امنیت

افغان ځواکونو د کورنیو چارو په وزارت لویه حمله شنډه کړه

ای اېف پي

یوه ټپي شوې افغانه نجلۍ سویتا صابري، چې ۱۷ کاله عمر لري، وروسته له هغه په وزیراکبرخان روغتون کې تداوي کیږي چې اورپکو د غبرګولي په ۹ مه په کابل کې د کورنیو چارو په وزارت د وسلو او بمونو برید وکړ، یو پولیس یې وواژه او لږ تر لږه ۵ کسان یې ټپیان کړل. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

یوه ټپي شوې افغانه نجلۍ سویتا صابري، چې ۱۷ کاله عمر لري، وروسته له هغه په وزیراکبرخان روغتون کې تداوي کیږي چې اورپکو د غبرګولي په ۹ مه په کابل کې د کورنیو چارو په وزارت د وسلو او بمونو برید وکړ، یو پولیس یې وواژه او لږ تر لږه ۵ کسان یې ټپیان کړل. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- افغان ځواکونو د چارشنبې په ورځ /د غبرګولي ۹ مه/ په کابل کې د کورنیو چارو په وزارت یوه لویه حمله شنډه کړه.‌

ځانګړيو ځواکونو وروسته له هغه صحنې ته ور وځغاستل، چې بریدګرو وزارت ته په لومړي قراول کې هغه څه وچول چې پولیسو وویل چې یو موټربمي برید وو، او بیا یې هڅه وکړه چې داخل ته د ننوتلو لپاره جګړه وکړي.‌

د وزارت ویاند نجیب دانش خبریالانو ته وویل، «بریدګر له دوه موټرو څخه په استفادې سره د کورنیو چارو د وزارت ودانۍ ته ور رسېدلي دي. په جګړه کې ۸ تنه بریدګر ښکېل ول، یوه خپل چاودېدونکي مواد وچول، او ۷ نور ووژل شول.»

هغه وویل، «اوس وضعه تر کنټرول لاندې ده،» او زیاته یې کړه، کېدای شي چې د پولیسو له خوا د بریدګرو د نیول شویو ځانمرګو واسکټونو د چاودېدلو له امله نورې چاودنې هم وشي.

ټپي شوی افغان پولیس مجیب الله نبي زاده، چې ۲۱ کاله عمر لري او یو همکار یې تر څنګ ولاړ دی، وروسته له هغه په وزیراکبرخان روغتون کې تداوي کیږي چې اورپکو د ۱۳۹۷ د غبرګولي په ۹ مه په کابل کې د کورنیو چارو په وزارت د وسلو او بمونو برید وکړ. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

ټپي شوی افغان پولیس مجیب الله نبي زاده، چې ۲۱ کاله عمر لري او یو همکار یې تر څنګ ولاړ دی، وروسته له هغه په وزیراکبرخان روغتون کې تداوي کیږي چې اورپکو د ۱۳۹۷ د غبرګولي په ۹ مه په کابل کې د کورنیو چارو په وزارت د وسلو او بمونو برید وکړ. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د کابل د پولیسو مشر داود امین وویل، «جګړه پای ته رسېدلې ده، بریدګر ټول د لومړي او دویم امنیتي قراول تر منځ د امنیتي ځواکونو له خوا وژل شوي دي،»

په برید کې یو پولیس او پنځه نور کسان ټپیان شوي دي -- او که د امنیتي ځواکونو له خوا مؤثر ځواب نه وای ورکړل شوی، کېدای شي چې دغه شمېر نور هم زیات شوی وای.‌

یوې امنیتي سرچینې ای اېف پي ته وویل چې هلته ګڼ شمېر چاودنې وشوې، خو د چاودنو شمېر یې تایید نه کړ.

داعش د خپل تبلیغاتي اژانس، اعماق، له لارې د برید مسؤلیت پر غاړه واخیست.‌

پولیسو همدارنګه وویل، چې هغوی د چارشنبې په ورځ د کابل په نړیوال هوایي ډګر کې، چې د کورنیو چارو وزارت سره نژدې دی، یو موټر، چې چاودېدونکي توکي او وسلې په کې ځای پرځای شوي ول، وموند.

طالبانو په پل عالم کې برید وکړ

له دې جلا د چارشنبې په ورځ، د یوه ځانمرګي بمي بریدګر په شمول طالب بریدګرو د لوګر ولایت په مرکز پل عالم کې د پولیسو په یوه ماموریت برید وکړ، او ۶ تنه پولیس افسران یې ووژل.

د ولایت امنیه قوماندان شاه پور احمدزي وویل، بمي بریدګر په چاودېدونکیو توکو سمبال یو موټر د پولیسو د ماموریت په دروازه کې وچاوه.‌

هغه وویل،‌ بیا درې نورو بریدګرو د پولیسو د ماموریت په ودانۍ برید وکړ، او له امنیتي ځواکونو سره یې یو لنډ‌ جنګ وکړ.‌

هغه ای اېف پي ته وویل، «په نیم ساعت کې امنیتي ځواکونو ټول بریدګر ووژل. له بده مرغه، درې ملي پولیس او درې د ترافیکو پولیس هم ووژل شول. ۸ تنه ملکیان هم ټپیان شول.»

د والي ویاند شمشاد لاروي دغه جزیات تایید کړل او ویې ویل چې وضعه تر کنټرول لاندې ده، خو چاودنې د پولیسو ماموریت ویجاړ کړی دی.

د برید مسؤلیت طالبانو پر غاړه واخیست.‌

په ورته وخت کې، د کندهار د والي ویاند داود احمدي وویل، چې په کندهار ښار کې د چارشنبې په ورځ‌ یو موټر بم په یوه ګاراج کې وچاودېد، چې ۳ تنه مستریان یې ووژل او ۱۰ کسان یې ټپیان کړل.‌

سمدلاسه هېڅ ګروپ د پېښې مسؤلیت پرغاړه نه دی اخیستی.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500