تروريزم

په سوریه کې د بیارغونې مرکز هڅه کوي چې د داعش 'تنکي ځوانان' لارې ته راولي

د ای اېف پي راپور

هغو تنکيو ځوانانو ته، چې په خپله خوښه یا په زور د داعش له خوا استخدام شوي ول، په سوریه کې د بیارغونې په یوه مرکز کې یو دویم چانس ورکول کیږي چې هلته هغوی په سپورټونو کې برخه اخلي او تاریخ، جغرافیه او 'اخلاق' زده کوي.‌

سوریه -- ښایي چې ۱۳ کلن حسن د داعش لپاره وحشتونه ترسره کړي وي،‌ خو کوردي مقاماتو د هغه د سملاسي بندي کولو پر ځای، هغه په شمالي سوریه کې د بیارغونې په یوه مرکز کې ځای پرځای کړ.

حسن یو له هغو خواوشا ۸۰ کسانو څخه دی، چې له ۱۲ څخه تر ۱۷ کالو پورې عمرونه لري، او په الحسکه ولایت کې په هوري مرکز کې یې بیارغونه کیږي.‌ هغوی ټول د کوردي جنګیالیو یا د نړیوالو ایتلافي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.

ځینې یې د داعشي کورنیو ماشومان دي، چې ښایي میندې او پلرونه یې په زندان کې وي، په داسې حال کې چې نور بیا مستقیماً د داعش له خوا په زور یا په خپله خوښه استخدام شوي دي.

محلي مقامات اعتراف کوي چې د هغوی زندانونه ډک دي او وایي هغوی هیله لري چې یو تعمیري چلند کولی شي چې له هغو محلي قومونو سره، چې یو وخت یې د افراطیانو ملاتړ کاوه، د ارتباطاتو په جوړولو کې مرسته وکړي.

یو تنکی ځوان هلک د داعش د پخوانیو ماشومو جنګیالیو لپاره د بیارغونې په هوري مرکز کې په یوه سپینه تخته لیکل کوي. [دلیل سلیمان/ای اېف پي]

یو تنکی ځوان هلک د داعش د پخوانیو ماشومو جنګیالیو لپاره د بیارغونې په هوري مرکز کې په یوه سپینه تخته لیکل کوي. [دلیل سلیمان/ای اېف پي]

یو تنکی ځوان هلک د داعش د پخوانیو ماشومو جنګیالیو لپاره په سوریه کې د هوري د بیارغونې مرکز کې د سلواغې په ۲۲ مه له مریو څخه شیان جوړوي. [دلیل سلیمان/ای اېف پي]

یو تنکی ځوان هلک د داعش د پخوانیو ماشومو جنګیالیو لپاره په سوریه کې د هوري د بیارغونې مرکز کې د سلواغې په ۲۲ مه له مریو څخه شیان جوړوي. [دلیل سلیمان/ای اېف پي]

یو تنکی ځوان هلک د هوري د بیارغونې مرکز کې، چې هلته هغه د وېښتانو کمولو هنر زده کوي، د سلواغې په ۲۲ مه د یوې هندارې مخې ته ناست دی. [دلیل سلیمان/ای اېف پي]

یو تنکی ځوان هلک د هوري د بیارغونې مرکز کې، چې هلته هغه د وېښتانو کمولو هنر زده کوي، د سلواغې په ۲۲ مه د یوې هندارې مخې ته ناست دی. [دلیل سلیمان/ای اېف پي]

د داعش له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی یو عکس، چې د کب په ۱۳ مه خپور شوی، د افغانستان په یوه نامعلوم ځای کې په لسګونو ماشومان ښیي، چې ډېر یې په زور سره استخدام شوي او مغزونه یې وینځل شوي، په وسلو سمبال شوي او د داعش بیرغ یې نیولی دی. [آرشیف]

د داعش له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی یو عکس، چې د کب په ۱۳ مه خپور شوی، د افغانستان په یوه نامعلوم ځای کې په لسګونو ماشومان ښیي، چې ډېر یې په زور سره استخدام شوي او مغزونه یې وینځل شوي، په وسلو سمبال شوي او د داعش بیرغ یې نیولی دی. [آرشیف]

حسن د دې کال په لومړیو کې په هوري مرکز کې داخل شو. دغه مرکز چې د ودانۍ کوټې یې له سرو خښتو جوړې شوي او اطاقونه یې د یوه مستطیل شکله چمن په چاپېر پراته دي څو میاشتې مخکې پرانستل شو.

