امنیت

امنیتي ځواکونو د بلچراغ ولسوالي له طالبانو څخه بېرته ونیوله او د نورو لاسته راوړنو هڅه کوي

د سلیمان راپور

په دې بې نېټې عکس کې افغان ځواکونه په پوځي عملیاتو کې برخه اخلي. [فیسبوک/۲۰۹ شاهین قول ارد]

په دې بې نېټې عکس کې افغان ځواکونه په پوځي عملیاتو کې برخه اخلي. [فیسبوک/۲۰۹ شاهین قول ارد]

کابل -- د افغان چارواکو په وینا، افغان امنیتي ځواکونو د افغانستان په شمال کې له دوه هغو ولسوالیو څخه، چې تېره اونۍ طالبانو نیولې وې، د یوې کنټرول بېرته ترلاسه کړ.‌

طالبانو د سې شنبې په ورځ /د غوایي ۱۸ مه/ د بغلان ولایت د تاله او برفک او د فاریاب ولایت د بلچراغ ولسوالۍ کنټرول ترلاسه کړی وو.

خو چارشنبه ناوخته افغان سرتېري وتوانېدل چې بلچراغ بېرته ونیسي.‌

د افغان ملي اردو د ۲۰۹ شاهین قول اردو یوه ویاند تورن محمد حنیف رضایي د پنجشنبې په ورځ سلام ټایمز ته وویل، «پرون شپه خواوشا ۷:۰۰ بجې، افغان کمانډو ځواکونو د فاریاب ولایت بلچراغ ولسوالۍ له طالبانو څخه بېرته ونیوله،»

هغه وویل، «طالب اورپکو ته د عملیاتو په ترڅ کې سخت تلفات ور واوښتل،» د درې قوماندانانو په ګډون ۲۲ تنه اورپکي ووژل شول او ۷ نور ټپیان شول.‌ د رضايي په وینا، نور مجبور شول چې وتښتي.‌

هغه وویل، «پلانونه جوړ شوي چې د تاله او برفک ولسوالي هم بېرته ونیول شي،»

هغه وویل، «د افغان اردو کمانډو، پولیس او د افغان هوایي ځواک واحدونه له بېلابېلو جهتونو؛ ترموز درې، کیان درې او بامیان ولایت څخه ولسوالۍ ته نژدې شوي دي.‌ ډېر ژر به یې مونږ له اورپکو څخه بېرته ونیسو.»

هغه زیاته کړه، امنیتي ځواکونه په احتیاط سره مخکې ځي ځکه چې «اورپکو پلونه نړولي او امکان شته چې په سیمه کې ځمکني ماینونه موجود وي،»

د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو ناکامي حتمي ده

د افغان امنیتي ځواکونو له زغم څخه معلومېږي چې د طالبانو کلني پسرلني عملیات «الخندق» چې د غوایي په ۵ مه یې اعلان کړي دي،به د اورپکو وروستۍ ماتې وي.

په کابل کې د پوځي چارو تحلیلګر اسدالله ولوالجي سلام ټایمز ته وویل، له ګڼ شمېر پسرلنیو عملیاتو څخه وروسته، «طالبانو ونشوای کولی چې خپل هېڅ هدفونه هم پوره کړي. اوس چې هغوی له پخوا څخه ډېر تر فشار لاندې دي، داسې هېڅ لاره نشته چې هغوی به وکولی شي چې خپل مقصدونه ترسره کړي.»

په مشرانو جرګه کې د سمنګان ولایت یوه استازي سید صفی الله هاشمي سلام ټایمز ته وویل،‌«په افغانستان کې د متحده ایالاتو د یوې نوې ستراتیژۍ په اعلانېدلو سره... د طالبانو د سنګرونو پر ضدپوځي فشار او هوایي بریدونه زیات شوي دي،»

ولوالجي وویل، «اوس طالبانو ته یوازې یوه لاره پاتې ده، او دغه لاره د [پسرلني عملیات] نه...بلکې د سولې لاره ده،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500