امنیت

په ننګرهار کې د سولې بهیر سره یوځای شوي طالبان وایي، 'جنګ هېڅ ګټه نه لري'

د خالد زېري راپور

د ۱۰ طالب اورپکو یو ګروپ، چې د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو، شېرزادو او سره رود ولسوالیو کې یې جګړې کولې، د غبرګولي په ۱۵ مه د سولې بهیر سره یوځای شو. [خالد زېری]‌

ننګرهار -- د ۱۰ طالب اورپکو یو ګروپ، چې د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو، شېرزادو او سره رود ولسوالیو کې یې د حکومت پر ضد جنګونه کول، تېره اونۍ په جلال اباد کې د ملي امنیت د ریاست په انګړ کې د سولې بهیر سره یوځای شو.‌

عوض ګل، چې د لالاګي په نامه هم یادېږي، د غبرګولي په ۱۵ مه په یوه خبري کانفرانس کې وویل، «زه د یوه ۱۵ کسیز ګروپ سرګروپ وم. زه د ملي امنیت د ریاست په هڅو له ۹ ملګرو او ۹ توپکو سره راغلم او د سولې بهیر سره یوځای شوم. زه نور نه غواړم چې خپل وطن وران کړم او بې ګناه خلک ووژنم

مقاماتو د نورو هغو اورپکو په هکله، چې د عوض ګل تر قوماندې لاندې یې فعالیت کاوه، معلومات ورنه کړل.‌

هغه وویل، «له تېرو لسو کالو څخه د ډېرو په ترڅ کې، زه د حکومت پر ضد وم، خو تر ډېره وخته پورې زه په حقیقت پوه نه وم،»

۱۰ پخوانیو طالب اورپکو، چې ۸ یې دلته په عکس کې ښکاري، خپلې وسلې د غبرګولي په ۱۵ مه په ننګرهار ولایت کې مقاماتو ته وسپارلې. [خالد زېری]

۱۰ پخوانیو طالب اورپکو، چې ۸ یې دلته په عکس کې ښکاري، خپلې وسلې د غبرګولي په ۱۵ مه په ننګرهار ولایت کې مقاماتو ته وسپارلې. [خالد زېری]

عوض ګل وویل، چې هغه او د هغه ملګرو فکر کاوه چې هغوی د اسلام حفاظت کوي، خو وروسته هغه پوه شو چې هغوی ته له خارج نه حکمونه راتلل.

ګل وویل، «په دې توګه،‌ مونږ د ملي امنیت ادارې سره تماس ونیو او خپلې وسلې مو وسپارلې. مونږ به په عادي توګه ژوند وکړو، او زه به هڅه وکړم چې نور اورپکي هم د سولې پروسې سره یوځای کېدلو ته راولم.»

پخوانی اورپکی وایي، له جنګ څخه هېڅ‌ نه ترلاسه کیږي

هغه وویل، «جنګ هېڅ ګټه نه لري،»

د ننګرهار والي حیات الله حیات په خبري کانفرانس کې وویل، ننګرهار داسې یو ځای دی چې سوله په کې کېږي او جرګې په کې ترسره کیږي. هغه وویل، «زه په اورپکو غږ کوم چې پوه شي چې جنګ د حل لاره نه ده.»

هغه وویل،«راشئ، سوله وکړئاو وطن جوړ کړئ،»

د ننګرهار د سولې د ولایتي کمېټې رییس ملک نذیر وویل، «د هغو مخالفانو شمېر، چې د سولې پروسې سره یوځای کیږي، د تېر په نسبت زیات شوی دی، او مونږ هڅه کوو چې هغه نور هم زیات شي،»

هغه وویل،‌د ۱۳۸۹ د وږي له میاشتې راهیسې، ولایتي ادارې خواوشا ۱۰۴۴ پخوانیو جنګیالیو ته اسانتیا برابره کړې چې د سولې بهیر سره یوځای شي.

هغه وویل، «مونږ به هڅه وکړو چې هغو کسانو ته، چې د سولې بهیر سره یوځای کیږي، کاري فرصتونه برابر کړو.‌ مونږ د هغوی له جملې څخه ځینو ته وظیفې ورکړي دي، او د هغوی یو شمېر مو په محلي پولیسو کې ځای پرځای کړي دي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500