امنیت

له اوږدې جګړې څخه وروسته، اوربند افغانانو ته د دایمي سولې هیلې راوړې

سلام ټایمز او ای اېف پي

د کابل اوسېدونکي د طالبانو له خوا له ۱۳۸۰ راهیسې د لومړني اوربند اعلان ته، چې په ترڅ کې به یې د هېواد د امنیتي ځواکونو په مقابل کې درې ورځې جنګ نه کیږي،‌ غبرګون ښیي. جګړه ځپلیو افغانانو دغه اعلان ته په خوښۍ سره ښه راغلاست وویل. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي ټي وي/ای اېف پي]

کابل -- افغانانو چې خواوشا ۱۷ کاله اوږده جنګ، چې له ډېرو نه یې عمر زیات دی، سخت ستړي کړي د شنبې په ورځ /د غبرګولي ۱۹ مه/ وروسته له هغه د ارام ساه واخیستله چې طالبانو له ۱۳۸۰ راهیسې خپل لومړنی اوربند اعلان کړ -- خو یو شمېر نور لا هم محتاط دي.‌

دې فیصلې، چې د اختر په لومړیو درې ورځو کې جنګ وځنډوي، په دغه جګړه ځپلي هېواد کې ډېر خلک حیران کړل.

طالبانو ژورنالستانو ته د وټس آپ په یوه پیغام کې ویلي، «ټولو مجاهدینو ته لارښوونه شوې چې د کوچني اختر په لومړیو درې ورځو کې د افغان ځواکونو پر ضد تهاجمي عملیات ودروي،»

خو زیاته کړې یې ده چې «که په مجاهدینو باندې برید وشو، مونږ به له ځانونو څخه په کلکه دفاع وکړو.»

د سولې افغان فعالان د غبرګولي په ۱۸ مه په غزني ولایت کې له هلمند څخه کابل ته په لاره د جګړې د پای ته رسولو لپاره شعارونه ورکوي. طالبانو د غبرګولي په ۱۹ مه له ۱۳۸۰ راهیسې خپل لومړنی اوربند اعلان کړ.‌ [ذکریا هاشمي/ای اېف پي]‌

د سولې افغان فعالان د غبرګولي په ۱۸ مه په غزني ولایت کې له هلمند څخه کابل ته په لاره د جګړې د پای ته رسولو لپاره شعارونه ورکوي. طالبانو د غبرګولي په ۱۹ مه له ۱۳۸۰ راهیسې خپل لومړنی اوربند اعلان کړ.‌ [ذکریا هاشمي/ای اېف پي]‌

د غزني په سلګونو اوسېدونکي د غبرګولي په ۱۸ مه د خلکو د سولې د حرکت غړو ته ښه راغلاست وایي.‌ هغوی له هلمند ولایت څخه کابل ته په پښو را روان دي چې په طالبانو فشار واچوي چې سوله وکړي او د ملکي خلکو وژل ودروي. [بسم الله وطندوست/فیسبوک]

د غزني په سلګونو اوسېدونکي د غبرګولي په ۱۸ مه د خلکو د سولې د حرکت غړو ته ښه راغلاست وایي.‌ هغوی له هلمند ولایت څخه کابل ته په پښو را روان دي چې په طالبانو فشار واچوي چې سوله وکړي او د ملکي خلکو وژل ودروي. [بسم الله وطندوست/فیسبوک]

طالبانو ویلي چې په هغه حکم کې چې په هېواد کې جنګیالیو ته لېږل شوي «بهرني یرغلګران مستثنی شوي دي».‌

هغه ویلي، «د هغوی پر ضد زمونږ عملیات به دوام ومومي؛‌ مونږ به هرکله چې هغوی ووینو پر هغوی برید وکړو،»

د سولې په لور د ګام اخیستلو تیږه

ولسمشر اشرف غني،چې تېره اونۍ یې یو اړخیز اوربند اعلان کړ،د طالبانو حرکت ته ښه راغلاست وویل.‌

غني د غبرګولي په ۱۷ مه ټویټ کړه چې له طالبانو سره د حکومت موقت اوربند به «د روژې له ۲۷ مې څخه د کوچني اختر تر ۵ مې پورې دوام وکړي»،‌ یعنې هغه به د غبرګولي له ۲۲ مې څخه تر ۲۹ مې پورې روان وي.‌

هغه، ۱۳۷۴ کال ته په اشارې، چې طالب ملېشه په کې راپورته شوه، د ټوېټر له لارې وویل، «مونږ په دې خوشال یو چې طالبانو د اختر لپاره زمونږ اوربند ومانه.‌ دا په ۲۳ کالو کې لومړنۍ وقفه ده او مونږ له تاسو څخه غوښتنه کوو چې د بین الافغاني خبرو اترو په مقصد د رامخکې کېدلو لپاره له پرانستل شوې کړکۍ څخه په استفاده کې مرسته وکړئ،»

د دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش طلوع نیوز ته وویل، هغه هیله لري چې «اوربند به دوام وکړي».‌

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړي استازي تدامیچي یاماموټو په یوه اعلامیه کې وویل، هغه هیله لري چې دغه اوربندونه به د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو اترو لور ته «د قدم اېښودلو د یوې تیږې په حیث» کار ورکړي.‌

د دوامدارې سولې لپاره هیلې

افغانان د سېلاو په څېر په فیسبوک ور ولوېدل او داسې پیغامونه یې خپاره کړل چې هیله یې ښودله چې دغه بې سابقې اوربند کولی شي چې د اوږدمهالې سولې د موافقې لپاره کار ورکړي.

