ټاکني

افغانان د 'ملي وجیبې' په توګه د رایه ورکولو لپاره نومونه لیکي، د ترهګرو د بریدونو پروا نه کوي

د نجیب الله راپور

یو ځوان افغان سړی د غوایي په ۱۱مه په کابل کې د رایه ورکوونکیو د نوم لیکنې په یوه مرکز کې خپل نوم ثبتوي چې د تلې په ۲۸ مه د ولسي جرګې په انتخاباتو کې برخه واخلي. [نجیب الله]

یو ځوان افغان سړی د غوایي په ۱۱مه په کابل کې د رایه ورکوونکیو د نوم لیکنې په یوه مرکز کې خپل نوم ثبتوي چې د تلې په ۲۸ مه د ولسي جرګې په انتخاباتو کې برخه واخلي. [نجیب الله]

کابل -- د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون، د اورپکو له خوا د پارلماني انتخاباتو د مختل کولو له هڅو سره سره، په اتباعو باندې تاکید کوي چې د تلې په ۲۸ مه ترسره کېدونکیو پارلماني انتخاباتو لپاره نوم لیکنه وکړي.‌

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون کمېشنر سید حفیظ الله هاشمي سلام ټایمز ته وویل، «په ځینې سیمو کې زمونږ د هېواد دښمنانو هڅه وکړه چې د انتخاباتو پروسه ټکنۍ کړي خو له نېکه مرغه د هغوی هڅو هېڅ نتیجه ورنه کړه،»

هغه د دې لپاره، چې نور له پروسې سره یوځای کېدلو ته وهڅوي، وویل، «مونږ له خپلو خلکو څخه مننه او ستاینه کوو چې له امنيتي ګواښونو سره سره راځي او نوم لیکنه کوي،»

هاشمي وویل، «مونږ په جګړه کې یو، او دا انتخابات د جګړې پر وخت ترسره کیږي. په انتخاباتو کې برخه اخیستنه له دغو شخړو څخه زمونږ د هېواد د خلاصولو یوازنۍ حل لاره ده.»

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون کارمندان د وري په ۲۵ مه په کابل کې یو اوسېدونکی د تلې د ۲۸مې د پارلماني او د ولسوالۍ د شوراګانو د انتخاباتو لپاره راجستر کوي.‌ [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون کارمندان د وري په ۲۵ مه په کابل کې یو اوسېدونکی د تلې د ۲۸مې د پارلماني او د ولسوالۍ د شوراګانو د انتخاباتو لپاره راجستر کوي.‌ [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د کابل یو اوسېدونکی د وري په ۲۵ مه نوم لیکنه کوي چې د تلې د ۲۸ مې د پارلماني او د ولسوالۍ د شورا په انتخاباتو کې رایه ورکړي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]‌

د کابل یو اوسېدونکی د وري په ۲۵ مه نوم لیکنه کوي چې د تلې د ۲۸ مې د پارلماني او د ولسوالۍ د شورا په انتخاباتو کې رایه ورکړي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]‌

افغانان د غوایي په ۲ مه په کابل کې د رایه ورکوونکیو د نوم لیکنې له یوه مرکز څخه بهر د یوه ځانمرګي بمي برید ساحه ګوري. [شاه مری/ای اېف پي]‌

افغانان د غوایي په ۲ مه په کابل کې د رایه ورکوونکیو د نوم لیکنې له یوه مرکز څخه بهر د یوه ځانمرګي بمي برید ساحه ګوري. [شاه مری/ای اېف پي]‌

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون، چې د رایې ورکولو لپاره د تیاري څارنه کوي، هیله لري چې له ۷۰۰۰ څخه ډېرو د رایه ورکوونکو مرکزونو کې تر ۱۴ میلیونو پورې لویان راجسټر کړي. د غوایي تر ۱۷ مې، د دغې دوه میاشتنۍ دورې په لومړیو درې اونیو کې خواوشا ۱.۳ میلیونه لویان راجستر شوي دي.‌

هاشمي وویل، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون هڅه کوي چې د تلوېزیوني او راډېويي کمپاینونو، په جوماتونو کې د اعلانونو او له الوتکو څخه د معلوماتي پاڼو د غورځولو له لارې خبرتیا پراخه او نوم لیکنه پیاوړې کړي.

