د ښځو حقوق

د خوست قومي مشران هغه کورنۍ جریمه کوي چې ښوونځیو ته د خپلو نجونو د لېږلو مخه نیسي

د خالد زېري راپور

د ښوونځیو افغانې نجونې د تېر مرغومي په ۲ مه په لغمان ولایت کې په یوه ازاده فضا کې لوبې کوي. په خوست ولایت کې قومي مشرانو د غوایي په ۲۳ مه د نجونو لپاره ښوونه او روزنه جبري کړه او په هغو کسانو، چې خپلې نجونې ښوونځیو ته له لېږلو څخه منع کوي، یې جریمه ولګوله.‌ [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

د ښوونځیو افغانې نجونې د تېر مرغومي په ۲ مه په لغمان ولایت کې په یوه ازاده فضا کې لوبې کوي. په خوست ولایت کې قومي مشرانو د غوایي په ۲۳ مه د نجونو لپاره ښوونه او روزنه جبري کړه او په هغو کسانو، چې خپلې نجونې ښوونځیو ته له لېږلو څخه منع کوي، یې جریمه ولګوله.‌ [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

ننګرهار -- د خوست ولایت د موسی خېل ولسوالۍ اوسېدونکیو د تېرې میاشتې په وروستیو کې په یوه قومي جرګه کې فیصله وکړه، چې له هر هغه چا څخه چې خپلې نجونې ښوونځي ته له لېږلو څخه منع کوي، به ۵۰۰۰ افغانۍ جریمه واخلي.

په یو شمېر حالتونو کې، د کورنیو نارینه غړي خپلې ښځینه خپلوانې ښوونځيو ته له تګ څخه منع کوي. تر نوي اقدام لاندې، د هرې کورنۍ مشر، چې په داسې کار ونیول شي، هغه مجبور دی چې د قومي مشرانو له خوا ټاکل شوې یوې کمېټې ته جریمه تادیه کړي.‌

د منګل قوم مشرانو، چې د ولسوالۍ د چارواکو له خوا وربلل شوي ول، د غوایي په ۲۳ مه په زوړ کوټ لېسه کې سره غونډه وکړه، او پرېکړه یې وکړه چې د نجونو لپاره ښوونه او روزنه جبري کړي.‌

دغه بحث یوازې د نجونو په ښوونه او روزنه باندې څرخېده. په دې ولسوالۍ کې د هلکانو ښوونه او روزنه لا تر اوسه هم جبري نه ده.‌

د خوست ولایت د موسی خېل ولسوالۍ قومي مشران او محلي چارواکي د غوایي په ۲۳ مه د دې لپاره سره غونډ شول چې په دغه ولایت کې د نجونو لپاره ښوونه او روزنه ترویج کړي. [رحیم ګل]

د خوست ولایت د موسی خېل ولسوالۍ قومي مشران او محلي چارواکي د غوایي په ۲۳ مه د دې لپاره سره غونډ شول چې په دغه ولایت کې د نجونو لپاره ښوونه او روزنه ترویج کړي. [رحیم ګل]

قومي مشرانو دا فیصله په یوه یادښت کې وکړه، چې وایي حتی که نجونې غټې هم شي، هغوی به د زده کړو له ترلاسه کولو او د خپلې ښوونې او روزنې له بشپړولو څخه نه منع کیږي.‌

په اعلامیه کې راغلي، «مونږ فکر کوو چې په موسی خېل ... او ټول هېواد کې باید ښځې او سړي په مساوي توګه ښوونه او روزنه ترلاسه کړي،»

اعلامیه وایي، «په دین او انسانیت کې د ښوونې او روزنې د ارزښت په پام کې نیولو سره، مونږ د موسی خېل ولسوالۍ اوسېدونکي دا خپل مسؤلیت بلو چې خپلو خویندو او لوڼو ته د اسلامي حجاب او نورو لارښوونو په پام کې نیولو سره تعلیمي شرایط برابر کړو،»