محمد نجیب لیکلي، «هغه د حکومت او طالبانو له خوا یو ښه حرکت دی.‌ هر هغه کس چې یو څوک یې په دې جګړه کې له لاسه ورکړی وي، به ورته ښه راغلاست ووایي،»

شاه جهان پست کړی،‌ «زه هیله لرم چې دا د سولې په لور یو ګام شي.‌ همدارنګه، زه له نورو ترهګرو دلو لکه داعش څخه هیله لرم چې اوربند مختل نه کړي.»

کاروان، چې په پروفایل یې یوازې یو نوم لیکل شوی، لیکلي، «زه اوس هم باور نشم کولی چې طالبانو د اوربند وړاندیز منلی دی.‌ دا له هغه وخت راهیسې، چې زه پیدا شوی یم، لومړنی اوربند دی،»

«څومره چې زما یادېږي، جنګ دی، جنګ دی، جنګ دی.»

بکتاش مبارز ویلي، د طالبانو اعلان داسې یوه هېواد ته، چې د څلورو لسیزو جنګ ځپلی دی، «ډېره هیله او خوښي» راوړه.‌

هغه وویل، «فکر وکړئ چې که یوه ورځ ۲۰ واړه ترهګرې ډلې، چې دلته فعالې دي، جګړه ودروي،»

د اوربند مرګونی پیل

نورو بیا د طالبانو په اخلاص باندې شکونه څرګند کړل، او هغو لسګونو امنیتي منسوبینو ته یې اشاره وکړه چې په داسې بریدونو کې ووژل شول چې په اعلان پسې ساعتونو کې ترسره شول او دغه ګروپ یې مسؤلیت پرغاړه واخیست.‌

چارواکو وویل،‌ اورپکو د جمعې په ورځ /د غبرګولي ۱۸ مه/ په هرات او /د غبرګولي ۱۹ مه/ په کندوز ولایتونو کې دوه جلا حملې وکړې چې په ترڅ کې یې لږ تر لږه ۳۶ تنه عسکر او پولیس ووژل.‌

یادې ډلې د غبرګولي په ۱۸-۱۹مه شپه په کندهار ولایت کې په افغان پوځي بېس باندې د حملې کولو مسؤلیت هم پر غاړه واخیست.‌

د شاه ولیکوټ ولسوالۍ امنیه قوماندان پاچاخان ای اېف پي ته وویل، په برید کې لږ تر لږه ۲۳ تنه عسکر ووژل شول او ۹ نور ټپیان شول.

د تلفاتو شمېر لا نه دی تایید شوی.‌

هاشم اکبري لیکلي، «فرق نه کوي؛‌ هغوی له اوربند څخه مخکې لا ګڼ شمېر خلک ووژل،»

«هغوی په هرات او کندوز کې په یوه ورځ په لسګونو خلک ووژل. هغوی به نور هم ووژني چې د اوربند د ورځو زور وباسي.»

په کابل کې یوې ښځې ای اېف پي ته وویل، چې درې ورځې کافي نه دي او د دې پرځای «مونږ باید په ټول هېواد کې یوه دوامداره سوله ترلاسه کړو».‌

'له جنګ او وینو تویېدلو څخه ستړي'

د دغې اوږدې جګړې په نتیجه کې ملکي خلکو ته غیرمتناسب شمېر تلفات ور رسېدلي دي.

د ملګرو ملتونو ارقام ښیي، چې په ۱۳۹۶ کال کې له ۱۰۰۰۰ څخه ډېر ملکي خلک وژل شوي یا ټپیان شوي دي، چې له هغه څخه د تېر کال په نسبت ۹٪ کموالی ښیي.

خو له ځانمرګو بمي چاودنو او بریدونو څخه رامنځته شوي تلفاتتېر کال تر ۱۷٪ پورې ولځکه چې طالبانو او داعش په ښاري سیمو او په ځانګړې توګه کابل کې بریدونه زیات کړل.‌

د سولې د نوښتونو په برخه کې له ډېرو پیلونو او ځنډونو څخه وروسته، ځینې افغانانو د شخړې د حل لپاره د غټو طاقتونو د مداخلې غوښتنه وکړه.‌

فریدالله تلاش په خپل فیسبوک لیکلي، «هیله ده چې دا اوربند د طالبانو او افغانستان تر منځ یو دایمي اوربند وګرځي،»

«مونږ له جګړې او وینو تویېدلو څخه ستړي یو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500