امنیت

په کندهار کې موټربم له شنډېدلو څخه مخکې وچاودېد او ۱۶ کسان یې ووژل

ای اېف پي

ناروغان وروسته له هغه تداوي کیږي چې لږ تر لږه ۱۶ کسان هغه وخت ووژل شول او ۳۸ نور ټپیان شول چې یو میني بس، چې له چاودېدونکو موادو څخه ډک وو، په کندهار ښار کې د امنیتي ځواکونو له خوا د شنډېدلو په ترڅ‌ کې چاودنه وکړه. [خبریال/ای اېف پي ټي وي/ای اېف پي]

کندهار -- چارواکو وویل، چې یو میني بس موټر، چې چاودېدونکي توکي په کې ځای پرځای شوي ول، هغه وخت وچاودېد چې امنیتي ځواکونو د سې شنبې په ورځ /د غبرګولي ۱/ په کندهار ښار کې هڅه کوله چې شنډ یې کړي.‌

د والي ویاند داود احمدي وویل، پولیسو او استخباراتي افسرانو د بسونو د اډې خواوشا سیمه چېرې چې یاد موټر موندل شوی وو، پاکه کړې وه.

د پولیسو ویاند محمد قاسم ازاد وویل، «امنیتي ځواکونو هڅه کوله چې موټر شنډ کړي، چې په دې وخت کې یې چاودنه وکړه،»

په کندهار کې د میرویس روغتون رییس ډاکتر بارک وویل، «وروستۍ شمېرې ښیي چې ۱۶ کسان مړه او ۳۸ ټپیان روغتون ته راوړل شوي دي. اوس هم زمونږ دوه امبولانسونه په ساحه کې دي ځکه ښایي چې تر خاورو او خځلو لاندې نور کسان هم ایسار وي،»

یو افغان سړی وروسته له هغه د روغتون په چپرکټ پروت دی چې یو میني بس، چې له چاودېدونکو موادو څخه ډک وو، د غبرګولي په ۱ په کندهار کې وچاوېد او دی هم په کې ټپي شو. په پېښه کې لږ تر لږه ۱۶ کسان ووژل شول. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

یو افغان سړی وروسته له هغه د روغتون په چپرکټ پروت دی چې یو میني بس، چې له چاودېدونکو موادو څخه ډک وو، د غبرګولي په ۱ په کندهار کې وچاوېد او دی هم په کې ټپي شو. په پېښه کې لږ تر لږه ۱۶ کسان ووژل شول. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

احمدي وویل، په مړو کې ۴ تنه امنیتي منسوبین هم شامل ول. په ټپیانو کې لږ تر لږه ۵ ماشومان او ۱۰ امنیتي سرتېري ول.‌

زوروره چاودنه

چاودنه دومره زوروره وه چې اکثر تلفات هغو کسانو ته وراوښتي چې له پاکې شوې ساحې څخه بهر په لاره تېرېدل.

د احمدي په وینا،‌ امنیتي ځواکونو همدارنګه له ساحې سره نژدې د چاودېدونکو توکو یو لوی بکس، په راکټ وارېدونکي ګرنېټونه، ځانمرګي واسکټونه او مهمات وموندل.

یوه امنیتي چارواکي ای اېف پي ته وویل، «ترهګرو پلان درلود چې د روژې په اخر کې په ښار کې د خلکو په ګڼه ګوڼه کې، چې د اختر لپاره راوځي، یوه لویه حمله وکړي... امنیتي ځواکونو د یوې پېښېدونکې فاجعې مخه ونیوله،»

ولسمشر اشرف غني دغه تاوتریخوالی وغانده او هغه «زړور» افسران یې وستایل چې د مهارولو کوشش یې وکړ.‌

سمدلاسه هېڅ ډلې د پېښې مسؤلیت پرغاړه نه دی اخیستی.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500