امنیت

امریکايي جنرال: ویشل شوي طالبان د اوربند په اړه له افغان چارواکو سره په پټو خبرو اخته دي

سلام ټایمز او ای اېف پي

په سرپل ولایت کې د طالبانو د مرکزونو پر ضد له سختو ځمکنیو او هوایي بریدونو څخه وروسته، ۴۵ تنه طالب اورپکي د وري په ۱۶مه د فراه ولایت په ګوسفندي ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو ته تسلیم شول. [سلیمان]

په سرپل ولایت کې د طالبانو د مرکزونو پر ضد له سختو ځمکنیو او هوایي بریدونو څخه وروسته، ۴۵ تنه طالب اورپکي د وري په ۱۶مه د فراه ولایت په ګوسفندي ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو ته تسلیم شول. [سلیمان]

واشنګټن -- د متحده ایالاتو د دفاع وزارت د چارشنبې په ورځ /د غبرګولي ۹ مه/ افشا کړه، چې جیګپوړي طالب چارواکي د یوه ممکن اوربند په هکله له افغان چارواکو سره خبرې اترې کوي.‌

په افغانستان کې د متحده ایالاتو او ناټو ځواکونو قوماندان جنرال جان نېکلسن له کابل څخه د یوه ویډيوي ټیلي کانفرانس له لارې په پنتاګون کې خبریالانو ته وویل، «په پټه ډېر دپلوماتیک فعالیت او خبرې اترې روانې دي، او دا کار په ګڼو سطحو ترسره کیږي،»

هغه د هغو کسانو نومونه وانه خیستل چې په دغو خبرو اترو کې ښکېل دي، یوازې دا یې وویل چې په هغوی کې په منځنۍ او لوړه کچه طالب چارواکي شامل دي.

هغه وویل، «زه باید ووایم چې هغوی په پټه سره لیدلي دي. او په دې طریقه هغوی وکولی شوای چې خبرې پرمخ بوځي،» او زیاته یې کړه چې په یو ډول د دغو هڅو بریا «د دې پروسې محرمیت» پورې تړلې ده.‌

افغان طالب جنګیاليو د ۱۳۹۴ د لړم په ۱۲مه د فراه ولایت په بکوا کې د طالبانو د یوې جلا شوې ډلې نوي ټاکل شوي مشر ملا محمد رسول اخوند خبرو ته غوږ نیولی دی.‌ [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

افغان طالب جنګیاليو د ۱۳۹۴ د لړم په ۱۲مه د فراه ولایت په بکوا کې د طالبانو د یوې جلا شوې ډلې نوي ټاکل شوي مشر ملا محمد رسول اخوند خبرو ته غوږ نیولی دی.‌ [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

نېکلسن وویل،‌«مونږ ګورو چې طالب جنګیالي، چې له جنګ څخه ستړي دي، او په خپل هېواد د دغه دوامدار جنګ د تاثیر په هکله اندېښمن دي، په دې برخه کې مخکې کیږي...د مثال په توګه، د افغانستان په شمال کې د طالبانو یوه قاضيد طالبانو له مشرتابه وغوښتل چې د ولسمشمر غني د سولې وړاندیز ومني،»

هغه وویل، «د طالبانو تر منځ په دې هکله په قوي سطحه خبرې اترې روانې دي،»

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پنجشنبې په ورځ د نېکلسن دا ادعاوې، چې طالبان له افغان حکومت سره پټې خبرې کوي، رد کړې.

افغان ولسمشر اشرف غني د سلواغې په وروستیو کېله طالبانو سره د سولې د خبرو وړاندیز وکړ،او ویې ویل چې که طالبان اوربند ومني او د هېواد د ۱۳۸۲ کال اساسي قانون په رسمیت وپېژني، کېدای شي چې طالبان د یوه سیاسي ګوند په توګه په رسمیت وپېژندل شي.‌

طالبانو په رسمي توګه ځواب نه دی ورکړی.

د تاوتریخوالي تر منځ پرمختګ

نېکلسن، چې په دې لټه کې دی، چې د متحده ایالاتو د زیات نظامي فشار په اساس طالبان د خبرو اترو مېز ته راولي، وویل چې تاوتریخوالی او پرمختګ دواړه کېدای شي چې په یو وخت روان وي.‌

هغه په افغانستان کې روان وضعیت له کولومبیا سره، چې جنګ په کې تر هغه وخته پورې روان وو چې فارک ګوریلا ګروپ او حکومت په ۲۰۱۶ کې د سولې یو تړون لاسلیک کړ، مشابه وباله.‌

د چارشنبې په ورځ، طالبانو د هغه برید مسؤلیت واخیستچې سهار وختي د لوګر ولایت په مرکزپل عالم کې د پولیسو په یوه ماموریت ترسره شو.

