریدونو کې، چې داعش یې مسؤلیت پرغاړه واخیست، د ۹ ژورنالستانو په ګډون ۲۵ کسان ووژل شول او ۴۹ نور ټپیان شول.

د غوایي په ۲ مه،‌د داعش یوه ځانمرګي بمي بریدګر خپل چاودېدونکي مواد په یوه لویه ګڼه ګوڼه کې، چې په کابل کې د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې د پروسې په لړ کې د تذکرو د ترلاسه کولو لپاره کتار ولاړ ول،‌ وچول. دغه برید ۶۰ کسان ووژل او له ۱۰۰ نه ډېر نور یې ټپیان کړل.‌

د رایه ورکوونکو نوم لیکنه به دوام ومومي

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون، چې د رایه ورکولو لپاره د تیاري څارنه کوي، هیله لري چې له ۷۰۰۰ څخه ډېرو د رایه ورکولو مرکزونو کې به له ۱۴میلیونو څخه ډېر لویان راجستر کړي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له خوا راټولو شویو ارقامو وښودله، چې د شنبې تر ورځې (د غوایي ۱۵مې) پورې، چې د یادې دوه میاشتنۍ پروسې له پیل څخه درې اونۍ پوره کیږي، له ۱.۲ میلیونو څخه ډېرو لویانو نوم لیکنه کړې وه.‌

مقاماتو الوتکې توظیف کړي چې په یو شمېر ولایتونو کې معلوماتي پاڼې وغورځوي چې د انتخاباتو په هکله خبرتیا زیاته کړي. دغه انتخابات د تلې د میاشتې د ۲۸مې لپاره په پام کې نیول شوي چې د ولسمشرۍ د را روانو انتخاباتو لپاره د یوې امتحاني سیالۍ په سترګه هم ورته کتل کیږي.‌

یو راډېویي او تلوېزیوني کمپاین هم روان دی، او دولتي کارمندانو ته د نوم لیکنې لپاره یوه ورځ رخصتي ورکړل شوې ده.‌

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د رایه ورکوونکیو د نوم لیکنې ډېر مرکزونه په ښوونځیو او جوماتونو کې جوړ کړي، چې داسې اندېښنې یې راپورته کړي چې کېدای شي زده کوونکي او عبادت کوونکي له خطر سره مخامخ کړي.‌

د رایه ورکوونکیو د نوم لیکنې په لار کې یو بل خنډ هغه سټېکر دی چې په تذکرو باندې لګول کیږي او ښیي چې لرونکي د رایه ورکولو لپاره نوم لیکنه کړې ده.

داسې اندېښنې شته چې دغه سټېکرونه کېدای شي چې رایه ورکوونکي په نا ارامو ولسوالیو کې د طالبانو یا داعش اورپکو له خوا د په نښه کېدلو له خطر سره مخامخ کړي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500