امنیت

افغان او ایتلافي ځواکونه په فراه کې د طالبانو د برید وروسته جګړه کوي

ای اېف پي او سلام ټایمز

ای - ۱۰ تندربولټس الوتکې، چې یوه یې د ۲۰۱۷ په دې عکس کې د یوه نامعلوم ځای دپاسه الوځي،‌ له فراه څخه د طالبانو د اېستلو په کمپاین کې د افغان اردو د ملاتړ لپاره کارول کیږي. [د متحده ایالاتو هوایي ځواک]

ای - ۱۰ تندربولټس الوتکې، چې یوه یې د ۲۰۱۷ په دې عکس کې د یوه نامعلوم ځای دپاسه الوځي،‌ له فراه څخه د طالبانو د اېستلو په کمپاین کې د افغان اردو د ملاتړ لپاره کارول کیږي. [د متحده ایالاتو هوایي ځواک]

کابل -- افغان چارواکي وایي، چې په فراه ولایت کې به د طالبانو برید ناکام شي، په داسې حال کې چې د هېواد د علماوو شورا دغه جګړه وغندله او په اورپکو باندې یې تاکید وکړ چې د سولې د خبرو لاره ونیسي.

امریکایي او افغان الوتکو د سې شنبې په ورځ /د غوایي ۲۵ مه/ په لوېدیځ ښار فراه کې د طالبانو په سنګرونو باندې وروسته له هغه بمونه واچول چې یاغیانو د ولایتي مرکز د نیولو لپاره یوه لویه هڅه پیل کړه.‌

د ځایي ولایتي شورا غړې جمیلې امیني وویل، دا برید -- چې د طالبانو له خوا د هغوی د کلنیو پسرلنیو عملیاتو له پيل راهیسې تر ټولو لوی برید دی -- نژدې نیمه شپه پيل شو،‌ چې اورپکو یوه اطرافي ولسوالي او د یوې بلې ځینې برخې ونیولې.‌

هغې له فراه څخه ای اېف پي ته وویل،‌«په ښار کې دننه سخت جنګ روان دی، او اوس الوتکو د طالبانو په مورچلو باندې بمباري شروع کړې ده،»

په دې عکس کې، چې د سلواغې په ۸ مه اخیستل شوی،‌ د افغان ملي اردو یو عسکر په فراه ولایت کې د طالبانو پر ضد د عملیاتو په ترڅ کې یوه د توپ ګولۍ واروي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

په دې عکس کې، چې د سلواغې په ۸ مه اخیستل شوی،‌ د افغان ملي اردو یو عسکر په فراه ولایت کې د طالبانو پر ضد د عملیاتو په ترڅ کې یوه د توپ ګولۍ واروي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

دغه برید د طالبانو په پسرلنیو عملیاتو کې ډېرښت او د حکومت له خوا د سولې د خبرو د وړاندیز ښکاره ردول په ګوته کوي.

فراه د افغانستان په یوه لیرې پرته سیمه کې پروت ولایت دی چې کوکنار په کې کرل کیږي.‌ داسې پلانونه موجود دي چې د تاپي (ترکمنستان، افغانستان، پاکستان، هندوستان) د طبیعي ګازو د څو میلیارد ډالره پایپ لین یوه برخه له دې لارې څخه تېره شي.

تسلیم شویو طالبانو ویلي چېایران هغوی ته حکم کاوه چې، د کب په میاشت کې په هرات ولایت کې د افتتاح د مراسمو په شمول، په دې پروژه باندې بریدونه وکړي.

افغان او ایتلافي ځواکونه په جګړه بوخت دي

افغان چارواکو وویل، چې له کندهار ولایت څخه د پولیسو ځانګړي ځواکونه او له هرات څخه کمانډو ځواکونه په فراه کې توظیف شوي دي.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند نجیب دانش ژمنه وکړه چې «طالبان به ناکام شي،». نوموړي وویل چې افغان او خارجي هوایي ځواکونه دواړه په جګړه کې برخه اخلي.

په کابل کې د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت ټویټ کړه چې افغان ملي اردو، چې د ای - ۱۰ تندربولټس په شمول د ایتلاف ملاتړ ورسره دی،جګړې ته رسېدلي او ښار «د حکومت په کنټرول کې پاتې دی»‌.‌

د دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش وویل، تر اوسه پورې لږ تر لږه ۱۰ تنه یاغیان او ۲ تنه افغان امنیتي عسکر وژل شوي دي.‌

هغه وویل، «وضعه تر کنټرول لاندې ده او د ورځې تر پایه پورې به تغیر وکړي،»

د فراه والي عبدالبصیر سالنګي اریانا نیوز ته وویل، ځینې اورپکي د استوګنې په کورونو کې پټ شوي دي، چې د افغان ځواکونو لپاره دا سختوي چې درنې وسلې وکاروي.

هغه وویل، «خو بیا هم مونږ سنګرونه یو په بل پسې بېرته نیسو،»

د نښتو غندنه

طلوع نیوز راپور ورکړ، چې د افغانستان د علماوو د شورا غړو، چې د پاکستان او اندونیزیا له علماوو سره یوځای یې په جاکارتا کې په یوه کانفرانس کې برخه اخیستې وه، په یوه خبري کانفرانس کې د طالبانو تعرض وغانده.‌

دیني عالمانو د غوایي په ۲۱ مه د اندونیزیا په پلازمېنه کې سره ولیدلاو په طالبانو یې غږ وکړ چې د ولسمشر غني د سولې د خبرو وړاندیز ومني.

د علماوو د شورا یوه غړي او ویاند مولوي محمد قاسم حلیمي وویل، «په فراه ولایت کې یو وحشیانه جنګ روان دی؛‌ مونږ په ننګرهار او د هېواد په نورو برخو کې ټول بریدونه غندو،‌ او دا ویل غواړو چې ترهګر هېڅ قوم، ژبې، هېواد یا مذهب پورې اړه نه لري،»

حلیمي وویل،«د افغانستان د سولې شرایط پرځای دي، او د دې کانفرانس برخه والو په ټولو ښکېلو ډلو غږ کړیچې له افغان حکومت سره د سولې خبرې پیل کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا هرچا ته ښکاره حقیقت دی چې،‌ د دغو ټولو زیانونو، تحمیل شویو جنګونو قربانیان افغان ځوانان دي، هغه ځوانان چې په ډېرو سختیو او ستونزو سره رالوی شوي دي.‌

ځواب ورکړئ

پہ فراہ کی افغان زمریانو پر ٹالیبیانو دمادم مست قلندر جوڑ کڑو او ڈیرو ایرانی او فوکیستانی نوکرانو دجگڑی پر ڈگر کی پرتوگونہ ڈک کڑل

ځواب ورکړئ