چارواکو وویل، ۶ پولیس افسران ووژل شول او ۸ ملکي کسان ټپیان شول.‌

په ورته وخت کې، په افغانستان کې د متحده ایالاتو قوماندانۍ د چارشنبې په ورځ وویل، د ایتلاف یوه راکټي توپچي برید، تېره اونۍ له ۵۰ نه ډېر طالب مشران، چې د تېرې میاشتې په وروستیو کې د فراه ولایت د مرکز د نیولو د هڅې تر شا یې لاس درلود، ووژل.

نېکلسن وویل، په فراه کې د طالبانو له په شا تمبولو څخه وروسته، افغان او امریکایي ځواکونو د هغوی تعقیبولو ته دوام ورکړ.‌

طالب جنګیالي، چې د متحده ایالاتو سمندري ځواکونو یې څارنه کوله،په هلمند ولایت کې خپل اصلي مرکز ته ستانه شول.دغه ولایت د اپین د مرکز په نامه یادېږي.‌

د غبرګولي په ۳ مه، هغوی په موسی کلا کې د طالبانو د قوماندې په یوه مشهور مرکز کې په نښه شول.

نېکلسن وویل، «هغوی داسې ښکاري لکه د قوماندانانو یو ګروپ و، او د دې لپاره یې سره کتل، څو د نورو تر څنګ په فراه کې د عملیاتو په هکله، چې له هغوی څخه ډېرو په وروستیو کې په کې برخه اخیستې وه، خبرې اترې وکړي،»

هغه وویل،‌«او په څرګنده هغوی داسې فکر کاوه چې هغوی په موسی کلا کې په یوه نسبتاً خوندي ځای کې سره لیدل، خو زمونږ استخبارات وتوانېدل چې دغه ګروپ په ګوته کړي او په بریا سره حمله ترسره کړي،»او زیاته یې کړه چې دا ګروپ همدارنګه د نشه ییزو توکو په قاچاق کې ښکېل وو.

په وژل شویو کې په هلمند کې د طالبانو دویم نمبر مشر عبدالمنان، او په کندهار، کندوز، هرات، فراه، اروزګان او هلمند ولایتونو کې ګڼ شمېر ولسوالان اوځایي مشران شامل ول.‌

له سولې نه بهتره لاره نشته

په کابل کې د سیاسي چارو تحلیلګر اسحاق اتمر سلام ټایمز ته وویل، «طالب اورپکي دې نتیجې ته رسېدلي چې د حکومت او نړیوالو ځواکونو پر ضد د هغوی ۱۷ کلن جنګ ناکام شوی او له سولې نه پرته بل ښه انتخاب نشته،»

هغه په افغانستان او جنوبي اسیا کې د متحده ایالاتو ستراتیژي ته په اشارې، چې تېر کال اعلان شوه، وویل، «د متحده ایالاتو له نوې ستراتیژۍ څخه وروسته، د طالبانو پر ضد د متحده ایالاتو هوایي بریدونه او د افغان ځواکونو عملیات زیات شوي دي،» چې په هلمند کې وروستۍ حمله هم په کې شامله ده.

هغه وویل، «امریکایي چارواکو هم ویلي چې هغوی به تر هغه وخته پورې له افغانانو سره ودرېږي چې ترهګري ماته شي. دا هغه څه دي چې طالب اورپکي یې سخت خفه کړي او دې ته یې سوق کړي چې خبرې وکړي.»

په ولسي جرګه کې د کابل یوه استازي محمد فرهاد صدیقي سلام ټایمز ته وویل، «طالبان تر سخت نظامي فشار لاندې دي،»د هغوی د نشه ییزو توکو سلګونه لابراتوارونه، چې د هغوی عایداتي منابع وې، ویجاړ کړای شوي، افغان هوایي ځواک اوس په عصري جنګي الوتکو سمبال دی او له دې امله طالبان د سولې خبرو سره علاقه مندي ښیي.»

هغه وویل،‌ «د سولې په خبرو کې د یو شمېر طالب مشرانو او اورپکو حضور او د طالبانو د ځینې نورو ډلو له خوا د جګړې دوام د طالب اورپکو تر منځ د سختو اختلافاتو یوه سلسله په ګوته کوي،»

هغه وویل، «که طالبان د روان جنګ په دوام تاکید وکړي، هغوی به د پخوا په نسبت نور د نظامي فشار لاندې راشي. اوس دا ډېره ناوخته نه ده، د هغوی لپاره غوره لاره دا ده چې سیاسي دیالوګ ترسره کړي.»

[له کابل څخه سلیمان د دې راپور په برابرولو کې همکاري کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په جلال اباد کې په غازي امان الله خان پارک (مېنه) کې بمي چاودنه.

ځواب ورکړئ

ډېره مننه سلام ټایمز چې په انګلیسي ژبه ډېر ګټور او باوري خبرونه خپروئ.‌

ځواب ورکړئ