نوموړی، چې د داعش د یوه جیګپوړي قوماندان زوی دی، یو وخت یې د سوریې په الراقه ښار کې، چې د یادې ډلې د ځانواکي دولت پلازمېنه وه، په منظم ډول هغه خلک لیدل چې سرونه یې پرې کېدل.‌

هغو کوردي ځواکونو، چې نوموړی یې نیولی وو، له هغه سره یې داسې یو عکس موندلی وو چې ښیي چې یو پرې شوی سر یې په لاس کې نیولی،‌ خو دا لا معلومه نه ده چې آیا دغه هلک پخپله کله څوک وژلی دی که نه.‌

د مرکز د دوه رییسانو له جملې څخه یوه، روکا خلیل، وویل، «هغه چې را ورسېد، د هغوی د ډېرو نورو په څېر، یې سلام ونه ویل، مونږ ته یې لاس را نه کړ او له مونږ سره یې سترګې په سترګو نه کتل،»

'په اسانۍ سره جوړېږي'

د نورو تنکیو ځوانانو په څېرچې داعش «د خلافت بچیان» بلل، حسن د یادې ډلې د هغو هڅو قرباني شوی وو چې غوښتل یې په یوه پوره نسل باندې د تاوتریخوالي او افراطیت ایډیالوژي ور وتپي.

د مرکز مرستیالې عبیر خالد وویل، اوس،‌ د دغو تنکیو ځوانانو یو شمېر په داسې لیلیو کې ځای پرځای شوي چې ټیلیفونونو او انټرنټ ته په کې لاسرسی نه لري، خو هلته کارمندان شپه او ورځ حاضر دي.‌

هغې وویل، «مونږ هغوی ته د انسانانو، د جنګ د قربانیانو په سترګه ګورو،»

په داسې حال کې چې اکثر ماشومان سوریایان دي، په دې مرکز کې همدارنګه د ترکیې او اندونیزیا په شمول هېوادونو څخه «بچیان» هم شته.‌

د هغوی قید ورځنی مهالوېش لري چې ډېر سپورټ کوي، په ودانۍ کې دننه کار کوي او ورکشاپونه ورته برابرېږي چې له هغوی نه نایان او خیاطان جوړ کړي.

همدارنګه، د بیارغونې په پروسه کې داسې نصاب کارول کیږي چې تاریخ، جغرافیه، د عربي او کوردي ژبې صنفونه او د «اخلاق» یو صنف په کې اخلي.

ډېرو یې فقر لیدلی، ډېر کم تعلیم یې کړی او په سخت کورني محیط کې را لوی شوي دي. د مرکز کارمندانو وویل، چې د هغوی له جملې څخه ۴ کسان د داعش له خوا لېږل شوي ول چې ځانمرګي عملیات وکړي خو پرځای یې هغوی تسلیم شول.

خلیل وویل، «داسې ښکاري چې د هغوی ایډیالوژي ډېره ژوره نه ده، او کېدای شي چې په اسانۍ سره جوړ کړای شي،»

را کمې شوې سزاګانې

د هوري مرکز یو پر درې «مېلمنو» ته د زندان سزاګانې اورول شوې وې چې له شپږو میاشتو څخه نیولې تر اوو کالو پورې رسېدلې، خو کوردي مقامات باور لري چې که هغوی ته یو ملاتړ کوونکی چاپېریال برابر شي کیدای شي چې هغوی بیا ورغېږي.

که په هوري کې د هغوی چلند ښه وي، ښایي چې د هغوی سزاګانې کمې شي او کیدای شي چې په میاشتو کې دننه هغوی خپلو کورنیو ته ورخوشې کړای شي.

حسن اوس محاکمې ته په تمه دی او خلیل وویل چې ښایي هغه ته تر درې کالو پورې سزا واورول شي، خو کیدای شي چې هغه کمه شي.

خلیل وویل، تر اوسه پورې لا دا ډېره وختي ده چې د مرکز فعالیتونه بریا وګڼل شي، خو ویې ویل چې نتایج وار له مخه د لمس وړ دي.‌

هغې وویل، «نن، د هغوی اکثر راځي او پخپله له مونږ سره خبرې کوي،»

هغې وویل، «کله چې څه شخړه وي، اوس حسن خپلو همصنفیانو ته کنځلې نه کوي،» او زیاته یې کړه چې «هغه ان موزیک اوري».‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500