امنیت

افغان ځواکونو په ننګرهار کې د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې په مرکزونو د اورپکو بریدونه شنډ کړل

د خالد زېري راپور

چارواکو د غبرګولي په ۲مه وویل، چې د ملي امنیت د ریاست ځانګړیو ځواکونو په جلال اباد ښار او د ننګرهار په نورو برخو کې ۱۷ تنه مشکوک طالبان او د داعش اورپکي ونیول.‌ [خالد زېری]

ننګرهار-- چارواکي وایي، افغان امنیتي ځواکونو هغه ۱۳ تنه طالب او ۲ تنه داعشي مشکوک کسان ونیول چې پلان یې درلود څو په ننګرهار ولایت کې د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې په مرکزونو باندې بریدونه وکړي.

د نیونې په ترڅ کې، امنیتي ځواکونو چاودېدونکي توکي، ناریه وسلې او د ځانمرګي برید یو واسکټ ونیول، چې چارواکو د غبرګولي په ۲ مه په یوه خبري کانفرانس کې وښودل.

د ننګرهار نوي مقرر شوي والي حیات الله حیات خبریالانو ته وویل، «د ملي امنیت ریاست ۱۳ تنه وسله وال طالبان، ۲ تنه د داعش غړي او ۲ نور مشکوک کسان ونیول،»

هغه وویل،‌د ملي امنیت د ریاست ځانګړیو ځواکونو مشکوک کسان «په جلال اباد ښار، غني خېل، سرخرود، خوګیاڼو، چپرهار او بټي کوټ ولسوالیو کې ونیول.‌له هغوی څخه د موټربمونو لپاره چاودېدونکي مواد،‌ د ځانمرګي برید یو واسکټ او یو شمېر سپکې او درنې وسلې او مهمات ونیول شول.»

طالب او داعش جنګیالي، چې لاسونه یې تړل شوي او سرونه یې پټ کړای شوي، د غبرګولي په ۲ مه د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې خبریالانو ته ور ښودل کیږي. [خالد زېری]

طالب او داعش جنګیالي، چې لاسونه یې تړل شوي او سرونه یې پټ کړای شوي، د غبرګولي په ۲ مه د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې خبریالانو ته ور ښودل کیږي. [خالد زېری]

افغان امنیتي ځواکونه د غبرګولي په ۲ مه په جلال اباد کې طالب او داعش جنګیالي په کتار ودروي.‌ د محلي مقاماتو په وینا، دغو اورپکو پلان درلود چې په یاد ولایت کې د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې په مرکزونو بریدونه وکړي.‌ [خالد زېری]

افغان امنیتي ځواکونه د غبرګولي په ۲ مه په جلال اباد کې طالب او داعش جنګیالي په کتار ودروي.‌ د محلي مقاماتو په وینا، دغو اورپکو پلان درلود چې په یاد ولایت کې د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې په مرکزونو بریدونه وکړي.‌ [خالد زېری]

حیات وویل،«نیول شویو اورپکو غوښتل چې په یو شمېر مهمو دفترونو او د رایه ورکوونکیو د نوم لیکنې په مرکزونو باندې بریدونه وکړي،خو هغوی هدفونو ته له رسېدلو څخه مخکې ونیول شول،»

هغه وویل، امنیتي ځواکونو یو شمېر چاودېدونکي مواد، ۱۰۰ متره سیم، درې ریموټ کنټرولونه، پنځه چاودوونکي او نور اړوند توکي، چې د بمونو په جوړولو کې کارول کیږي، ونیول.

هغه وویل،‌ د ملي‌ امنیت د ریاست منسوبینو د ځانمرګي برید واسکټ، یو موټر، دوه توپکونه، دوه تمانچې، ۱۶ جاغورونه او د داعش نور مواد د جلال اباد ښار په ۲ مه ناحیه کې د داعش د اورپکو له ډلې څخه د یوه نیول شوي اورپکي په کور کې وموندل.

د حیات په وینا، د داعش بل اورپکی، چې په چپرهار ولسوالۍ کې یې په تخریبي فعالیتونو کې برخه لرله، هم د ښار په یاده ناحیه کې ونیول شو.

اوسېدونکي عملیاتو ته ښه راغلاست وایي

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال سلام ټایمز ته وویل، امنیتي ځواکونه په بریا سره په جلال اباد او د دغه ولایت په نورو ولسوالیو کې ترهګر له منځه وړي.‌

هغه وویل، «مونږ به په افتخار او شجاعت سره ملت خوندي کړو. مونږ د رایه ورکوونکیو د نوم لیکنې د مرکزونو د امنیت د ټینګولو مسؤل یو او زمونږ امنیتي ځواکونه شپه او ورځ دې ته تیار دي چې د امنیت د خوندي کولو لپاره کار وکړي... هغه زمونږ دنده ده.»

د ننګرهار اوسېدونکیو وروستیو عملیاتو ته ښه راغلاست ویلی، او وایي چې هغوی د د داعش او طالبانو پر ضد د زیاتو شویو هڅو له برکته په امنیتي وضعه کې یو مثبت بدلون ویني .

د جلال اباد یوه اوسېدونکي محمد یوسف، چې ۲۸ کاله عمر لري، سلام ټایمز ته وویل، «داعش یا طالبان هڅه کوي چې عام خلک په نښه کړي، زمونږ د انتخاباتو ملي پروسه خرابه کړي او چاودنې وکړي، خو امنیتي ځواکونه متوجه دي -- او هغوی باید ملت او هېواد ته د دغو خلکو د ضرر رسونې د مخنیوي لپاره ډېر متوجه اوسي،»

د اچین ولسوالۍ یوه اوسېدونکي فقیرالله، چې ۳۳ کاله عمر لري، سلام ټایمز ته وویل، «د ملي امنیت ریاست او زمونږ عسکرو ډېر پرمختګونه کړي دي،»

هغه وویل، «د هغوی روزنه ښه شوې او مهارتونه یې زیات شوي دي. اوس هغوی کولی شي چې خپل دښمن په اسانۍ سره وپېژني او په چټکۍ سره یې له منځه وېسي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500