هغه زیاته کړه، «د رایه ورکوونکیو د نوم لیکنې پروسه یوازې د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو لپاره نه ده. هغه کسان، چې خپل نومونه ثبتوي، کولی شي چې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې، چې په ۱۳۹۸ کې ترسره کیږي، هم برخه واخلي او رایه ورکړي.‌»

امنیت تامینول

د غوایي په ۹ مه، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون او افغان امنیتي چارواکو په کابل کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون په دفتر کې سره وکتل چې د اورپکو د ګواښونو په هکله سره خبرې اترې وکړي او د تذکرو د وېش او د رایې ورکولو د مرکزونو د امنیت د تأمین لپاره یو پلان جوړ کړي.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند نجیب دانش سلام ټایمز ته وویل، «په کومو مرکزونو کې چې امنیتي ګواښونه موجود دي، هلته عاجل اقدامات په پام کې نیول شوي دي. په نژدې راتلونکي کې به یو هر اړخیز پلان جوړ کړای شي چې د رایه ورکولو د مرکزونو امنیت خوندي کړای شي.»

د کورنیو چارو د وزارت د امنیتي چارو مرستیال جنرال مرادعلي مراد د مجلس په ترڅ کې په ټولو ۳۴ ولایتونو کې د امنیتي عملیاتو د تطبیق اعلان وکړ.‌

د مثال په توګه په لغمان ولایت کې، چارواکو وویل، چې افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو ۴۰ کلي له طالبانو څخه پاک کړل، او اوسېدونکیو ته یې د دې لپاره لاره هواره کړه چې نوم لیکنه وکړي او رایه ورکړي.

د سولې لپاره غږونه

افغان حکومت،‌قومي مشرانو،دیني عالمانو اونړیوالې ټولنې په مکرر ډول په طالبانو غږ وکړ چې د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسې سره یوځای شي.

افغان ولسمشر د کب په ۹ مه د حکومت له هغه پلان څخه پرده پورته کړه چې له طالبانو سره د سولې خبرې پیل کړي.‌په دغه پروګرام کې دا هم شامل وو چې هغوی بالاخره د یوه سیاسي تنظیم په توګه وپېژندل شي. په مقابل کې، غني وویل چې اورپکي باید افغان حکومت او اساسي قانون په رسمیت وپېژني.‌ دا پخوا هم د خبرو د پیلولو لپاره د شرط په توګه یاد شوی وو.‌

طالبانو د غني د سولې پلان ته په پټه خوله غبرګون وښود، او داسې ښکارېده چې د اورپکو تر منځ په دې هکله بحث روان دی.

د رایه ورکوونکیو د نوم لیکنې په مرکزونو باندې بریدونه

طالبانو خپله دوامداره چوپتیا د تذکرو د وېش او د رایه ورکوونکیو د نوم لیکنې په مرکزونو باندې د یو شمېر وروستیو بریدونو په وسیله ماته کړه.‌

طلوع نیوز راپور ورکړ، چې د وري په ۲۸ مه، ناپېژاندو وسله والو په غور ولایت کې د رایه ورکوونکیو د نوم لیکنې په یوه مرکز برید وکړ، چې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون درې کارمندان او دوه پولیس یې وتښتول.

درې ورځې وروسته، د وري په ۳۱ مه، ناپېژاندو وسله والو سړیو د بادغیس ولایت په قلعه نو کې د رایه ورکوونکیو د نوم لیکنې په یوه مرکز برید وکړ، او یو پولیس افسر، چې د مرکز د ساتنې لپاره توظیف شوی وو، یې وواژه.‌

د غوایي په ۲ مه،‌ یوه ځانمرګي بمي بریدګر خپل چاودېدونکي مواد په یوه لویه ګڼه ګوڼه کې، چې په کابل کې د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې د پروسې په لړ کې د تذکرو د ترلاسه کولو لپاره کتار ولاړ ول،‌ وچول. دغه برید ۶۰ کسان ووژل او له ۱۰۰ نه ډېر نور یې ټپیان کړل.‌ د برید مسؤلیت داعش پر غاړه واخیست.‌

طلوع نیوز راپور ورکړ، چې د وري په ۹ مه یوې چاودنې د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د نوم لیکنې له یوه مرکز سره نژدې ۶ کسان ټپیان کړل.

