امنیت

چارواکي: د فراه ولایت د نیولو د ناکامې هڅې تر شا د طالبانو سره د ایران لاس دی

د سلیمان راپور

د فراه والي عبدالبصیر سالنګی د غوایي په ۲۷ مه ناوخته په فراه ښار کې د امنیتي ځواکونو معاینه کوي. [عبدالبصیر سالنګي/فیسبوک]

د فراه والي عبدالبصیر سالنګی د غوایي په ۲۷ مه ناوخته په فراه ښار کې د امنیتي ځواکونو معاینه کوي. [عبدالبصیر سالنګي/فیسبوک]

کابل -- په فراه ولایت کې چارواکي وایي، داسې شواهد شته چې د هغوی په ولایتي مرکز د طالبانو په وروستي برید کې ایران ښکېل وو، چې دا د افغانستان په کورنیو چارو کې د ایران د لاسوهنې یو بل مثال دی.

افغان کمانډو ځواک او د ایتلاف هوایي بریدونو د چارشنبې په ورځ /د غوایي ۲۶ مه/ طالبان له یو ورځني جنګ څخه وروسته له فراه ښار څخه اېستلو ته مجبور کړلاو پرې یې نه ښودل چې یاغیان دغه ولایتي مرکز ونیسي.‌

د ایران له خوا تأمین شوې وسلې

د ولایتي شورا یوې غړې جمیلې امیني سلام ټایمز ته وویل،‌«د ایران له خوا ملاتړ کېدونکیو طالبانو پلان درلود چې فراه ولایت ونیسي.د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو او د ناټو د قاطع ملاتړ د ماموریت د هوایي ځواکونو له خوا د ترسره شویو عملیاتو له برکته د طالبانو برید شنډ کړای شو.»

هغې وویل، «په فراه کې په جګړه کې ایراني جنرالان او ځواکونه ښکېل دي. د مثال په توګه، وسلې له ایران څخه افغانستان ته راځي چې طالبانو ته ورسول شي.»

افغان امنیتي ځواکونه د غوایي په ۲۷ مه ناوخته په فراه ښار کې لیدل کیږي. [عبدالبصیر سالنګي/فیسبوک]

افغان امنیتي ځواکونه د غوایي په ۲۷ مه ناوخته په فراه ښار کې لیدل کیږي. [عبدالبصیر سالنګي/فیسبوک]

امیني وویل،‌«طالبان، چې وار له مخه یې عصري وسلې لرلې، اوس په پرمختللیو ایراني وسلو او ځمکنیو ماینونو باندې سمبال دي، چې هغوی یې د دې لپاره کاروي چې...پلونه، پلچکونه او نور هدفونه پرې ویجاړ کړي،»

هغې وویل، «د قاطع ملاتړماموریت هوایي بریدونه طالبانو ته په ماتې ورکولو کې ډېر زیات مؤثر ول، چې په نتیجه کې یې له ۳۰۰ څخه تر ۴۰۰ پورې طالب اورپکي ووژل شول،»

امیني له ایتلافي ځواکونو څخه وغوښتل چې په فراه ولایت کې ځای پرځای شي «څو د طالبانو د راتلونکو بریدونو مخه ونیسي».‌

د فراه ولایت امنیه قوماندان فضل احمد شېرزاد په فراه باندې د طالبانو په وروستي برید کې د ایران برخه اخیستنه تایید کړه.‌

هغه د غوایي په ۲۶ مه په یوه خبري کانفرانس کې وویل، «ایران طالبانو ته بشپړ لوجیستیکي او مالي ملاتړ برابروي او په فراه ولایت کې د ناامنۍ په رامنځته کولو کې مستقیما دخیل دی.‌ فراه ولایت د ایران لپاره ډېر اهمیت لري، او هغه هېواد په دې ولایت کې له ګډوډۍ او ناامنۍ څخه ډېره زیاته استفاده کوي.»

د افغانستان په چارو کې لاسوهنه کول

په ولسي جرګه کې د فراه ولایت یوه استازي سمیع الله صمیم وویل، «ایران د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي،»

هغه د پنجشنبې په ورځ /د غوایي ۲۷ مه/ سلام ټایمز ته وویل، «که طالبانو د خپلو ملاتړو له خوا -- چې د افغانستان ګاونډیان دي -- مرسته نه ترلاسه کولای، هغوی به نه وای توانېدلي چې په فراه کې د داسې پرمخ تللیو وسلو او پوځي تجهیزاتو په کارولو سره داسې یوه غټه حمله ترسره کړي. پرون له هغوی سره د هغوی د ملاتړ کوونکیو قوي ملاتړ موجود وو.»

هغه وویل، «په وروستیو کې یو ایرانی تبعه ونیول شو... او اوس په کابل کې د ملي امنیت ریاست په توقیف کې دی،»

صمیم وویل، «افغان استخباراتي چارواکي باید د ترلاسه کړیو اسنادو او شواهدو په اساس د افغانستان په کورنیو چارو او په ځانګړې توګه فراه کې د ګاونډیو هېوادونو لاسوهنه افشا کړي،»

د ایران او روسیې په لاسوهنه قوي انتقاد

د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار د سې شنبې په ورځ /د غوایي ۲۵ مه/ د جرګې په عمومي غونډه کې وویل،‌«اوس ایران او روسیه دواړه د طالبانو ملاتړ کوي،»

هغه وویل،«طالبان د ایران او روسیې په ملېشه اوښتي دي،چې د هغو حکمونو په اساس، چې له یادو هېوادونو څخه یې ترلاسه کوي، زمونږ د حکومت په ضد جګړه کوي،»

د افغان ملي اردو د لوی درستېز لومړي مرستیال ډګرجنرال عبدالحمید حمید هم په کابل کې د ۷۰۰ کسیز کمانډو ځواک د فراغت په مراسمو کې د افغانستان په وړاندې د ایران په پالیسۍ انتقاد وکړ.‌

هغه د غوایي په ۲۵ مه په خپلو خبرو کې وویل، «په افغانستان کې د جګړې د دوام تر شا یو فکتور د ګاونډیو هېوادونو له خوا لاسوهنه ده،»

هغه وویل، «ایران دا ډول لاسوهنه د دې لپاره پیل کړې چې زمونږ په هېواد کې ناامني رامنځته کړي.ایران هڅه کوي چې په افغانستان کې د امنیت د خرابولو له لارې زمونږ له اوبو او معدني منابعو څخه استفاده وکړي.»

هغه د ایران مشرانو ته په اشاره وویل،‌ «که زه هر ډول منفي صفت ورته وکاروم هغوی یې لایق دي، خو زمونږ دفاعي او امنیتي ځواکونه به هغوی ته د لاسوهنې اجازه ورنه کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500