زده کړه

د تخار چارواکو ژمنه وکړه چې د طالبانو له خوا د ښوونځیو د بندولو په وړاندې به مقاومت وکړي

د سلیمان راپور

د ښوونځي افغانې نجونې د وري په ۴ مه د تعلیمي کال په لومړۍ ورځ په کابل کې د یوه خصوصي ښوونځي په حویلۍ کې په کتار ولاړې دي.‌ په تخار ولایت کې، طالبانو ۲۷ ښوونځي بند کړل -- ۱۱۰۰۰ ماشومان یې له زده کړو څخه محروم کړل -- او ګواښ یې وکړ چې ښوونکي او زده کوونکي به ووژني. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د ښوونځي افغانې نجونې د وري په ۴ مه د تعلیمي کال په لومړۍ ورځ په کابل کې د یوه خصوصي ښوونځي په حویلۍ کې په کتار ولاړې دي.‌ په تخار ولایت کې، طالبانو ۲۷ ښوونځي بند کړل -- ۱۱۰۰۰ ماشومان یې له زده کړو څخه محروم کړل -- او ګواښ یې وکړ چې ښوونکي او زده کوونکي به ووژني. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- ځایي چارواکي او د مدني ټولنې فعالان وایي، د طالبانو له خوا په تخار ولایت کې د ۲۷ ښوونځیو بندول، چې په زرګونو ماشومان یې له زده کړو څخه محروم کړل، غیر اسلامي او د افغانستان د قوانینو ضد کار دی.‌

د افغانستان د ملي امنیت ریاست د غوایي میاشتې په نیمایي کې د طالبانو د ښوونې او روزنې تش په نامه رییس امیرمحمد مزمل ونیو.‌

طالبانو د دې نیونې د انتقام اخیستنې او د دې هڅې په ترڅ کې، چې په حکومت باندې فشار واچوي چې مزمل خوشې کړي، د غبرګولي په ۴ مه ښوونځي بند کړل او ګواښ یې وکړ چې مدیران، ښوونکي او زده کوونکي به ووژني.‌

د ولایت د ښوونې او روزنې رییس عبدالسمیع ابادیار سلام ټایمز ته وویل، «طالبانو ۸ ښوونځي په ینګي کلا ولسوالۍ کې، ۴ ښوونځي په خواجه بهاءالدین ولسوالۍ او ۱۵ ښوونځي په درقد ولسوالۍ کې بند کړي دي... چې ۱۱۰۰۰ زده کوونکي - نجونې او هلکان- یې له ښوونې او روزنې څخه محروم کړي دي،»

د لوګر ولایت په محمد آغه ولسوالۍ کې وروسته له هغه د نجونو د ښوونځي ورانی لیدل کیږي چې نامعلومو سړیو هڅه وکړه چې د وري په ۲۱ مه اور ور واچوي. په دېوال د اسلام لومړۍ بنا، د شهادت کلمه، لیکل شوې ده. [د افغانستان د ښوونې او روزنې وزارت]

د لوګر ولایت په محمد آغه ولسوالۍ کې وروسته له هغه د نجونو د ښوونځي ورانی لیدل کیږي چې نامعلومو سړیو هڅه وکړه چې د وري په ۲۱ مه اور ور واچوي. په دېوال د اسلام لومړۍ بنا، د شهادت کلمه، لیکل شوې ده. [د افغانستان د ښوونې او روزنې وزارت]

هغه وویل، «د ښوونې او روزنې ریاست غیرسیاسي دی، او هدف یې دا دی چې د طالبانو په شمول د ټولو افغانانو ماشومانو ته ښوونه او روزنه ورکړي. په دې توګه، طالبان باید له ښوونې او روزنې څخه د فشار د وسیلې په توګه استفاده ونه کړي.»

د والي یوه ویاند سنت الله تیموري وویل، د ۲۷ بندو شویو ښوونځیو له جملې څخه ۲۰ په داسې سیمو کې واقع دي چې د طالبانو له خوا کنټرولېږي.

تیموري سلام ټایمز ته وویل، «په نورو سیمو کې، چې هلته طالبان واکمن نه دي، هغوی ښوونکیو او زده کوونکیو ته ګواښ کړی چې هغوی به په نښه کړای شي. له دې امله، ځینې وختونه ښوونځي د دې لپاره بندول کیږي چې د ښوونکیو او زده کوونکیو امنیت خوندي کړای شي.»

هغه وویل،‌ «د دې ښوونځیو په بندولو سره، طالبان هڅه کوي چې په محلي امنیتي چارواکو باندې فشار واچوي چې د هغوی د ښوونې او روزنې تش په نامه مشر ورخوشې کړي. نه یوازې دا چې د هغوی د ښوونې او روزنې مشر خوشې شوی نه دی، یو تصفیوي عملیات په پام کې نیول شوی چې دا سیمې د طالبانو له حضور څخه پاکې کړي.»

