تروريزم

داعش په کابل کې په یو وزارت برید وکړ، ۱۳ کسان یې ووژل او ۳۱ نور یې ټپیان کړل

ای اېف پي

یوه ټپي شوې افغانه ښځه وروسته له هغه، چې یوه ځانمرګي بریدګر د غبرګولي په ۲۱ مه خپل ځان د کلیو او بیارغونې د وزارت د کارمندانو په منځ کې وچاوه، په داسې حال کې چې په کابل کې په استقلال روغتون کې د هغې تداوی کیږي، یوه امبولانس ته ور انتقالېږي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- چارواکو وویل، چې لږ تر لږه ۱۳ کسان هغه وخت ووژل او ۳۱ نور ټپیان شول چې یوه ځانمرګي بریدګر د دوشنبې په ورځ /د غبرګولي ۲۱ مه/ په کابل کې له یوه حکومتي وزارت څخه بهر ځان وچاوه.‌

د پولیسو او د روغتیا د وزارت د چارواکو په وینا، حمله د کلیو د بیارغونې او پراختیا د وزارت په عمومي دروازه کې وشوه.‌

د کلیو د بیارغونې او پراختیا د وزارت ویاند فریدون اژند، چې هغه وخت په ودانۍ کې دننه وو، وویل، د ماسپښین خواوشا ۱ بجه وه، کارمندان د ودانۍ په دروازه کې سره ټول او بس ته منتظر ول، چې هغوی کورونو ته ورسوي، چې ځانمرګي بمي بریدګر خپل ځان په ازدحام کې وچاوه.‌

هغه ای اېف پي ته وویل، «له بده مرغه، مونږ ځینې همکاران له لاسه ورکړل،»

وروسته له هغه، چې امنیتي ځواکونو د ۱۳۸۹ د سلواغې په ۲۵ مه په کابل کې د یوه ځانمرګي بمي برید په ساحه کې سړک بند کړ، افغانان په یوه تعمیراتي ساحه کې لاره کوي. یوه ځانمرګي بمي بریدګر د غبرګولي په ۲۱ مه د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت څخه بهر ۱۳ کسان ووژل. [فلېکر/بیس ټرېک ۱۸]

اژند ای اېف پي ته وویل، دغې بمي چاودنې ۱۳ کسان ووژل او ۳۱ نور یې ټپیان کړل. یوه ډاکټر، چې په یوه روغتون کې یې د ډېرو قربانیانو تداوي کوله، د مړینې شمېر تایید کړ.‌

د پولیسو ویاند حشمت ستانکزي وویل، چې په مړو کې ښځې شاملې وې.‌

داعش مسؤلیت پر غاړه واخیست

داعش د اعماق تبلیغاتي اژانس له لارې د پېښې مسؤلیت پرغاړه واخیست‌.

دا چاودنه یوه ورځ مخکې له هغې وشوه چې تمه ده چې له طالبانو سره د حکومت اوربند پیل شي.‌په دغه اوربند کې داعش او نور نړیوال ترهګر ګروپونه شامل نه دي.

ستانکزي وویل،‌ په یوه بله پېښه کې د دوشنبې په ورځ، په کابل کې په یوه کور کې دننه یوې چاودنې یو کس وواژه او درې نور یې ټپیان کړل.‌

درې ټپي کسان وروسته له هغه توقیف شول چې پولیسو په یاد کور کې چاودېدونکي مواد،‌ او د ځانمرګو واسکټونه، چې شک کېږي چې اورپکو پلانونه لرل چې په ښار کې پرې بریدونه وکړي، ونیول.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500