تروريزم

بمي بریدګرو په هغو افغان علماوو برید وکړ چې ځانمرګي بمي بریدونه یې 'حرام' اعلام کړل

سلام ټایمز او ای اېف پي

افغان علماوو د هغوی د غبرګولي د ۱۴ مې په فتوا کې وویل، چې د «جهاد» په نامه تاوتریخوالی په اسلام کې «جواز نه لري». [عطاءالرحمان سلیم/فیسبوک]

افغان علماوو د هغوی د غبرګولي د ۱۴ مې په فتوا کې وویل، چې د «جهاد» په نامه تاوتریخوالی په اسلام کې «جواز نه لري». [عطاءالرحمان سلیم/فیسبوک]

کابل -- لږ تر لږه ۷ کسان د دوشنبې په ورځ /د غبرګولي ۱۴ مه/ په کابل کې د افغانستان د جیګپوړو علماوو د شورا له یوې غونډې سره نژدې، تقریباً یو ساعت وروسته له هغه، ووژل شول چې دې ډلې دغه ډول بریدونه ګناه وبلل.

د پولیسو او ځایي چارواکو په وینا، بمي بریدګر خپل چاودېدونکي مواد له غرمې مخکې خواوشا ۱۱:۳۰ بجې د کابل د پولیتخنیک پوهنتون په دروازه کې وچول. د لویې جرګې خېمه، چې د افغانستان د بېلابېلو سیمو په زرګونو علماوو په کې مجلس درلود، په همدغه صحن کې ولاړه ده.‌

پولیسو وویل، چې اکثر تلفات ملکي خلک ول.‌

د پولیسو ویاند حشمت ستانکزي خبریالانو ته وویل، «زمونږ د ابتدایي معلوماتو په اساس، د یوه پولیس په شمول ۷ کسان ووژل شول. د دوه پولیسو په شمول ۹ تنه نور ټپیان شول،» او زیاته یې کړه چې چاودنه له خېمې څخه بهر وشوه.

د اور وژنې افغان کارکوونکي د غبرګولي په ۱۴ مه په کابل کې د کابل د پولیتخنیک پوهنتون څخه بهر د یوه ځانمرګي بمي برید په ساحه کې سړک وینځي. [احمد ظفر/ای اېف پي]‌

د اور وژنې افغان کارکوونکي د غبرګولي په ۱۴ مه په کابل کې د کابل د پولیتخنیک پوهنتون څخه بهر د یوه ځانمرګي بمي برید په ساحه کې سړک وینځي. [احمد ظفر/ای اېف پي]‌

د کورنیو چارو د وزارت ویاند نجیب دانش تایید کړه چې هغه یو ځانمرګی برید وو او ویې ویل چې بمي بریدګر په پښو روان وو چې د پوهنتون په دروازه کې یې چاودېدونکي مواد وچول.‌

له چاودنې څخه وروسته، د پوهنتون خواوشا سړکونه په چټکۍ سره وتړل شول، چې په ښار کې د موټرو دروند رش جوړ شو ځکه چې په روژه کې د حکومتي ادارو د وختي رخصتۍ له امله ډېر حکومتي مامورین کورونو ته روان ول.‌

له لومړۍ چاودنې څخه لږ وروسته، یوه دویمه چاودنه واورېدل شوه. پولیسو وویل چې هغه یو مقناطیسي بم وو چې څو کیلومتره لیرې په یوه مارکېټ کې وچاودېد او یو نامعلوم شمېر ملکي خلک یې ټپیان کړل.