په یادښت کې راغلي، «د دیني احکامو په رڼا کې، مونږ د موسی خېل ولسوالۍ مشران د هغو خلکو پر ضد درېږو چې هغوی د ښوونې او روزنې مخالفت کوي... مونږ د افغانانو او پښتنو په توګه دا خپله دیني وجیبه بولو چې د جهالت او تیارو د خپرېدو مخه ونیسو،»

له غفلت څخه بیدارېدل

د مدني ټولنې فعال سعیدالله حقمل په جرګه کې وویل، «مونږ د موسی خېل اوسېدونکي پرېکړه کوو چې هر هغه څوک، چې د نجونو د ښوونې او روزنې مخالفت کوي، هغه باید قومي شورا ته ۵۰۰۰ افغانۍ جریمه ورکړي،»

هغه وویل، «مونږ غواړو چې دا دود نورو سیمو ته هم خپور شي او چې خلکو ته یو پیغام ولېږو چې د غفلت له خوب نه رابیدار شي او له دې مبارزې سره یوځای شي ځکه چې ښځې او نجونې هم د دې ټولنې برخه دي،»

حقمل وویل،‌«د هغوی د ښوونې او روزنې مخه باید ونه نیول شي.‌هغوی باید ډاکترانې، انجنیرانې او معلمانې شي،‌ او هغوی باید د سړیو په څېر کار وکړي،»

مشرانو په جرګه کې وویل، د نجونو د ښوونې او روزنې نشتوالی د ښځینه ډاکترانو او نرسانو د نشتوالي سبب شوی دی، چې دا بیا په خپل وار سره د ماشومانو د زېږونې پر وخت د ښځو د مړینې سبب کیږي.‌

یوه قومي مشر منډایر وویل، «که هغوی تعلیم لرلی،‌ مونږ به دا ستونزه نه لرله. مونږ د ښځو لپاره تعلیم غواړو،»

ولسوال ګلاب منګل وویل،‌د داسې ستونزو له منځه وړل د خویندو او لوڼو روزنې ته ضرورت لري چې هغوی په ژوند کې د نورو لپاره د اوږو بار نشی.‌

د ښوونې او روزنې سکتور پراخول

په جرګه کې قومي مشرانو د ولایت د ښوونې اوروزنې ریاست څخه وغوښتل چې نجونو او هلکانو دواړو ته په دې لیرې پرته ولسوالۍ کې تعلیمي اسانتیاوې برابرې کړي.

د خوست ولایت د ښوونې او روزنې د ریاست په وینا، په دغه ولایت کې ۳۵۱ ښوونځي فعال دي چې له ۲۸۰۰۰۰ څخه ډېر زده کوونکي، چې لږ تر لږه ۴۰٪ یې نجونې دي، په کې زده کړه کوي.

د ولایت د ښوونې او روزنې رییس نصیراحمد روښان، چې له نورو چارواکو سره موسی خېل ولسوالۍ ته په جرګه کې د برخه اخیستنې لپاره تللی وو، وعده وکړه چې د وروستۍ پرېکړې په پام کې نیولو سره به د یادې ولسوالۍ د ښوونې او روزنې سکتور ته پاملرنه زیاته کړي.

هغه وویل، «زه به موسسې، غیرحکومتي موسسې راوبلم؛ زه به هغوی ته ووایم چې خلک تیار دي... دوی تیار دي چې خپل هلکان او نجونې ښوونځي ته ولېږي، خو دوی اسانتیاوې نه لري. زه به هغوی ته ووایم، 'دوی ته اسانتیاوې برابرې کړئ چې دوی په خپلو پښو ودرېږي.'»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا ډېر ښه کار دی. مونږ باید د داسې ښو کارونو په هکله فکر وکړو. دا کار زما په زړه برابر دی.‌

ځواب ورکړئ

ډېره ښکلې فیصله یې کړې ده. نړیوالې موسسې باید د خوست او نورو پښتون مېشتو سیمو د ښوونې او روزنې بهیر ته پام وکړي. د پښتنو سیمې د طالب او حکومت او امریکایانو په جنګونو کې تباه شوې، ښوونځي یې وران، کلینیکونه وران،‌ پلونه وران شول، خو نړیوال ټول پام یوازې د هزاره ګانو او تاجکانو سیمو ته کوي.

ځواب ورکړئ