کابل -- له ورېښمو څخه جوړ یوازنی قران کریم په افغانستان کې بشپړ شوی دی -- او دا داسې یو شهکار دی چې جوړونکي یې هیله لري چې د دغه هېواد د پېړیو زوړ د خطاطۍ دود به خوندي وساتي.
د دغه اسلامي کتاب له ۶۱۰ مخونو څخه هر مخ د لاس په وسیله په یوه دقیقه پروسه کې، چې د ۳۸ خطاطانو او د میناتورۍ د هنر کارپوهانو پرې کار کاوه، په خواوشا دوه کالو کې بشپړ کړ.
دغه قران کریم، چې د اوزې د پوستکي په وسیله پوښل شوی، ۸.۶ کیلوګرامه وزن لري او د داسې افغان هنرمندانو له خوا تهیه شوی چې اکثرو یې په کابل کې مېشت تورکوایس ماونټین فاونډېشن کې روزنه ترلاسه کړې ده.
د خطاطۍ یوه ۶۶ کلن استاد خواجه قمرالدین چشتي د تورکوایس ماونټین په حلزوني او له خټینو خښتو او لرګیو څخه جوړه شوې ودانۍ کې دننه په یوه کوچني دفتر کې ای اېف پي ته وویل، «زمونږ نیت دا وو چې مطمئنه کړو چې خطاطي زمونږ په هېواد کې مړه نه ده -- او لیکل زمونږ د کلتور برخه ده،»
دا چې قران کریم یو مقدس متن لري، خطاطي په اسلام او اسلامي هنر کې محترمه شمېرل کېږي.
چشتي وویل، «کله چې خبره هنر ته راځي، بیا پرې مونږ قېمت نشو اېښودلی. خدای پاک مونږ ته د دې کار یعنې د قران کریم د جوړولو توفیق راکړ... او دا زمونږ لپاره له مالي اړخ څخه ډېر ارزښت لري،»
دقیق کار
چشتي او د هغه ملګرو خطاطانو د نی او رنګ په کارولو سره تر دوه کالو پورې وخت ولګاوه چې په پام سره د قران کریم ایتونه یوې واحدې پاڼې ته ور نقل کړي -- ځینې وختونه به یې که غلطي ترې وشوه، ډېر وخت ونیو چې بیا یې پیل کړي.
هغوی د نسخ خط وکاراوه. دا د خطاطۍ یوه طریقه ده چې د اسلام په اوایلو کې رامنځته شوې وه چې د کوفي خط ځای ونیسي ځکه چې د دې لوستل او لیکل اسان دي.
د خط خواوشا ښکلا، چې روښنایي نومېږي، لا ډېره وخت نیوونکې وه، چې د هر مخ بشپړولو له یوې اونۍ څخه ډېر وخت نیوه.
د هنرمندانو یوې ډلې له داسې رنګ څخه کار اخیست چې د ځمکنیو لاجوردو، سرو زرو او برونزو په شمول له طبیعي موادو څخه جوړ شوی وو، څو هغه ظریفې طرحې بیا جوړې کړي چې په ۱۵ مه او ۱۶ مه پېړیو کې د هرات په ښار کې د تیموریانو پر وخت مشهورې وې.
د میناتورۍ یوه استاد محمد تمیم صاحبزاده، چې د هغه روښانه رنګ د جوړولو مسؤل وو چې په ورېښمین قران کریم کې ترې کار خیستل شوی، ای اېف پي ته وویل، «ټول هغه رنګونه، چې مونږ کارولي دي، طبیعي دي،»
هغه وویل، په ورېښمو باندې په لومړي ځل کار کول سخت وو. په محلي سطحه ترلاسه شوي مواد -- چې ټول ۳۰۵ مربع متره کېږي -- په داسې یوه محلول کې ښکته کېدل چې د سپېغول له وچو زړو څخه جوړ شوی وو، څو د رنګ د خپرېدا مخه ونیسي.
'ډېر کمیاب'
تورکوایس په ۱۳۸۵ کې په کابل کې په دې هدف کار شروع کړ چې د کولالۍ، نجارۍ او خطاطۍ په شمول د افغانستان پخواني لاسي صنعتونه خوندي کړي.
هغه هیله لري چې ورېښمین قران کریم به د لا نورو په لاس جوړو اسلامي مذهبي متونو لپاره، چې کولی شي د هغه د هنرمندانو لپاره د کاري فرصتونو د برابرولو او د انستیتیوت د تمویل په برخه کې مرسته وکړي، تقاضا رامنځته کړي.
د افغاني هنرونو او مهندسۍ لپاره د تورکوایس ماونټین انستیتیوت رییس عبدالوحید خلیلي وویل، «مونږ به یې نورو اسلامي هېوادونو ته وښیو او وبه ګورو چې آیا دا ممکنه ده چې د فارغانو لپاره داسې کاري فرصتونه برابر کړي چې په یوه بل قران کریم باندې کار وکړي،»
د اوس لپاره، له ورېښمو څخه جوړ قران کریم به د تورکوایس ماونټین په دفترونو کې، چې د کابل ښار په مرادخانیو کې، چې د ښار یوه تجارتي او استوګنیزه سیمه ده، واقع دي، په یوه داسې ځانګړي صندوق کې، چې د چارمغز له لرګي څخه جوړ شوی دی، وساتل شي چې د هغه ظریفې پاڼې له بهرنیو عواملو څخه خوندي وساتل شي.
تورکوایس ماونټین د برتانیا د شهزاده چارلس، بریټیش کونسل او د متحده ایالاتو د نړیوالې پرمختیایي ادارې (USAID) په ملاتړ په زرګونو هنرمندان روزلي دي.
په افغانستان کې د تورکوایس ماونټین موسسې رییس نتن ستروپ ای اېف پي ته وویل، «ورېښمو ته د قران کریم نقلول ډېر کمیاب دي،»
هغه وویل، دا پروژه «یوه حیرانوونکې لاره وه چې مونږ پرې خپل شاګردان په یوه ډېر دودیز ډول کار کې په ډېره لوړه سویه تربیه کړل،»
هغه زیاته کړه، «که یو سعودي شهزاده یا په لندن کې د کتابونو یو ټولوونکی... ورسره علاقه مندي ولري، مونږ به له ۱۰۰ زرو څخه تر ۲۰۰ زرو ډالرو پورې ساحه کې پرې فکر وکړو.»
په کار وو چې د دې قران کریم پرانسته ولسمشر غني کړې وای. بله دا چې دا موسسه دې دا قران کریم لکه چې ویلي یې دي نه پلوري، په افغانستان کې دننه باید وساتل شي او که بیا هم دوی پیسې پرې غواړي یا دې یې دولت ترې واخلي یا کوم افغان سوداګر په افغانستان کې دننه، ځکه دا ظریف او قېمتي شی باید مونږ له لاسه ورنه کړو. مننه
ځواب ورکړئ1 تبصره