امنیت

د ننګرهار اوسېدونکیو له بټي کوټ څخه د طالبانو د اېستلو لپاره وسلې پورته کړې

د خالد زېري راپور

د ننګرهار ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ خلکو د غوايي په ۱۸ مه وروسته له هغه وسلې راواخیستې او طالبان یې له خپلو سیمو څخه واېستل کله چې اورپکو له خلکو څخه وغوښتل چې له حکومت سره کار کول بند کړي. د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل -- چې درې ورځې وروسته یې استعفا وکړه -- د غوایي‌ په ۲۰ مه په چاردهي کلي کې له خلکو سره ولیدل. [خالد زېری]

ننګرهار -- د ننګرهار ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ اوسېدونکیو وروسته له هغه وسلې راواخیستې او طالبان یې له خپلو سیمو څخه واېستل کله چې اورپکو له خلکو څخه وغوښتل چې له حکومت سره کار کول بند کړي.‌

د طالبانو او داعش پر ضد دغه ډول ولسي پاڅونونه د ننګرهار په اچین، پچیر اګام، کوټ او نورو ولسوالیو کې شوياو اورپکي یې له خپلو سیمو څخه اېستلي دي.‌وروسته بیا افغان ځواکونه په دغه ډول سیمو کې ځای پرځای شوي چې امنیت وساتي.‌

د بټي کوټ د چاردهي سیمې اوسېدونکي وروستي خلک دي چې د طالبانو پر ضد جنګ کوياو د دوه ورځنيو نښتو په ترڅ کې، چې د غوایي په ۱۸مه پیل شوې، د افغان امنیتي ځواکونو په مرسته اورپکي دې ته مجبوروي چې له سیمې څخه وځي.

یوازې پنځه کاله مخکې، بټي کوټ ولسوالي، چې د جلال اباد - تورخم په لویه لاره او د جلال اباد له ښار څخه ۲۰ کیلومتره لیرې پرته ده، د طالبانو یو قوي مرکز بلل کېده.‌

والي محمد ګلاب منګل (ښۍ خواته) د غوایي په ۲۰ مه د بټي کوټ ولسوالۍ اوسېدونکي له خپلو سیمو څخه د طالبانو د اېستلو له امله وستایل. [خالد زېری]‌

والي محمد ګلاب منګل (ښۍ خواته) د غوایي په ۲۰ مه د بټي کوټ ولسوالۍ اوسېدونکي له خپلو سیمو څخه د طالبانو د اېستلو له امله وستایل. [خالد زېری]‌

اوسېدونکي مقاومت کوي‌

نصیراحمد، چې ۳۳ کاله عمر لري او په چاردهي کې د پاڅون یو غړی دی، وایي، هغه د طالبانو پر ضد وروسته له هغه وسله راواخیسته چې هغوی ځايي مشران او ځوانان ووژل.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «طالبانو زمونږ مشرانو ته وویل چې هغه کسان، چې له حکومت سره کار کوي، باید کار ورسره بند کړي... که نه له دې سیمې څخه دې وځي،»

هغه وویل، «د غوایي په ۱۸مه وختي، طالبان راغلل چې یو کلیوال له ځانونو سره بوځي. خلکو مقاومت وکړ، او طالبانو په هغوی باندې ډزې وکړې، او بیا ملکي خلکو هر هغه وسلې چې ورسره وې راواخیستې او جنګ یې پیل کړ.»

هغه وویل، «زمونږ شپږ کلیوال شهیدان، او ۱۵ نور ټپیان شول، په داسې حال کې چې ډېر طالبان هم ووژل شول. ځینې اورپکي له ماتې څخه وروسته له چاردهي څخه وتښتېدل.»

د احمد په وینا، اوس ځایي خلک د بټي کوټ ولسوالۍ په باریکاب سیمه کې د طالبانو پر ضد جنګ کوي.

د پاڅون یوه بل غړي صدیق الله، چې ۳۲ کاله عمر لري وویل، ټوله ولسوالي باید د طالبانو له حضور څخه پاکه شي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «چاردهي، چې جنګ په کې پیل شو د طالبانو یو مرکز وو. هغوی د بریدونو لپاره د تیاري، موټر بمي بریدونو او ځانمرګو بریدونو په شمول، هر څه له همدې ځای څخه کول،‌ خو د هغوی لپاره هر څه ویجاړ شول.»

د طالبانو له تیارې څخه راوتل

د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل، چې د غوایي په ۲۳ مه یې له خپل پوست څخه استعفا وکړه، د غوایي په ۲۰مه په چاردهي کې له خلکو سره وکتل.

هغه غونډې ته وویل، «زه په تاسو باندې افتخار کوم. تاسو زړورتیا وښوده او د چاردهي لویه سیمه مو د دښمن له حضور څخه پاکه کړه. وګورئ، مونږ هم دلته یو؛ دا ټول عسکر ستاسو دي، او هغوی به له تاسو څخه دفاع کوي.»

هغه وویل، «دا یو ښه پیل دی. د یوه ولس په توګه، تاسو هر څه کولی شئ. تاسو خپلې سیمې د هغوی له حضور څخه پاکې کړې... راځئ چې یو تعهد وکړو چې تاسو به همېشه همداسې کوئ، او مونږ ستاسو تر شا ولاړ یو.»

هغه وویل، «نور هم باید له تاسو څخه زده کړه وکړي او د یوه ارام ژوند لپاره قرباني ورکړي،»

منګل خلکو ته ډاډ ورکړ چې ولایتي اداره به د بیارغونې پروژې تطبیق کړي او د نورو سیمو په څېر به په چاردهي کې هم امنیتي پوستې جوړې کړي.

هغه وویل، له ۱۲ کالو راهیسې، دا ولسوالي د طالبانو تر کنټرول لاندې وه، چې اوسېدونکي یې د تعلیمي، روغتیایي او اقتصادي اسانتیاوو د مخنیوي له لارې په تیارو کې ساتلي ول.‌

هغه وویل،«خو اوس به د خلکو ژوند بېرته عادي حالت ته راوګرځي. زه تاسو ته اطمینان درکوم چې دښمن په تېښته دی،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500