د غوایي په ۱۰ مه، داعش د کابل په مرکزي برخه کې د ملي امنیت ریاست له مرکز سره نژدې غبرګې چاودنې وکړې، او دویمه یې داسې تعبیه کړې وه، چې ژورنالستان او هغه کسان په نښه کړي، چې ځانونه یې لومړی صحنې ته رسولي‌ ول. په دې پېښه کې د ۹ ژورنالستانو په ګډون لږ تر لږه ۲۵ کسان ووژل ووژل شول او ۴۹ نور ټپیان شول.‌

یوه بل ځانمرګي بمي برید د یکشنبې په ورځ /د غوایي ۱۶ مه/ په خوست ولایت کې په یوه جومات کې، چې د نوم لیکنې د یوه مرکز په توګه ترې استفاده کېده، ۱۷ کسان ووژل او ۳۶ نور یې ټپیان کړل. په وژل شویو کې د انتخاباتو یوه ښځینه کارمنده هم شامله وه. سمدلاسه هیچا د پېښې مسؤلیت پرغاړه وانه خیست، خو طالبانو په کې لاس لرل رد کړل.‌

د مسؤلیت اخیستنې له ادعا یا انکار سره سره، دا ناشونې ده چې معلومه شي چې د وروستیو ترهګریزو عملونو تر شا د چا لاس دی.‌

طالبان اکثر وختونه د هغو بریدونو مسؤلیت پر غاړه نه اخلي چې ډېر ملکي خلک وژني، او دا به لومړی ځل نه وي چې داعش د داسې یوه برید د مسؤلیت ادعا کوي چې د طالبانو د لاس لرلو شواهد په کې لیدل کیږي.

په رایه ورکولو کې د اورپکو پر ضد مقابله

په کابل کې د مدني ټولنې د سازمان، د افغان اتباعو حرکت، رییس مهدي مبشر وویل، «د افغانستان دښمنان د هغوی د وحشیانه او غیرانساني بریدونو له لارې، غواړي چې مونږ په انتخاباتو کې له ګډون کولو څخه شاته او زړه توري کړي،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «له نېکه مرغه، دغه ډول بریدونه نشي کولی چې رایه ورکوونکي په انتخاباتو کې له برخه اخیستنې څخه منع کړي.‌ مونږ په هغوی باندې تاکید کوو چې نومونه ثبت کړي او په کلک هوډ سره په انتخاباتو کې برخه واخلي.»

مبشر همدارنګه په طالبانو باندې تاکید وکړ چې د سیاسي نفوذ د ترلاسه کولو لپاره مشروع لارې ولټوي.

هغه وویل، «د رایه ورکوونې د مرکزونو د په نښه کولو او د بې ګناه ملکي خلکو د وژنې پرځای، زه په طالبانو باندې غږ کوم چې راشي او په انتخاباتو کې برخه واخلي. په دې طریقه، هغوی هم کولی شي چې قدرت ته ورسېږي... او د خلکو رایې ترلاسه کړي.»

په کابل کې د دنیا پوهنتون یوه محصل حبیب الله محمدي سلام ټایمز ته وویل، «زمونږ خلکو په مخکینیو انتخاباتو کې ثابته کړې چې هغوی له هېڅ شي څخه هم نه وېرېږي او دا چې هغوی به له ټولو ګواښونو سره سره د خپلو استازو د ټاکنې لپاره رایې ورکړي،»

هغه وویل، «طالبان او داعش -- چې زمونږ په هېواد کې سوله نه غواړي او نه غواړي چې رایه ورکوونکي خپل استازي وټاکي -- هڅه کوي چې په بې ګناه خلکو باندې د بریدونو له لارې هغوی ووېروي، خو دا کار ورته هېڅ لاسته راوړنې نشي لرلی،»

محمدي وویل، «طالبان ادعا کوي چې هغوی د افغانانو د ګټو د خوندي کولو لپاره جنګ کوي،» او زیاته یې کړه چې که د هغوی دا ادعا سمه وي، بیا نو په انتخاباتو کې ګډون د سیاسي برخه اخیستنې لپاره غوره انتخاب دی.

