ټاکني

د کونړ دیني عالمانو او قومي مشرانو په خلکو تاکید وکړ چې په انتخاباتو کې برخه واخلي

د خالد زېري راپور

نژدې ۵۰۰ قومي مشرانو، دیني عالمانو او حکومتي چارواکو د کونړ ولایت په اسد اباد کې په خلکو تاکید وکړ چې نوې کمپیوټري تذکرې واخلي او په راتلونکو انتخاباتو کې د رایه ورکونې لپاره نوم لیکنه وکړي. [خالد زېری]

کونړ -- نژدې ۵۰۰ قومي مشرانو، دیني عالمانو او حکومتي چارواکو د کونړ ولایت په اسد اباد کې په خلکو تاکید وکړ چې نوې کمپیوټري تذکرې واخلي او په راتلونکو انتخاباتو کې د رایه ورکونې لپاره نوم لیکنه وکړي.

د کونړ یوه دیني عالم مولوي نجیب الله حقیار د غوایي په ۲۱ مه په اسد اباد کې یوې غونډې ته وویل، «راځئ چې د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو په را روانو انتخاباتو کې داسې استازي وټاکو چې هغوی د اسلام او وطن ریښتیني خادمان وي،»

هغه په خلکو تاکید وکړ چې خپل نومونه ولیکي،‌ تذکرې ترلاسه کړي «او په پراخه کچه په انتخاباتو کې برخه واخلي».‌

هغه وویل، «خپلې رایې مه خرڅوئ. دا ستاسو ایماني او اخلاقي وظیفه ده چې داسې یو ښه استازی وټاکئ چې هغه د خلکو خدمت کوي. دا یو فرصت دی او له لاسه یې مه ورکوئ.»

د کونړ دیني عالمانو او قومي مشرانو د غوایي په ۲۱ مه په خلکو تاکید وکړ چې نومونه ولیکي او د تلې په ۲۸ مه په را روانو انتخاباتو کې برخه واخلي.‌ [خالد زېری]

د کونړ دیني عالمانو او قومي مشرانو د غوایي په ۲۱ مه په خلکو تاکید وکړ چې نومونه ولیکي او د تلې په ۲۸ مه په را روانو انتخاباتو کې برخه واخلي.‌ [خالد زېری]

رایه ورکول د هر افغان وظیفه ده

د افغانستان د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو انتخابات د تلې په ۲۸ مه، د ولسمشرۍ له انتخاباتو څخه، چې په ۱۳۹۸ کې راځي، مخکې ترسره کیږي.‌د رایه ورکولو لپاره د نوم لیکنې ضرب الاجل تر چنګاښ پورې اوږد شوی دی.

د مدني ټولنې یوه محلي فعال شاه ولي سالارزي وویل، «که مونږ تذکرې وانه خلو او خپلې رایې ونه کاروو،‌ مونږ به له خپلو ځانونو او وطن سره خیانت وکړو،»

هغه وویل، «د دې غونډې هر برخه وال باید... خلک دې ته وهڅوي چې په انتخاباتو کې برخه واخلي. هر کس باید دا خپله وظیفه وبولي او ترسره یې کړي.»

قومي مشر حاجي محمد روزي په انتخاباتو کې احتمالي کاندیدانو ته په اشارې سره په غونډه کې وویل، «مونږ په تېرو کلونو کې یو څه تجربه ترلاسه کړه، او مونږ په دې پوه شوو چې څوک ریښتنی دی او څوک نه دی،»

په ولسي جرګه کې د کونړ یوه استازي صالح محمد صالح د رایه ورکوونکیو د نوم لیکنې د نوې پروسې هرکلی وکړ.‌

هغه وویل،‌«په هېواد کې یو شمېر کسان هڅه کوي چې د دې ملي پروسې د تطبیق په لار کې خنډونه رامنځته کړي،خو ملت به هېڅکله هم پرېنږدي چې داسې وشي،»

د کونړ د ولایتي شورا رییس ولایت خان مشواڼي وویل،‌ «د کونړ خلک دې ته تیار دي چې خپلې تذکرې وړاندې کړي او د رایه ورکولو لپاره نوم لیکنه وکړي،»

د سولې او پرمختګ لپاره مبارزه کول

د کونړ والي وحیدالله کلیمزي په خلکو باندې غږ وکړ چې په انتخاباتو کې برخه واخلي او ژمنه یې وکړه چې د رایه ورکولو پر وخت به د رایه ورکوونکیو امنیت خوندي کړي.‌

هغه وویل، «مونږ د خپل هویت د تثبیت او د خپلو خلکو د شمېر د معلومولو لپاره دې ته اړتیا لرو چې تذکرې واخلو او په دې توګه له مرکزي حکومت څخه خپل حقونه ترلاسه کړو،»او زیاته یې کړه چې په وروستیو کې معرفي شوې کمپیوټري تذکرې ډېرې عصري او په نړیوالو معیارونو برابرې دي.‌

هغه په اوسېدونکیو تاکید وکړ چې په هېواد کې د سولې او ثبات لپاره قاطع ګامونه واخلي او هغه خلک چې جنګ کوي هغه سولې ته راولي.‌

هغه غونډې ته وویل، «د دې هېواد بیارغونه مبارزه غواړي، له دې امله تاسو باید داسې استازي وټاکئ چې کولی شي ستاسو ستونزې مسؤلو مقاماتو ته ورسوي او له تاسو سره د حل په موندنه کې مرسته وکړي.»

کلیمزي د کونړ له اوسېدونکیو څخه مننه وکړه چې د ملي مسایلو په هکله چوپ نه پاتې کېږي.

هغه وویل، «کمپیوټري تذکرې به، هېواد ته د سولې او ثبات په راوستلو سربېره، د اداري فساد او د پرمختګ په برخه کې مؤثرې ثابتې شي،»

هغه وویل،‌«زه تاسو ته اطمینان درکوم چې دښمن مات شوی دی او دا چې زمونږ زړور عسکر به له تاسو څخه دفاع کوي او په راتلونکو انتخاباتو کې به تاسو خوندي کوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

هغه یو جذاب راپور وو.‌

ځواب ورکړئ