چارواکو د عملیاتو په هکله نور جزیات نه دي ورکړي.‌

د ښوونځیو بندول غیر اسلامي کار دی

په تخار کې د مدني ټولنې یوه فعال برنا صالحي وویل، «د ښوونځیو او تعلیمي مرکزونو د دروازو بندول د اسلامي اساساتو او د افغانستان د قوانینو پر ضد دي. د طالبانو دا کار کولی شي چې د افغانستان تعلیمي سیستم ته غټ تاوان ور واړوي.»

هغه سلام ټایمز ته وویل،‌«د تعلیمي مرکزونو بندول، په ځانګړې توګه په داسې حالت کې چې افغانان ښوونې او روزنې ته جدي اړتیا لري، د افغانانو په وړاندې د طالبانو ښکاره دښمني ښیي،»

په کابل کې د باختر پوهنتون یوې ۲۴ کلنې محصلې سارا سلام ټایمز ته وویل، «طالبانو د خپلې واکمنۍ پر وخت، ښځې... د ښوونې او روزنې د ترلاسه کولو په برخه کې له خپلو حقونو څخه محرومې کړې وې،»

هغې وویل،‌«هغوی د ښوونې او روزنې سکتور ته ډېر غټ تاوان ور اړولی وو. اوس، د ښوونځیو په بندولو سره، هغوی غواړي چې جهالت او تیارې په خلکو واکمنې وياو د افغانستان د پرمختګ مخه ونیسي،»

د طالبانو پر عکس، د خوست ولایت د موسی خېلو ولسوالۍ قومي مشرانو او اوسېدونکیو د غوايي په ۲۳ مه په یوه قومي جرګه کې فیصله وکړه چې د نجونو ښوونه او روزنه خوندي کړياو په هر هغه کس یې ۵۰۰۰ افغانۍ جریمه ولګوله چې هغه نجونې ښوونځي ته له تګ څخه منع کوي.

هغوی دغه ګام داسې تعریف کړ چې «دا زمونږ دیني وجیبه ده چې د جهالت او تیارو د خپرېدا مخه ونیسو.»

طالبانو په غزني او لوګر کې په ښوونځیو بریدونه وکړل

د ښوونې او روزنې د وزارت ویاند محمد کبیر حقمل سلام ټایمز ته وویل، د څو کالو په اوږدو کې «د افغانستان په بېلابېلو برخو کې نژدې ۱۱۰۰۰ ښوونځي بند کړای شوي او خواوشا ۳ میلیونه تر ۳.۵ میلیونه ماشومان له ښوونې او روزنې څخه محروم کړای شوي دي، او دا کار د امنیت د نشتوالي او د طالبانو له خوا د ممانعت او ګواښونو له امله شوی دی،»

د لوګر د والي ویاند سلیم صالح وویل، د لوګر ولایت په چرخ ولسوالۍ کې طالبانو د وري په ۱۰ مه وروسته له هغه ۳۰ ښوونځي بند کړلچې افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د طالبانو محلي قوماندان مولوي محمد وواژه.‌

دغه ښوونځي د دیني عالمانو، قومي مشرانو او د زده کوونکیو د پلرونو د منځګړتیا له برکته ۱۰ ورځې وروسته بېرته پرانستل شول.

خو د ښوونځیو پر ضد د طالبانو مخالفت دوام وکړ.

د وري په ۲۱ مه، نامعلوم وسله وال سړي د لوګر په محمد آغه ولسوالۍ کې د نجونو ښوونځي ته ورننوتل، د ښوونځي بې وسلې چوکیدار یې وواهه او وتاړه او بیا یې ښوونځي ته اور ور واچاوه. د ښوونې او روزنې د وزارت په وینا، زده کوونکي په ورپسې ورځ هم خپل ښوونځي ته لاړل او درس یې ولوست.

په غزني ولایت کې هم دې ته ورته پېښې ترسره شوي دي.

د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري وویل، «یوه اونۍ مخکې د غبرګولي په ۱، وروسته له هغه، چې طالبانو د افغان امنیتي ځواکونو له لاسه ماتې وخوړه، هغوی د سلطان شهاب الدین د ښوونځي ځینې برخو ته اور ور واچاوه او ویجاړې یې کړې. په دغه ښوونځي کې خواوشا ۴۰۰۰ زده کوونکي درس وایي،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «طالبان د هغوی تر کنټرول لاندې سیمو کې، نجونو ته اجازه نه ورکوي چې له ۶ م ټولګي څخه ډېرې زده کړې وکړي. له دې امله، د غزني ولایت په ځینې ولسوالیو کې د نجونو اکثر ښوونځي تړل شوي دي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500