داعش د خپلې رسنۍ، اعماق، له لارې د دې برید مسؤلیت پرغاړه اخیستی دی.‌

abc

ځانمرګي بریدونه 'حرام' دي

ځایي رسنیو راپور ورکړ، چې په زرګونو علمأ د افغانستان د علماوو د شورا د غونډې لپاره د لویې جرګې په خېمه کې راټول شوي ول.‌

له برید څخه نژدې یو ساعت مخکې، د علماوو شورا په افغانستان کې د روانې شخړې پر ضد یوه فتوا صادره کړه، او ویې ویل چې ځانمرګي بریدونه او چاودنې «حرام» دي.دې شورا مخکې داسې فتواګانې خپرې کړي دي.‌

شورا په یوه اعلامیه کې، چې حکومت ټویټ کړه، وویل، «د داسې عملونو ترسره کول، تمویلول او حمایه کول د شریعت د قانون خلاف دي،»

علماوو وویل، چې په افغانستان کې د «جهاد» په نامه جنګ کول په اسلام کې «مشروعیت نه» لري، او د سولې د خبرو غوښتنه یې وکړه.‌

«دا چې هغه جګړه، چې هره ورځ په کې په لسګونو خلک وژل کیږي، پسې اوږدېږي... بیا دواړه لوري، حکومت او طالبان، باید د مذاکراتو مېز ته راشي او سکوت مات کړي.»

په ځواب کې افغان ولسمشر اشرف غني ټویټ‌ کړه، «زه د افغان علماوو د شورا له خوا د صادرې شوې فتوا، چې نن یې د اسلامي شریعت په اساس صادره کړه، هرکلی کوم،»

غني د کب د میاشتو په لومړیو کېله طالبانو سره د سولې د خبرو وړاندیز وکړ.دغې ډلې تر اوسه پورې په رسمي توګه ځواب نه دی ورکړی.

په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو قوماندان جنرال جان نېکلسن د غبرګولي په ۹ مه خبریالانو ته وویل، چې د طالب مشرانو یوه ډله په پټه له افغان چارواکو سره د ممکن اوربند په هکله مذاکرات کوي.‌

د 'سوله خوښو دیني عالمانو' د چوپ کولو هڅه

په کابل کې د مدني ټولنې او د بشري حقونو د شبکې اجرائیه رییس نعیم نظري سلام ټایمز ته وویل، «دیني عالمان د شخړې په راکمولو او پای ته رسولو کې مؤثر دي،»

هغه وویل،‌ «کله چې علمأ ووایي چې جنګ نا جایز دی، هغه د ترهګرو ډلو ټولنیز اساس کمزوری کوي. هغه همدارنګه د دغو ډلو د ایډیالوژیکې مبارزې مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي.»‌

هغه وویل، «له همدې امله اورپکو نن یو ځانمرګی برید ترسره کړ-- چې د مشروع او سوله خوښو دیني عالمانو غږ چوپ کړي،»

نظري وویل، «ترهګرو ډلو همېشه هغه دیني عالمان په نښه کړي چې د ترهګرو او د هغوی د غیرانساني عملونو پر ضد یې غږ پورته کړی دی. د نن ورځې ترهګریز برید د بشري حقونو او اسلامي قانون پر ضد وو.»

له کابل څخه د ولسي جرګې یوه غړي ذکریا ذکریا سلام ټایمز ته وویل، «ترهګرو ډلو نن په هغو کسانو برید وکړ چې د افغانانو د سولې، امنیت او نېکمرغۍ لپاره سره راټول شوي ول،»

هغه وویل، «د هغو دیني عالمانو په نښه کول، چې هغوی د سولې او پخلاینې لپاره غږ پورته کوي، د طالبانو او داعش افراطي وحشت او تاوتریخوالی ښیي،»

هغه وویل، «ترهګرې ډلې وژونکي او فاسد خلک دي، او د هغوی عملونه او فعالیتونو د ټولو اسلامي... او اخلاقي موازینو پر ضد دي. د نن ورځې برید، چې ګڼ شمېر ملکي خلک او دیني عالمان یې ووژل، د اسلامي او بشري اساساتو خلاف دي.»

[له کابل څخه سلیمان د دې راپور په برابرولو کې همکاري کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500