هغه وویل، «په دې طریقه، هغوی کولی شي چې پارلمان ته د انتخابېدلو له لارې خلکو ته خدمت وکړي. ډېره مهمه دا ده، چې دا به وښیي چې آیا رایه ورکوونکي هغوی په پارلمان کې د استازو په توګه ټاکي.»

رایه ورکول 'یوه ملي وجیبه' ده

د افغانستان د تکواندو د ملي ټیم یوه غړي سیر بهاوي د غوایي په ۶ مه د رایه ورکولو لپاره د نوم لیکنې پر وخت خبریالانو ته وویل، «زمونږ لپاره له موجودو ننګونو یا چلینجونو څخه د خلاصي یوازنۍ لاره دا ده چې انتخابات ترسره شي،»

هغه وویل، «په انتخاباتو کې برخه اخیستنه یوه ملي وجیبه ده. نن مونږ دلته د دې لپاره راغلو چې خلک دې ته وهڅوو چې خپل نومونه ثبت او رایه ورکړي، او مونږ په هغوی باندې تاکید کوو چې دا کار وکړي،»

په کندوز ولایت کې د مدني ټولنې یوه فعال رحمت الله سلام ټایمز ته وویل، «د رایه ورکولو د مرکزونو په نښه کولو سره، ترهګر هڅه کوي چې خلک د رایې ورکولو لپاره له نوم لیکنې او په انتخاباتو کې له ګډون څخه په شا کړي،‌ خو زمونږ خلک نه وېرېږي.»

هغه وویل، «د تېرو ولسمشریزو انتخاباتو پر وخت [په ۱۳۹۳ کې]... ترهګرو د رایه ورکولو له پیلېدا څخه لږ مخکې د رایه ورکولو له یوه مرکز سره دوه بمونه وچول، خو ۱۵ دقیقې وروسته رایه ورکوونکي عین مرکز ته راغلل او له ډار نه پرته یې خپلې رایې واچولې.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زما غمځپلیو هېوادوالو ته زما پیغام:‌ انتخابات اکثر وختونه د سیاسي پروسې زړه بلل کیږي.‌ په سیاست کې له دې نه بل مهم سوال نشته چې مونږ څنګه هغه سیاستوال ټاکو چې په مونږ باندې حکومت کوي، او دا چې دغه انتخابات تر څه شرایطو لاندې ترسره کیږي. انتخابات په عمل کې له دیموکراسۍ څخه کم څه نه ګڼل کیږي. هغه داسې وسیله ده چې له لارې یې خلک کولی شي چې خپل حکومت کنټرول کړي او بیا په نهایت کې ناوړه خلک له مخې لیرې کړي. له دې امله، زه خپل ګران هېوادوال دې ته رابولم چې رامخکې شي او په انتخاباتو کې پوره برخه واخلي او خپل راتلونکی ولسمشر داسې څوک انتخاب کړي چې هغه ملي ارزښتونو او د افغانانو تر منځ ملي وحدت ته ژمن وي، داسې څوک چې د بشري حقونو،‌ عدالت او د سولې او پرمختګ راوستلو ته ژمن وي.‌ افغانان باید له دې لوی چانس څخه استفاده وکړي چې له خپلو دیموکراتیکو حقونو څخه ګټه واخلي او له ستونزو سره سره خپلې رایې وکاروي. زه هیله لرم چې زما ګران هېوادوال به موجود مافیاي پارلمان له مخې لیرې کړي او یو سالم او روغ پارلمان به رامنځته کړي او په نهایت کې په ازادو او عادلانه انتخاباتو کې د خپلو رایو په کارولو سره د خپلې خوښې ولسمشر وټاکي.‌ د افغانستان اتل او ازادي خوښي خلک دې ژوندي وي.‌

ځواب ورکړئ

هیله ده چې تل ماته تازه خبرونه راولېږئ.‌

ځواب ورکړئ